ورزش

د دولت ځدراڼ هیټریک د کمو منډو په بدل کې ویسټ انډیز مات کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸ کب، ۱۳۹۶ل): افغانستان د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د دولت ځدراڼ په غوره توپ اچونه ویسټ انډیز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې دولت ځدراڼ د ویسټ انډیز درې لوبغاړي پرلپسې وسوځول او هیټریک یې ترسره کړ.

افغانستان د ویست انډیز پر وړاندې په یوه تمریناتي لوبه کې ۱۶۳ منډې جوړې کړې، خو د D/L میتوډ له مخې د ویسټ انډیز لپاره د ۱۴۰ منډو هدف وټاکل شو ځکه چې یاده لوبه د ورښت له امله ۳۵ اورونو ته را ښکته شوه.

د افغانستان لوبډله په پېل کې له سخت فشار سره مخ شوه او په کمو منډو یې ډیرې ویکټې له لاسه ورکړې، محمد شهزاد صفر، احسان الله ۸، جاوید احمدي ۲، رحمت شاه ۱۰، ناصر جمال ۱۳، نجیب ځدراڼ ۲، محمد نبي ۱۴ او شرف الدین اشرف ۱۳ منډې جوړې کړې.

ددوی له لورې ګلبدین نایب تر ټولو زیاتې ۴۸ منډې جوړې کړې، همدا ډول سمیع الله شینواري هم په داسې وخت کې چې افغانستان پرلپسې ویکټې له لاسه ورکولې په زړه پورې دفاعي لوبه وکړه او له ګلبدین نائب سره یې غوره ملګرتیا ترسره کړه، نوموړي په ۵۵ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډله د ۱۴۰ منډو هدف په بدل کې د ټولو لوبغاړو په سوځولو ۱۱۰ منډې جوړې کړې، چې دولت ځدراڼ په داسې وخت کې چې ویسټ انډیز لوبډلې ته کمې منډې پاتې وې پرلپسې درې لوبغاړي وسوځول او په بریا کې يې ځانګړی رول ولوباوه.

همدا ډول راشد خان هم وروستۍ دوه ویکټې ترلاسه کړې او د ۲۹ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه.

دولت ځدراڼ ۴، محمد نبي ۱، شاپور ځدراڼ ۱، شرف الدین او راشد خان ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x