بلک واټر ولي د افغانستان د کانونو امنیت ساتلو وړاندیز د امریکا خارجه وزارت ته کوي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د خبري رسنیو د خبر په حواله بلک واټر کمپني د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه د افغانستان د کانونو امنیت ساتلو غوښتنه کړې چې د هغوئ له غوښتنې سره سم د ګډ حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې دوي د ټولو بهرنیانو په خاص ډول د امریکایانو دغې غوښتنې هرکلی کوي.

د باوري سرچینو په استناد د بلک واټر کمپنۍ مشر ایریک پرنس د دې کار لپاره په کابل کې خپل دفتر هم پرانيستى او دوه تنه افغانان یې د خپلو مشاورینو په حیث توظیف کړي دي.

د بلک واټر کمپنۍ لخوا د افغانستان د کانونو د امنیت ساتلو په وړاندیز کې دوې خبرې ډیرې د تأمل وړ دي:

لومړی دا چې هغوی ولي د افغانستان د کانونو د امنیت ساتلو وړاندیز د افغانستان د ګډ حکومت په ځای د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته کوي؟

او دوهم دا چې بلک واټر چې یوه بد نامه او د اجرتي قاتلینو جګړه ماره کمپنۍ ده پر هغې باندې تر کومه حده د افغانستان د کانونو ساتلو باور کیدای شي؟

امریکایانو د ګډ حکومت غله او مزدور چارواکي دومره له پامه غورځولي چې حتی په نمایشي ډول هم د افغانستان مربوط په داخلي چارو کې هغوی ته د افغانستان د چارواکو په سترګه نه ګوري بلکې د افغانستان د اړونده چارو په اړه خپل وړاندیزونه مستقیما امریکايي چارواکو ته کوي او د ګډ حکومت همدا مزدور چارواکي بیا مجبوروي چې د امریکایانو د دغو وړاندیزونو هر کلی وکړي.

د بلک واټر کمپني اجرتي قاتلین چې په افغانستان کې د ډیرو ولسي وګړو په وژلو کې ښکیل او په بشر ضد جرائمو کې نوم لري په عوض د دې چې په افغانستان کې د افغانانو د وژلو په جرم محاکمه شي دوئ غواړي د افغانستان د قیمتي زیرمو (کانونو) امنیت ساتلو امتیاز تر لاسه کړي.

ګډ حکومت د امریکايي منافعو د مدافع په توګه د دې په ځای چې د افغانانو قاتلین د قتل او اوحشت په تور مجازات کې د سپینې ماڼۍ په دستور د هیواد د کانونو او طبیعي زیرمو مسؤلیت ورته سپاري.

امریکایان هم چې د دغه حکومت پوځي او سیاسي حمایت کوي یواځینی هدف یې د دغو کانونو لوټل او له هغو څخه د خپلو جنګي لګښتونو پوره کول دي.

بلک واټر اجرتي قاتلین د امنیت او ثبات په نوم څه نه پیژني هغوی غواړي د افغانستان د کانونو امنیت ساتلو په پلمه د هغو غلا او چور کولو ته لاره جوړه کړي چې ګډ حکومت به یې د شریک جرمي په حیث حتما ورسره موافقه کوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

چرا بلک واتر برای امنیت چیزی را پیشنهاد بکند این است استعمار و رضالت و بی ناموسی استعمار از خاک که حبثیت مادر رادارد اجنبی ها چنه بازی می کنند

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

دا حکومت خو غلام حکومت دی غلام د بادار مخ کی کله دریدلی شی اوس زمونږ افغانستان یو اشغال شوی ملک دی یوازی امریکا دا حق لری چی ددی هیواد مسولیت ولری او بس ،

احمد
میلمه
احمد

پکار ده چی تمامی دوطن رسنی دا موضوع خبل سر لیک وګرځوی تر څو هغه نا پوه خلک هم پوه شی چی دا ملک ته دوی تسخیر اشغال نه وایی نو چی ورته تر دی به اضافه اشغال ستاسو به فکر ځه ته وایی چی معدنی زیرمی دافغانستان او دساتنی (لوټ) اجازه یی د امریکی نه ا خیستل کیږی کله به پوهیږی او نا پوهه خلکو