ورزش

په نړیوالو لوبو کې راشد خان تر ټولو کم عمره لوبډلمشر

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸ کب، ۱۳۹۶ل): د هند ټایمز ناو (Times Now) ورځپاڼې لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د افغانستان نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان به په نړیوالو لوبو کې د تر ټولو ځوان لوبډلمشر ویاړ خپل کړي.

افغانستان لوبډله دا مهال په زمبابوې کې د ۲۰۱۹م نړیوال جام ته لار موندنې په موخه هلته تللې ده، او د مارچ په څلورمه نېټه به د سکاټلنډ لوبډلې په وړاندې لومړۍ لوبه ترسره کوي، چې د کرېکټ بورډ لخوا راشد خان په کې د افغان لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

په دې اساس به راشد خان د نړۍ تر ټولو کم عمره او ځوان لوبغاړی وي چې په نړیوالو سیالیو کې به د لوبډلمشرۍ مسؤولیت په غاړه ولري، د نوموړي عمر اوسمهال ۱۹ کاله او ۱۶۵ ورځې دی، چې له دې وړاندې د بنګلدیش لوبغاړی راجن صالح تر ټولو کم عمره لوبډلمشر وو چې ۲۰ کاله او ۲۸۷ ورځې عمر یې لره، او له هغه وړاندې د زمبابوې لوبغاړی ټینډا ټیبو وو چې ۲۰ کاله او ۳۴۲ ورځې عمر یې لره.

وړمه ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي وو چې لوبډلمشر اصغر ستانکزي د اپنډکس عملیات ترسره کړي، او له همدې کبله به د غوراوي د پېل سیالیو څخه بهر وي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان د افغانستان په شپږیزه لیګ سیالیو کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر و چې دده په لوبډلمشرۍ یې لوبډلې د شپږیزې پنځم پړاو اتلولي هم ګټلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x