افغانستان

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ۱۷۵ توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې پاکستانیو پوځیانو یو ځل له ډیورنډ فرضي کرښې سره په نږدې ولسوالیو د توغندیو لړۍ پیل کړې ده.

د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي، له تېرې شپې راهیسې پر دانګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو پاکستانیو ځواکونو ۱۷۵ توغندي توغولي دي.

د دهقان په خبره، تراوسه د توغول شویو توغندیو له امله یو کور ویجاړی شوی؛ خو ځاني تلفات نه لري.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر ځینو سرحدي ولسوالیو توغندي توغوي، چې له ډیورنډ فرضي کرښې سره د نږدې ولسوالیو سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او نورو سیمو ته تللي دي.

دوې میاشتې وړاندې د کونړ چارواکو ویلي وو، چې یوازې د شلطن ولسوالۍ کې ۲۵۰ کورنۍ د پاکستانیو توغندیو له امله بې ځایه شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند له دې وړاندې افغان ځواکونو ته امر کړی و، چې د پاکستانیو توغندیو ځواب ووايي؛ خو د تېرې شپې د توغندیو په اړه یې تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x