افغانستان

فاریاب کې ۱۱ اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د یوه قومندان په ګډون پنځه اربکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د دوی به خبره، نن سهار د اربکیانو قومندان حسام الدین دوه زامن او یو اربکی له غرمې وړاندې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې وژل شوي او د یوه قومندان په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه دوه نور اربکیان د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ولسوال هاشم باتور منلې ده، چې څلورو اربکیانو ته مرګ ژوبله د طالبانو په کمین کې اوښتې ده.

خو د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبانو د پښتون کوټ ولسوالۍ اړوند د «سنګ زرد» په سیمه کې د اربکیانو پر پوسته برید کړی، دوه اربکیان یې وژلي او پوسته یې هم لاسته ورغلې ده.

په دې وروستیو کې طالبانو د فاریاب په بېلابېلو برخو کې بریدونه پیل کړي، چې ځینې سیمې یې د دوستم له ملېشو نیولي دي.

تېره اوونۍ طالبانو د دوستم یو قومندان هم وژلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x