افغانستان

کابل: د ولسمشر یو ساتونکی ناپېژانده کسانو وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د ولسمشر غني یو ساتونکی ناپېژانده کسانو وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د څلورمې کارتې په سیمه کې ناپېژانده کسانو د ولسمشر ساتونکی په چاکو وهلی او ځای پر ځای یې وژلی دی.

وژل شوی کس حیمد کراماني نومېده او د ولسمشر غني شخصي ساتونکی و.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د ولسمشر غني د ساتونکي د وژنې مسوولیت نه دی منلی او نه یې هم ارګ تایید کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x