افغانستان

له ګوانتانامو زندانه د پنځو طالب مشرانو د خلاصېدو په باب د اسلامي امارت خبرپاڼه

په ډېرې خوښۍ سره ټول ولس، په ځانګړي ډول د اسلامي امارت مجاهدینو، او د نوموړو پنځو تنو مشرانو کورنیو، خواخوږو او خپلو خپلوانو ته زیری ور کوو، چې د افغانستان د اسلامي امارت پنځه تنه مشران هر یو: محترم ملا محمد فاضل آخوند، محترم ملا نور الله نوري، محترم ملا خیر الله خیرخواه،  محترم ملا  عبد الحق وثیق، محترم مولوي محمد نبي، چې له دیارلسو کلونو راهیسي د ګوانتانامو په زندان کې زندانیان وو، لومړی د لوی الله جل  جلاله په فضل او مهربانۍ، او بیا د سرښندونکو او اتلو مجاهدینو دقربانیو په نتیجه کې آزاد شول!

نوموړي پنځه کسان د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د غیر مستقیمو  خبرو په ترڅ کې، چې له څه مودې راهیسې روانې وې، د قطر هېواد په منځګړيتوب آزاد شول، دوی به په قطر هېواد کې له خپلو کورنیو سره هستوګن وي، او خپل ژوند به پر مخ وړي.

د یادونې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلو پنځو تنو مشرانود آزادۍ په بدل هغه یو تن امریکايي عسکر چې تقریبا له پنځو کلونو راهیسې ور سره بندي و، امریکې ته وسپارلو.

د اسلامي امارت پنځه تن مشران نن د شنبې په ورځ ماسختن د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷ بجو د قطر هېواد هغه پلاوي ته وسپارل شول، کوم چې له درې ورځو راهیسې په ګوانتانامو کې د نوموړو بندیانو د ور سپارلو لپاره هلته منتظر و،  نوموړی هیئت د اسلامي امارت له پنځو ته آزاد شویو بندیانو سره نن د ماسختن په ۱۰ بجو او ۳۰ دقیقو را روان شوی، چې سبا ته د قطر هېواد ته را ورسېږي، او په قطر کې به د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر او رهبرۍ شورا غړي د نوموړو پنځو تنو مشرانو هر کلی وکړي.

  همدا رنګه د امریکې بندي بروګډال نن د شنبې ورځ د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې د خوست ولایت په اطرافو کې مقابل لوري ته ور وسپارل شو.

د افغانستان اسلامي امارت له ډېر وخت راهیسې په دې هڅه کې و، او لا دی چې ټول هغه افغاني اسیران چې د هېواد په دننه کې دي، او که بهر زر تر زره را خلاص او د آزادۍ له ستر اولوی نعمت څخه برخمن شي.

د افغانستان اسلامي امارت په راتلونکي هم هوډ لري چې په زندانونو کې پراته  مجاهدین زر تر زره آزاد شي. او په دې اړه له ټولو نړیوالو حقوقي او بشري ټولنو څخه، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو څخه هیله لري، چې د انساني خواخوږۍ له مخې په دې اړه له افغان ولس او اسلامي امارت سره خپلې هڅې همغږې کړي. تر څو ټول بندیان د آزادۍ له خپل قانوني او انساني حق څخه برخمن شي، او د خپلې خوښې ژوند وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۸/۲هـ ق

۱۳۹۳/۳/۱۰هـ ش ــ 2014/5/31م

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x