شعـــــرونه

ژړیږم/عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

ستاغمونو کې راګیر یم، ستا غمونو کې ژړیږم
لپې خدای ته مې نیولي، ستا دردونو کې ژړیږم

ستا فریاد مې اوریدلی، تاته نه یم رسیدلی
هیر مې نه یې په والله چې، په اهونو کې ژړیږم

نشته اوس صلاح الدینه، چې تر تا پورې دردرومي
خو یو چاته مې زړه ښه ده، ستا فکرونو کې ژړیږم

ستا فریاد تر هغه وړمه، ستا فریاد به رسومه
زما طالب اشنا ته وایم، ستمونو کې ژړیږم

ستا بدل به ترینه اخلي، ستا کسات به ورپرینږدي
اخ! د شام مظلومه وروره، ستا یادونو کې ژړیږم

له ژړا مې ستونی ډک ده، اوښکې وچې مې د سترګو
اوس له سترګو وینې څاڅي، ستا خیالونو کې ژړیږم

ستا لپاره ملامت یم، ملامت یم ملا مت یم
وس یې نشته د عاکفه، آن خوبونو کې ژړیږم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
matinsafi

ډیر ښایســــته مـــــعـــلومات شیر وی، ملګرو ډیره زیره زیاته مننه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx