
ترکيې ۷۹ ناقانونه افغان او پاکستاني کډوال نيولي دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د راپورونو پر اساس، د ترکيې هېواد ځواکونو په ايرداخان ولايت کې ۷۹ تنه ناقانونه افغان او پاکستاني کډوال نيولي دي.
د ترکيې د چټکو ځواکونو مسئولين وايي، دغه کسان د قارس او ارداخان ولايتونو په لويه لاره د اولچک په سيمه کې نيول شوي دي.
د چارواکو په وينا، دغې کسانو غوښتل د ايران له لارې په ناقانونه توګه ترکيې او نورو اروپايي هېوادونو ته تېر شي.
دوی وايي، له کډوالو سره يې د هغوی قاچاقبران هم نيولي دي او زياتوي چې ياد کډوال د بېرته ستنولو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستانيانو په ګډون زرګونه افغانان د ايران له لاري په قاچاقي ډول ترکيې ته اوړي او له هغې ځای څخه بيا نورو هېوادونو ته په سختو لارو او دريابونو کې سفر کوي.
په هېواد کې د نا امنۍ، بې کارۍ او د اقتصادي مشکلاتو له کبله ډيری افغانانو اروپا ته په تلونکي سفر کې ژوند له لاسه ورکړی چې ځينې رسېدلي خو يو شمير يې د مديترانې په سمندر کې ډوب شوي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې (يو اين اچ سي آر) د شميرو له مخې، له ۲۰۱۴م کال راهيسې د مديترانې په سمندر کې له لس زره کسانو څخه زيات غرق شوي دي.
الله تعالی دې دوﺉ حفاظت وکړی