نظــر

د اوړو پوزه!

د کرزي رژیم په ټوله مانا نور له شرمه وتلی دی، دوی تل هڅه کړي، چې په دروغ ویلو، خپل شوړېدلي رژیم ته یوه د اوړو پوزه جوړه کړي، کله چې هم ورنه خوله طې ظې شوې نو بیا يې د اعادي لپاره داسي نادرې ويلې وي، چې سړی ورته حیران شي. خو دوی دغه نادرې ټولې د مزدورو ضمیر پلورو رسنیو په مټ ترخلکو رسوي او د خلکو ذهنونه مغشوشوي.

طالبانود خیبر په تندریز ګوزارونوکې د دوی وار پار خطا کړی دی، دوی لکه اوبو اخیستي هرځګ ته لاس اچوي، پر هغه سربېره بیا د ځګ احسان هم نه مني او اوازه ګډ کړي، چې دوی خو له غرقېدو په خپله وساتل شول. دوه ورځې وړاندې طالبانو د پکتیکا د چهاربران ولسوالي په سپينه کلي کې د شپې په درې بجې په پوسته رڼا ورځ جوړه کړه، ټوله يې ونیوله او شینواري عسکر يې دیارلس مړه او څلور نور ژوندي بوتلل. په دغه سیمه کې اربکیانو په ساړه ژمي کې پوستې اچولې وي. او دطالبانو له نیستي يې ګټه اخیتسې وه، دوی فکر کاوه چې که مو ځای تکیه کړ، بیا نو د طالبانو راباندې زور نه رسېږي.
د دې اربکیانو قومندان محمد الله یادې پوستې ته د پکتیکا د اربکیانو د عمومي قومندان عزیزالله د هلک په بدل کې لاړ، هغه په همدې شرط چې دغه هلک چې علي خان دولي خان زوی د بهاول لمسی به له ده سره ځي، د پوستې ساتنه په ټېکه واخیسته.

مګر دوی لا دساز اوسرود په نشو کې ډوب و،چې د خیبر د موټر سایکلو غورهار يې زړونه ترپښو تېر کړل او پوسته يې له منځه لاړه.

دغې پوستې په ټوله سیمه کې دهشت اچولی و، یاده پوسته د اومنې ولسوالي له ودانۍ ښکارېږي. نه يې پولیس په درد وخوړل شول او نه هم د قومندان هلک؛ داومنې ولسوالي هم د دې ولسوالي په دېرش لکه افغانۍ د پنځو کالو لپاره په ټېکه اخستې ده. چې دوی به پکې اوسي. دلته مېشت شل عسکر، دامنيې قومندان او ولسوال هم ګرده شینواري دي.

د دې لوی شرم د پټولو لپاره دکورنیو چارو وزارت د خپل عادت سره سم دروغو ته زور ورکړ. د پوستې د فتحې په سهار يې خبرپاڼه خپره کړه او پکې ويې ویل چې په چهاربران او اومنه ولسوالیو کې يې عملیات کړي دي، او پینځه ویشت طالبان يې شهیدان کړي دي. دسیمو خلکو چې دغه خبر واورید د مزدرو راډیوګانو او د بې ایمان ژورنالیستانو ارزښت نور هم په ځمکه ومنډل شو.

د کورنیو چارو وزارت د درغوپه جریان کې وايي چې په عملیاتو کې درې غټ طالبان: ابوبکرد ډېلې ولسوال، قدیر د یحی خېلو ولسوال او حماس د اومنې ولسوال شهیدان کړي دي. په داسې حال کې چې قدیر او حماس اوس هم ژوندي دي او ابوبکر د حماس مرستیال دی، نه د ډېلې ولسوال.

په یادو عملیاتو کې د سیمو خلکو ابوبکر هم لیدلی و، چې د پوستې ځينې شیان يې په موټرو کې بارول.

دغه پوسته چې د حماس ترمشرۍ لاندې پرې عملیات وشول، د سهار په شپږ بجې طالبان له سیمې ووتل او په ارامه يې خپل بندیان هم محفوظ ځای ته ورسول، نږدې دورځې لس بجې وي، چې له ښرنې دملي اردو څو ټانکونه او له یحی خېلو نږدې پنځلس موټرسایکله اربکیان سپنیه کلي ته راغلل. دوی سره له دې چې ښه پوهېدل چې طالبان به په کومه لاره تللي وي،ځکه له کلي یوه لاره داومنې ولسوالي ته تللې، چې په هغه خوا د تګ امکان نه و، بله یوه لاره پاتې کېږي، مګر دغه سرساتونکي له ډاره په هغه لاره نه تلل او په بله لاره نږدې کلي ـ منصورخېلوـ ته لاړل هلته يې څو سپین ږيري او سپین سارې ووهلې بېرته سپینه ته راغلل.

د یحی خېلو اربکیان نن هم په کلي کې شته، دغه نن يې د کلي مشران او سپین ږيري راټول کړي وو او په زور يې ترې غوښتل چې اربکیان شي دغه ویجاړه پوسته بېرته ودانه کړي، مګر د کلي خلکو ورسره نه منله چې خبره تر وهلو اوښکنځلو ورسېده، لاهم د مشران سرنوشت نه دی مالوم.

دطالبانو له یاد برید وروسته نن یو وار بیا د اومنې په نري کې د ګیناوې خواته د پولیسو په رنجر ماین وروچاودید، نور نو په چهاربران او اومنه کې ټک هم نه دی شوی. مګر سوړن او شوړېدلي رژیم اوازه خپره کړه چې ګواکې څوساعته يې عملیات کړي په داسې حال کې چې د سپینه له کلي د ملي اردو اجیران په هماغه ورځ بېرته ښرنې ته لاړل. مګر د یحی خېلو اربکیان لا شته.

ما چې کله د دوی دغه دروغ او د بې ایمانه ژورنالیستانو دومره ظلم ولید، نو مې پوره باور راغی چې په والله که د راډيو یوه خبره هم کره وي. او دولت هم چې دغه څو ورځې غواړي راتلونکې ډرامې ـ ټاکنوـ ته زمینه برابره کړي د اوړو پوزه جوړوي. په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا په خپور شوي راپور کې يواځې په می میاشت کې ۱۹۹ نظامیان تسلیم شوي دي. لسګونه پوستې فتح شوې دي. دوی غواړي دې شوړېدلي ځای ته پټۍ ولګوي.

د حماس بریالي عملیات، تندریز ګوزارونه او ستر عظمت د پکتیکا په ګوډاګیانو سخت اور بل کړی دی، د حماس د شهادت خبر تېر کال هم په یاد ولایت کې د پښتون غږ په نامه فاحشه خانې ـ راډیوـ خپور کړ. چې نن يې بیا د حماس دشهادت خبر په کومه خوله لوست؟

په دې تمه چې د خیبر د تکبیرونو چيغې به د دښمن وار لا خطا کړي، او دښمن دې پوی شي چې د دوی مطبوعاتي نارې اوس یوه ذره تاثیر نه لري، ځکه چې ولس پوهېدلی دی، چې ژورنالیستان فرهنګي اربکیان دي.

ډاکټر عطاء محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x