افغانستان

بلخ: د يوه سوداګر ځوی تښتول شوی، يو بل سوداګر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولايت په مرکز مزار ښار کې د نا معلومه وسله والو له لوري د يوه سوداګر اته کلن ځوی تښتول شوی او په يوه بله پېښه کې وسله والو يو بل سوداګر وژلی او د هغه پيسې يې له ځان سره وړي دي.

د بلخ د امنيې قومندانۍ وياند شېرجان درانی وايي، د مزار ښار د دويمې امنيتې حوزې مربوط سيمه کې يو ماشوم هغه مهال وتښتول شو، کله چې نوموړی له ښوونځي څخه کور ته پر لاره و.

د هغه په خبره، دغه ماشوم په يوه هايکلس ډوله بې نمبر پليټه موټر کې تښتول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د مزار ښار په درېيمه ناحيه کې د بېکزاد عثماني په نوم يو سوداګر د وسله والو غلو له لوري ووژل شو او د هغه درې ميليونه او څلور سوه زره ډالره يې له ځان سره يوړل.

د بلخ د امنيې قومندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري وايي، دغه کسان هم په يوه هايلکس ډوله موټر کې راغلي و چې سوداګر يې وژلی او د هغه نقدي پيسې يې له ځان سره وړي دي.

د قادري په خبره، د دلوې مياشتې له لومړۍ نيټې تر دې دمه د هدفي وژنو اتلس پېښې ثبت شوي دي چې په تړاو يې ځينې کسان نيول شوي او د يو شمير نورو د نيولو په اړه پلټنې روانې دي.

په عين حال کې د مزار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې د دغې ښار امنيتي وضعيت خراب شوی، وسله والې غلاوې، هدفي وژنې او انسان تښتونې زياتې شوي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

تر دې مخکې مزار ښار تر ټولو امن ښار ګڼل کېده خو د بلخ اوسېدونکي وايي، چې د ولسمشر غني او عطانور تر منځ د ولايت پر سر راپورته شوې لانجې په مزار ښار کې وسله وال کسان زيات کړي چې ورسره نا امنۍ، اختطافونه او غلاوې هم زياتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x