د نن سرلیکنه

ولي پر کونړ د پاکستان د بریدونو مخنیوی نه کیږي؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: له تیرو دریو کلونو را هیسې د افغانستان په شرقي ولایت کونړ باندې د پاکستاني ځواکونو له لوري توغندویي بریدونه کیږي چې تر اوسه پوري د سلګونو کونړیانو د مرګ ژوبلې لامل شوي او ډیری یې د خپلې سیمې پریښودو ته مجبوره شوي.

له تیرې یوې میاشتې را هیسې د غو بریدونو بیا زور اخیستی آن تردې چې نن سهار د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان په قلمرو کې دننه دکونړ ولایت د دانګام پر ولسوالۍ برید وکړ چې له کبله یې څلور تنه شهیدان او لس تنه نور ژوبل شول.

په کونړ د پاکستاني الوتکو د بمباري پیښه هم د کونړ ولایت چارواکو او هم خپله پاکستاني مقاماتو منلې، خو په دومره توپیر چې د پاکستان د پوځ چارواکو ویلي چې ځواکونو یې د هیلي کوپترو په ملاتړ د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمو بمباري کړې چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

د افغان ځايي چارواکو د وینا له مخې له تيرې یوې اونۍ راهیسې پاکستاني ځواکونو دکونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ شپږ سوه توغندي توغولي چې د سیمې د یو زیات شمیر خلګو د مرګ ژوبلې لامل شوې.

پر دانګام ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو نني هوايي برید د افغان ولس مشر کرزي لخوا د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف ته د خپلې اندیښنې تر څرګندولو وروسته تر سره کیږي.

پر کونړ د راکیټي بریدونو خونړۍ لړۍ په داسې حال کې دریم کال ته داخلیږي چې زمونږ په ملک کې د امنیت او سولې ساتنې په پلمه په لسګونو زره بهرني پوځیان شتون لري او په دې اړه یې له خوا و شا ۲۰ هیوادونو سره استراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي.
اوس هم د را روانو ټاکنو دواړه کاندیدان له امریکا سره دا منیتي تړون لاسلیکول خپل لومړنی کاري مسؤلیت ګڼي ، او له دغو لاسلیکولو څخه په خپلو انتخاباتي سیالیو کې ښه استفاده کوي ، خو د دې ټولو باوجود مو بیا هم د هیواد پر قلمرو په ښکاره ډول پوځي تیری کیږي ، او کله چې د دغو بریدونو په اړه د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفورد ته شکایت کیږي نوموړی له ټوله جریانه ناخبري ښیي او د پاکستان د تیري په اړه د رسنیو خبرونه له مبالغې ډک بولي.

د بهرنیانو له لوري له افغانستان سره د لسګونو استراتیژیکو تړونونو لاسلیکول او همدا راز اوس مهال له کابل سره د واشنګټن د امنیتي تړون په لاسلیکولو ټینګار کول ټول په حقیقت کې د افغانستان د بي ثباتي او نا امني په غرض د امریکایانو پلان کړې دسیسه ده ځکه نن هم دوی خپله او هم د دوی په مټ مسلط مزدور چارواکي ټول د افغانستان په سپیڅلي حریم باندې د ګاونډي هیواد د مسلسلو بریدونو په اړه پټه خوله دي.

دسیسه ګر امریکایان او د هغوی تر حمایت لاندې کابل چارواکي په هره غونډه او مناسبت کې د افغان ځواکونو د ځواکمنتوب او فعالیت ادعاوې کوي ، ایا یو هیواد چې په ریښتیا هم د هغه ملي پوځ پر خپلو پښو ولاړ وی هغه به د خپل هیواد پر حریم د بل هیواد دری کلنو مسلسل بریدونه په اړه داسې بي تفاوته پاتې شي؟

ایا ریښتیا هم د افغانستان ملي اردو او دفاعي ځواک د افغانستان له ارضي تمامیت څخه د دفاع لپاره جوړ شوی او که یواځي د امریکايي بادارانو د محافظت کار تري اخیستل کیږي.

د تعجب وړ خبره داده چې د هیواد په ګوټ ګوټ چې په امریکايي مرکزونو یو عادي برید لا نه وي شوی بیا د افغان پوځ !!! قهرمانانو د سترګو په رپ کې ځان ور رسولی او دسرو لمبو له منځه یې امریکایانو ته نجات ورکړي وي، خو د افغانستان په سرحداتو له تیرو دریو کلونو راهیسي تیري دوام لري افغان ملي پوځ !!! او سرتیري قهرمانان یې غوږ هم نه ورباندې ګروي.

دا ځکه چې هغوی د خپل هیواد د ساتنې او د هغه له پولو څخه د دفاع لپاره روزل شوي نه دي ؛ ځکه نو مونږ هره ورځ د پاکستان په شمول د خپلو ټولو ګاونډیانو لخوا دخپل هیواد پر حریم د مسلسلو تیریو شاهدانو یو او د دفاع په اړه هیڅ نشو کولای.

دنن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x