ابو ایوب انصاری رضی الله تعالی عنه

A    دا ستر جليل القدر صحابي چي خالد بن زید بن کُليب  نومیدی او دبنو نجارله قبيلې څخه ؤ، کنيت یې ابو ایوب او نسبت یې انصارو ته کیدی .

   زموږ دمسلمانانو په ډله کي به داسي کس وی چي ابو ایوب انصاري به نه پيژني؟! لوی خدای ﷻ په شرق او غرب کي د ده نوم لوړ کړی اوپه خلګو کي یې ډير درنښت هغه مهال  ورکړ

چي ترټولومسلمانانو یې د ده کور د دې لپاره غوره کړ چي حضرت محمد ﷺ مدینې ته دهجرت پرمهال د ده په کورکي  واړول او ده لره همدا فخر  او ویاړ بس  دی.

د ابو ایوب >  په کور کي د رسول الله ﷺ د راکوزیدلو او میشتېدلو یوه داسي کیسه ده چي بار، بار ذکر کول یې خوږ او لذيذ وي، هغه داسي : کله چي حضرت محمد ﷺ مدینې منورې ته تشریف یووړ، د مدینې منورې هستوګنو یې د یوښه ميلمه په ډول په زړه کي ځای ورکړ اوپه ورين تندي ورسره مخامخ شول!!

ټولو سترګي وچي ورته نیولې وې او دومره ورته ليوال وو لکه یو دوست چي بل ته مينوال وي!!

ټولو زړونه ورته خلاص کړي وو ترڅو د زړه په پردو کي ځای ورکړي .

دوی دکورو دروازې په دې نیت ورته پرانيستي وې ترڅو په ډير درنښت او يو معزز کور کي واړوي .

خورسول الله صلی الله الله عليه وسلم دمدینې په خواکي په قباء کي څلورشپې تیري کړې او دهغو شپو په ترڅ کي یې خپل هغه اول مسجد بناکړ چي پرتقوی تأسيس شوی ؤ.

وروسته له هغه ځایه پرخپله اوښه سپور راووت، ديثرب سرداران  د ده په لاره کي ولاړوو هر یوه د دې هڅه کوله چي دا شرافت ترلاسه کړي چي رسول الله ﷺ د ده په کور کي واړوي.

هر سردار يو په بل پسي اوښي ته راوړاندي کيدی او ویل یې : ای رسول الله! ﷺ  زموږ په وړاندي واړوه چي موږ به ستا امنيت په ډيروخلګو، پوره تیاري اوښه تجهیزاتو سره ونیسو.

ده به ورته وویل :«پرې یې ږ دئ دامأموره ده»

اوښه په داسي حال کي دخپل وروستي هدف په لوري تله چي دخلګو سترګي ورپسې وې او زړونه ورته خوشحالیدل، چي تریوه کوربه تیریده د هغه هستوګن به غمجن کیدل او نا امیدي به ورته رسیدله چي بالمقابل به یې د ورنژدې کورپه  زړه کي هيلي پر غوړیدو او ځليدو راتلې .

اوښه پردې وړه همداسي روانه وه، خلګ له شا ورپسې وو او دوی د دې تلوسه درلوده چي د هغه بختور کور معلوم کړي چي دا ستره ونډه یې په برخه کیږي، آن  چي اوښه هغې خلاء ته ورسیده چي د ابوایوب انصاري > دکورپه وړاندي وه او هلته یې ګونډې ووهلې !! خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ور کوز نه شو!! لږ ګړي وروسته بیرته پورته او روانه شوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم یې هم واګي ورسستي کړي وې، له لږ وخت  وروسته بیرته په خپل لومړني ځای کي چوشوه.

په دې وخت کي د ابوایوب انصاري رضی الله عنه زړه په خوښۍ پټ شو، په بیړه ورغلی،هر کلی یې ورته وکړ او د ده سامان یې ورڅخه  راواخیست  او داسي فکر یې کاوه ګواکي د دنیاټولي خزانې یې اخیستي  او دی یې خپل کورته بوت .

د ابوایوب پر کور برسیره بالاخانه جوړه وه، بالاخانه یې له خپل او خپل اهل له سامان څخه خالي  کړه تر څورسول الله صلی الله عليه وسلم په کي میشت شي .

خونبي کريم ﷺ تر بالاخانې لاندي پوړ غوره کړ، ابوایوب هم د ده  د امر امتثال وکړ او هلته یې پريښود کوم چي دده خوښه وه .

چي کله شپه شوه اورسول الله     ﷺ خپل فراش ته ولاړ ابوایوب او د میرمن بالاخانې ته وختل چي کله یې دروازه په ځان پسي بنده کړه، ابوایوب خپلي میرمنې ته وکتل او ویې ویل : خواره شې، موږ څرنګه کار وکړ؟!

آیا رسول الله     ﷺ به لاندي او موږ  به لوړ یو؟!

آیا موږ به پر رسول الله     ﷺ برسیره ګرځو؟!

آيا موږبه دنبي او وحي ترمنځ ګرځو؟!! موږ به خامخا هلاکیږو، دواړه خاوند اومیرمن  هک پک پاتي شول او دوی نه پوهیدل چي څه کوي.

د دوی دواړو  زړونو ته آرام او سکون تر هغو نه حاصليدی څو چي دبالاخانې هغه کونج ته ګوښه شول چي هغه پر رسول الله    ﷺ لوړه برابره نه وه، دوی په هغه ځای کي کيناستل اوله مينځ څخه پرکنار به تلل راتلل .

پر ابوایوب > چي کله سهار شو، نبي کريم    ﷺ ته یې وویل : والله که په دې شپه کي یاما اويا مي میرمني سترګه پټه کړې وي .

نبي کريم     ﷺ ورته وویل :«ای ابوایوبه! دا له څه کبله؟!»

ده وویل : ماته به دا رایادیدله چي زه دهغي کوټې پر سریم چي ته ترې لاندي یې، چي کله زه حرکت وکړم پرتابه خاوري او ګردونه درتوی شي، ضرر به درته ورسيږي ، بل داچي زه د وحی او ستاترمنځ وګرځيدم .

نبي کريم ﷺ ورته وویل : «ابوایوبه! ابوایوبه خبره پرځان مه درنه وه،او دا له موږ سره ښيګڼه وبوله چي موږ په لاندي پوړ کي يو ځکه موږته خلګ ډیرځي راځي».

ابوایوب رضی الله عنه  وویل : ماهم د رسول الله     ﷺ دامر امتثال وکړ آن چي یوه یخه شپه وه، زموږ د اوبوکوزۍ ماته او اوبه یې په بالاخانه کي وبهیدې، زه او أم ایوب اوبوته ودریدو یوازي له هغه څادره چي په کښي ویده کيدو بل څه راسره هم نه ؤ، موږله دې ويري هغه اوبه پرې وچولي چي رسول الله    ﷺ ته ورتوی نه شي.

چي سبا شو رسول الله    ﷺ ته راغلم او ورته ومي ويل : مور اوپلار مي درجارکړې، زه دا بده ګڼم چي ترتا پورته یم اوته ترمالاندي یې، وروسته مي دکوزۍ کیسه ورته وکړه، ده مي هم خبره ومنله اوبالاخانې ته وخوت زه اوأم ایوب لاندي پوړته راکښته شوو.

نبي کریم    ﷺ  د ابوایوب     ﷺ په کور کي قريب اووه میاشتي ميشت ؤ، چي بالاخره په هغه ميدان کي یې مسجدجوړ کړي چي اوښه پکښي چوشوې وه، وروسته نوموړی     ﷺ هغوخونوته ورغلی چي دده او دمیرمنو لپاره یې دمسجدشاوخوا جوړي شوي وې او نور دابوایوب رضی الله عنه ګاونډی شو، څومره قدرمن ګاونډیان وو.

ابوایوب رضی الله عنه  له رسول الله     ﷺسره دومره مینه کوله چي زړه یې پرې بایللی ؤ او رسول الله    ﷺ هم ورسره دومره مینه درلوده چي دابوایوب او دده ترمينځ یې مکلفوالی له مينځه  وړی ؤ  او ده به دابوایوب > کورته دخپل کور په سترګه کتل .

حضرت ابن عباس رضی الله عنه حدیث بیان کړ او ویې ویل : یوه ورځ  په ټکنده غرمه حضرت ابوبکر > مسجد ته راوتلی ؤ، حضرت عمر >  وليد او ورته ویې ویل : ای ابوبکره >! دا وخت څه شئ را په مخه کړی یې؟!

ده وویل : بل څه نه یم را ایستلی له سختي لوږي پرته .

عمر رضی الله عنه : زه هم له لوږي پرته بل څه نه یم راپه مخه کړی.

دوی په داسي حال کي وو چي رسول الله      ﷺ هم ورته راووت او ورته ویې ویل : «دا وخت څه شئ راپه مخه کړي یاست».

دواړو ورته وویل : والله، یوازي او یوازي دې رااستلي يو چي له ډيري لوږي مو په نس کي هيڅ نشته.

نبي کريم    ﷺ ورته وویل : «په هغه ذات دي مي قسم وي چي زمانفس یې په لاس کي دی زه هم له دې پرته بل څه نه یم راایستلی، له ماسره راځئ».

دوی روان شول د ابوایوب انصاري رضی الله عنه  دروازې ته راغلل، ابوایوب رضی الله عنه به هره ورځ نبي کريم    ﷺ ته خوراک ساتی، خو چي کله به رسول الله     ﷺ ځنډ وکړ او دخوراک پرمهال به نه وو راغلی؛ نو د ده کورنۍ به وخوړ.

دوی چي دروازې ته ورغلل أم ایوب >  ورته راووتله او ویې ویل : نبي    ﷺ او ورسره کسان دي هر کله راشي، نبي کريم    ﷺ ورته وویل:«ابوایوب چیري دی؟» ابوایوب > د رسول الله    ﷺ ږغ واورید، نوموړي  په هغو خرماوو کي کار کاوه چي دلته نژدې وې، په منډه د دوی خواته راغی او ویې ویل : رسول الله     ﷺ او ورسره ملګري دي هر کله راشي، وروسته یې ورپسي زیاته کړه: ای دخدای نبي    ﷺ! دا هغه وخت نه دی چي ته به راتلې،نبي کريم    ﷺ ورته وویل: رښتیاوایې، وروسته ابوایوب > خپلو خرماوو ته ولاړ، یوداسي واښکي یې راپرې کړل چي پخې او غوره خرما وي پکښې وې، نبي کريم    ﷺ ورته وویل:«مانه غوښتل چي دا راپرې کړې بلکه موږ ته خرما ورڅخه راوڅنډه».

ده وویل : زه داخوښوم چي وچي، لندې او غوره خرماوي ورڅخه وخورئ او زه به اوس پسه هم درته حلالوم .

نبي کريم     ﷺ وویل:«که چیري حلالونه کوې؛ نودشیدو والاچي حلاله نکړې» ابوایوب رضی الله عنه یو مرغومی راونیو او حلال یې کړ، وروسته یې خپلي میرمني ته وویل : خمیر جوړ او ډوډۍ راپخه کړه ځکه ستا په ډوډۍ پخولو کي مهارت تر مازیات دی، وروسته یې نیمایې مرغومی واخیست او پوخ یې کړ او نیمایې یې کباب کړ، کله چي ډوډۍ پخه سوه، دنبی     ﷺ  او دده ملګرو په وړاندي کيښودله شوه، نبي کريم    ﷺ یوه ټوټه له مرغومی راپرې کړه په ډوډۍ کي یې کيښوده او ویې ویل : «داټوټه په منډه فاطمې رضی الله عنهاته ور وړه ځکه ډير وخت یې دا وړ خوراک نه دی خوړلی».

دوی چي کله خوراک وکړاو ماړه شول نبی کریم    ﷺ وویل :« ډوډۍ، غوښي، وچي، لندې او غوره خرماوي!!»سترګویې اوښکي وکړې او ویې ویل:«زما دي په هغه ذات قسم وي چي نفس مي دده په ولکه کي دی داهغه نعمتونه دي چي له تاسو به یې دقیامت په ورځ پوښتنه وشي، چي کله داپيداکړئ او لاسونه وراچوئ نو وایاست : بسم الله او چي کله ماړه شئ نوبیا داسي وایاست : اَلْحَمْدُ لِلهِ الذَّیْ هُوَ اَشْبَعْنَا وَاَنْعَمَ عَلَيْنَا فَاَفْضَلَ.

وروسته رسول الله     ﷺ ولاړ شو او ابو ایوب > ته یې وویل: «سباراشه».

دنبي کريم   ﷺ داعادت شريفه ؤ چي هر چا به نیکي ورسره وکړه نودابه یې غوره بلله چي دهغه عمل بدله ورکړي خو ابوایوب رضی الله عنه دا وانه وریدل .

حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل : ای ابوایوبه! نبي کريم   ﷺ تاته امر کوي چي سباورشې .

ابوایوب رضی الله عنه وویل : درسول الله    ﷺ خبره مي په غوږ کي نیولې اوپه سترګومنلې ده.

چي کله سباورځ شوه ابوایوب رضی الله عنه نبي کريم   ﷺ ته ورغلی، نوموړي ته یې یوه کوچنۍ مینځه ورکړه چي دده خدمت وکړي  او ورته ویې ویل :«ای ابوایوبه > ! د دې په اړه دخیر وصیت غوښتنه  درڅخه کوم ترڅوچي له موږ سره وه له خیر پرته بل څه مو ورڅخه ليدلي نه دي».

ابو ایوب انصاري رضی الله عنه په داسي حال کي خپل کور ته راستون شو چي مينځه ورسره وه. أم ایوب چي کله هغه وليده ویې ویل : ابوایوبه! دادچاده؟

ده وویل : زموږ ده داخاص رسول الله ﷺ راته هبه کړه .

دې ورته وویل : څومره ښه هبه کوونکی او څومره ښه هبه.

ده ورته وویل : د دې په اړه یې موږته دخیرتوصیه کړې .

دې ورته وویل: موږ به څه ورسره وکړو ترڅو د رسول الله    ﷺ وصيت پرځای شي؟

ده وویل : والله که  زه درسول الله     ﷺ د وصیت پر  ځای کولولپاره تردې بله غوره لاره وینم پرته له دې چي آزاده یې کړم.

دې ورته وویل : سمه  لاره درته معلومه شوه ته بریمن یې!! وروسته یې آزاده کړه.

دا د ابوایوب انصاري رضی الله عنه د ژوند ځيني خاطرې وې، دکور او ډاډ په وخت کي، خو که ته غواړي چي دده له ځينو جنګي کارناموڅخه خبر شې ډيري به عجیبه درته معلومي شي .

ابو ایوب > خپل ټول ژوند په غزا کي تیر کړ آن چي د ده په اړه ویل شوي چي نوموړي په هغوټولوغزاګانو کي ګډون درلود چي مسلمانانو د رسول الله     ﷺ د وخته رانیولې بیا دحضرت معاویه تر دورې پوري کړي وې، یوله هغي غزاپرته چي دی به په یوه مشغوله اوبله ورڅخه تیره شوې وي .

دنوموړي تر ټولو وروستنۍ غزاهغه وه چي کله حضرت معاویه دخپل زوی يزیدپه مشري کي لښکر تیار او دقسطنطنیه دفتحې لپاره وليږي، ابوایوب > دامهال دلوی سِن سپین ږیری ؤ او د ده عمر تقريباً ایتاکاله تیر شوي وو خوبیاهم دومره لوړ عمر له دې ایسارنه کړ چي ديزید تر بیرغ لاندي ولاړشي او یاد دریاب ستري څاپوګاني د ده دغزا خنډ وګرځي.

له دښمنانو سره دجګړې دتیاري ډیر وخت لا تیرشوی نه ؤ چي ابو ایوب > په داسي رنځ اخته شو چي جګړې ته له تللو څخه یې ایسارکړ، حضرت يزید دعیادت په منظور ورته راغلی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: ای ابوایوبه! څه ضرورت لرې؟

ده ورته وویل : زماسلام پر اسلامي جنګيالانو وایه او ورته ووایه: ابوایوب تاسوته داوصیت کوي چي د دښمن په مځکه کي ترخپل وروستني هدف پوري ولاړشئ او دی درسره واخلئ ،نوموړی ترخپلو پښولاندي دقسطنطنیه د دیوالوپه وړاندي ښخ کړئ، له دې سره يي خپل روستني پاک نفس له خولې وووت .

اسلامي لښکرو د ده د هیله پوره کولوته لبیک ووایه او د دښمن پر لښکر یې یوپه بل پسي بریدونه وکړل، آن چي دقسطنطنیه تر دیوالو پوري په داسي حال کي ورسیدل چي ابوایوب انصاري > یې له ځان سره اخیستی ؤ،هلته یې نوموړي ته قبر وکیندی اوپه کښي پټ یې کړ.

لوی خدای ﷻ دي پر ابو ایوب انصاري >  باندي رحم وکړي، نوموړي د خدای ﷻ دجهاد اوغزا په لاره کي په داسي وخت او حال کي ساه ورکړه چي عمر یې اتیاته نژدې او دجنګ د تکړه آسونو پرشا سپور ؤ، آمین .

 

له (صور من حياة الصحابه )کتاب څخه

را أخيستنه : مولوي ميرزامحمد شکيب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.