افغانستان

اجراييه ریاست، د مذاکراتو اړوند د طالبانو پر اعلامیه ګونګ غبرګون ښوودلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): اجراییه ریاست د طالبانو اعلاميې په اړه داسې غبرګون ښوودلی، چې څرګندونې يې پخپل منځ کې سره متضادې ښکاري.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثیم، د طالبانو د هغې اعلاميې په غبرګون کې کړې، چې له امریکایانو سره يې د خبرو اترو په تړاو څرګندونې پکې کړې وي.

طالبانو پخپله اعلامیه کې پر امریکا غږ کړی، چې که له دوی سره د خبرو هوډ لري، نو د قطر دفتر دروازې د دوی پر مخ خلاصې دي.

طالبانو دا اعلامیه وروسته له هغه خپره کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د امریکا دروازې د دوی پر مخ خلاصې دي.

اجراييه ریاست د دې اعلاميې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو په منځ کې ګونګ غبرګون ښکاره کړی دی.

د دې ریاست د ویاند مرستیا امید میثم له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې هم د سولې په برخه کې د نړیوالو مداخله ومنله يې هم يې دعوه وکړه چې د خبرو واک باید له دوی سره وي.

هغه د امریکا د بهرنیو چارو زارت د څرګندونو په تړاو وویل، که د نړیوالو له لوري داسې هڅې کېږي، چې «په افغانستان کې د دایمي او با عزته سولې له ټینګښت سره مرسته کوي، موږ ورته د قدر په سترګه ګورو.»

په ورته وخت کې وايي، د خبرو اترو مالکیت باید له افغانانو سره وي.

طالبان، چې افغان حکومت په دې مسائلو کې بې واکه بولي، وايي امریکا يې پر ضد جګړه پیل کړې او دوی به له امریکا سره خبرې کوي.

د شنونکو په باور د امریکا په تور لېست کې د طالب مشرانو نومونه، له هېواده د امریکایانو وتل او داسې نور، هغه مسائل دي، چې د افغان حکومت له واکه وتلي او باید له امریکا سره پرې نېغې خبرې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

لمړی : د اجرایی ریاست د هماغو له بادارانو تدوین شوی دیموکراتیک قانون غیر قانونی دی ټول جرایم غیر قانونی دی یعنی د اجرایی ریاست د جرمونو سره په یوه پالی کی قرار لری قاضی د فیصلو کولو حق لری مجرمین نه . دوهم : که دا ومنو چه د کابل ټوله اداره غیر قانونی او غیرملی اداره ( چه ده ) له بهره په زور راوړل شوی او تپل شوی اداره ده غنی یو افغان نسله امریکایی دی زامن لوڼه یی اوس هم امریکا کی دایمی هستوګنه لری او امریکا کی زیږیدلی میرمن یی هم غیر قانونی لبنانی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x