پخوانیو پیغمبرانو دین او دعوت

عبد الباسط عبد الصمد

د مختلفو ادیانو اتباع کوونکې د اسلام د نه منلو یو عټ لامل او دلیل چې د خپل ځان او ټولنې لپاره وړاندې کوي هغه دا چې د اسلام دین په رسول الله صلی الله علیه وسلم رانازل شوی چې څوارلس سوه کاله تاریخ لري او بس، هره ډله خپل دین ته جلا جلا نومونه ورکوي، وایې: زمونږ دینونه د اسلام نه ډیر مخکې راغلي او مونږ پرې ایمان لرو تابعداري یې کوو، مګر الله تعالی د آدم علیه السلام نه تر محمد صلی الله علیه وسلم پورې ټول مسلمانان او د اسلام د دعوت لپاره رالیږلي، الله تعالی په سورت آل عمران ۸۵ آیت کې فرمایي: (وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ). ژباړه: چا چې د اسلام نه بغیر د بل دین طلب وکړ، هیڅکله به ورنه قبول نه شي، او په اخرت کې به د تاوانیانو نه وي.

په سورت شوری ۱۳ آیت کې الله فرمایي: (شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰ ۖ أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ ۚ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ ۚ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ). ژباړه: مقرر کړی دی تاسو ته ددین نه په هغه چې امر کړی وو نوح ته، او تاته مو وحي کړی په هغې سره، او هغه چې پوخ حکم مو کړی وو ابراهیم موسی او عیسی علیهم السلام ته چې کلک کړي دین او اختلاف مه جوړوئ په دین کې، مشرکانو باندې ډیر سخت دی هغه چې تاسو بلنه ورکوې، الله به راکش کړي هغه څوک خپل دین ته څوک یې چې خوښ شي، او هدایت به ورته ورکوي هغه چا لره چې حق ته ورګرځي.

په ټولو اسمانې کتابونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راتللو وړاندوینه شوی، عیسی علیه السلام خپل امت ته د محمد صلی الله علیه وسلم د راتلو زیری ورکړی، الله تعالی په سورت الصف ۶ نمبر آیت کې فرمایي: (وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ). ژباړه: کله چې عیسی د مریم زوي وویل یا بني اسرائیلو په تحقیق سره زه تاسو ته د الله له لورې رالیږل شوی یم، تصدیق کوونکې یم د هغه کتاب (تورات) چې زما نه مخکې نازل شوی، او زیری ورکونکې یم په رالیږلو د پیغمبر چې زما نه وروستو به وي، نوم به یې احمد وي، خو کله چې دوی ته ښکاره معجزي راوړل شوی، دوی وویل دا ښکاره سحر دی.

محمد صلی الله علیه وسلم د راتللو او نبوت ورکولو زیرې ټولو پیغمبرانو خپلو امتونو ته ورکړی، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه دا عهد ځینې اخیستل شوی چې که چرته ددوی په ژوند محمد صلی الله علیه وسلم راغلو نو ایمان به پرې راوړي، مدد به یې کوي او تابعداري به یې کوي، الله تبارک وتعالی په سورت آل عمران ۸۱ او ۸۲ آیتونو کې فرمایي: (وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النّبِيّيْنَ لَمَآ آتَيْتُكُم مّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمّ جَآءَكُمْ رَسُولٌ مّصَدّقٌ لّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنّ بِهِ وَلَتَنصُرُنّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَىَ ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُوَاْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُمْ مّنَ الشّاهِدِينَ فَمَنْ تَوَلّىَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ). ژباړه: کله چې الله تعالی د پیغمبرانو نه پوخ عهد واخیستو چې تاسو ته کتاب او حکمت درکوم بیا راشي تاسو ته پیغمبر (اخري) نو تاسو به ضرور د هغه او د هغه د کتاب تصدیق کوونکې او مددګاران شئ، الله ورته وفرمایل: آیا تاسو زما په وعدو اقرار وکړو، او تاسو زما دا وعده قبوله کړه؟ دوی وویل: مونږ اقرار کوو، الله وفرمایل: تاسو شاهدان او سئ او زه هم تاسو سره ددې شاهد یم. پس چا چې مخ وګرځولو وروسته ددې نه نو دوی فاسقان دي.

ابن عباس رضي الله عنه ددې په تفسیر کې فرمایي: هیڅ یو پیغمبر نه دی مبعوث شوی مګر د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په اړه ورڅخه عهد اخیستل شوی، که چرته محمد مبعوث شو او دا ژوندې وو نو ایمان به پری راوړي او مدد به یې کوي، د خپلو امتونو نه به هم په نوموړې د ایمان راوړلو او مدد کولو عهدونه اخلي. تفسیر ابن کثیر.

اسلام دوه معناوې لري، یوه خاص معنی د کومې مقصد چې د محمد صلی الله علیه وسلم شریعت دی، بله عامه چې خاص الله ته تسلیمیدل، یو یې ګڼل، متابعت یې کول، د شرک که وړوکې یا لوي وي بیزاري ښودل، په دې معنی سره ټول انبیاء کرام علیهم السلام مسلمانان وو، ځکه هغوي په الله ایمان لرلو، یو یې ګڼلو، اطاعت یې کولو، د شرک او اتباعو نه بیزاره وو، همدارنګه الله تعالی د ټولو انبیاو په اړه بیان کړی چې ټول مسلمانان او دین یې اسلام وو، د ابراهیم علیه السلام له اړخه فرمایي: (إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ). البقرة: ۱۳۱. ژباړه: کله چې ورته وویل رب دده چې تسلیم شه، ورته یې وویل: د ټولو مخلوقاتو رب او پالوونکې ته تسلیم شوی یم.

بل ځاي کې د ابراهیم علیه السلام په هکله الله تعالی فرمایي: (مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَٰكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ). آل عمران : ۶۷. ژباړه: نه وو ابراهیم یهودي او نه نصراني لکن هغه کلک موحد او مسلم وو، او نه وو د مشرکانو نه.

د نوح علیه السلام په باره کې فرمایې: (وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ). يونس: ۷۲. ژباړه: او ماته امر شوی چې شم د مسلمانانو نه.

یوسف علیه السلام له خوا فرمایي: (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ). يوسف:۱۰۱. ژباړه: وفات مې کړه مسلمان او یو ځاي مې کړه د نیکانو سره.
د سبأ د ملکي نه ذکر کوي: (وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ). النمل: ۴۴. ژباړه: او اسلام مې راوړې د سلیمان سره په هغه الله چې پالونکې دې د ټولو مخلوقاتو.

همدارنګه د فرعون د ساحرانو په هکله کله یې چې اسلام راوړلو فرمایي: (رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ). الأعراف: ۱۲۶. ژباړه: ربه زمونږ راتوي کړه په مونږ صبر، او وفات مو کړه مسلمانان.

د عیسی علیه السلام د حواریونو په باره کې فرمایي: (آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ). آل عمران: ۵۲. ژباړه: ایمان مو راوړی په الله او ګواهي ورکوو چې مو مونږ مسلمانان یو.

دغه موضوع کې ډیر ایاتونه شته، د انبیاو ترمینځ اختلاف په تشریعاتو کې وو، د موسی علیه السلام قوانین او شریعت د عیسی علیه السلام نه مختلف وو، د عیسی علیه السلام شریعت د محمد صلی الله علیه د شریعت نه مختلف وو، ځکه محمدي شریعت د ټولو قوانینو او شرایعو ختموونکې او منسوخ کوونکې دې، الله تعالی فرمایي: (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا). سورت المائده: ۳. ژباړه: نن ورځ مې پوره کړ تاسو ته ستاسو دین، او خپل نعمت درته تمام کړ، او غوره کړی مې دی تاسو ته د اسلام دین.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (بعثت لأتمم مكارم الأخلاق)، ژباړه: زه مبعوث شوی یم چې تاسو ته ستاسو دین پوره او مکمل کړم.

یهودیت او نصرانیت نسبت اصل ته شوی دین ته نه! طاهر بن عاشور رحمه الله په التحریر والتنویر کې وایي: نصاری اسم جمع ده د نصری یا ناصري، چې نسبت یې د ناصره کلي ته کیږي په کوم کلي کې چې مریم علیها السلام لویه شوی، وروسته بیت المقدس ته لیږل شوی، خو عیسی علیه السلام په بیت اللحم کې زیږیدلې، له دې وجې نه بنو اسرائیل ځانونه د ناصري یا نصری مددګاران او مرستندویان ګنې، ځکه نصاری ونومول شو.

همدارنګه یهودو نسبت هم یهوذا د یعقوب علیه السلام ځوي ته کیږي، طاهر بن عاشور وایي: دا نوم د سلیمان د وفات چې په کال ۹۷۵ د میلاد نه مخکې وو بني اسرائیلو ته منسوب شوی او وروسته زیات مشهور شو.

نصاری د عیسی علیه السلام په دین وو چې هغه اسلام دې، لکه د عیسی علیه السلام حواریینو چې ویل: (آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ).

د موسی علیه السلام اتباع کوونکي هم د اسلام په دین باندې وو، موسی علیه السلام دوی اسلام ته رابلل، فرمایي: (وَقَالَ مُوسَى يَا قَوْمِ إِنْ كُنْتُمْ آَمَنْتُمْ بِاللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُسْلِمِينَ). سورت یونس ۸۴ آیت. ژباړه: وویل موسی علیه السلام یا قومه: که چرته تاسو ایمان راوړی وي په الله نو په هغه توکل وکړئ نو تاسو به د مسلمانانو نه شئ.

هغه ټول پیغمبران کومو چې په تورات انجیل زبور او نورو اسماني کتابونو خپلې پریکړی کولې مسلمانان وو، مګر د احکامو په کم اختلاف سره چې د یو وخت قوانین او تشریعات به د بل وخت سره یو شان نه وو، خو کله چې الله تبارک وتعالی د اسلام د پوره کیدلو اراده وفرمایله او دا نعمت یې په خپلو بندګانو ولوروه نو محمد صلی الله علیه وسلم یې په اسلام سره مبعوث کړ، ټول احکام او شرائع یې ورپوره کړل، اسلام د الله لخوا حق دین دی چې ټول پیغمبران ورته دعوت کولو خو د محمد صلی الله علیه وسلم په راتلو سره یې اسلام کامل او پوره کړ.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

کور دی ودان وروره جزاکم الله احسن جزا په دی ښکلی مالوماتو دی

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم.
مریم علیه السلام نه بلکه
مریم علیها السلام