افغانستان

غور: د واورې ورېدو له امله د شپږو ولسوالیو لارې بندې شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د غور سیمه ییز چارواکي وايي، له تېرې ورځې راهیسې د غور په ډېرو برخو واوره اوري، چې له امله یې د غور د مرکز او شپږو ولسوالیو لارې بندې شوې شوي دي.

د چارواکو په خبره، د شهرک، ساغر، چهارصده، دولینه، تولک او پسابند ولسوالیو ته غځېدلې لارې د ډېرې واورې له امله تړل شوي او په یادو ولسوالیو کې مسافر او ناروغان بند پاتې دي.

د غور د ټولګټو چارو رییس عبدالغفور حقیار ډاډ ورکوي، چې د غور لویدیځو شپږو ولسوالیو لارې به ډېر ژر خلاصې شي.

د حقیار په خبره، په روان کال کې دا لومړی ځل دی، چې په دغه ولایت کې دومره ډېره واوره کېږي، چې پنډوالی یې ۴۰ سانتي مترو ته رسېږي.

غور یو د هغو ولایتونو څخه دی، چې هر کال پکې ډېره واوره اوري او سوړ ژمی لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x