
د سوريې ناورين / الحاج بریالی
الحاج احمد(بریالی)
ترلېمو مي اوښکي ځي د زړه له مات
چنګېزي لښکر پر شام کړ عرصات
د غازی سلطان زنګي قام یې تباه کړ
یرغمل کړ تور صلیب اب د حیات
ایوبي سلطانه پورته شه له خوابه
ستا پر کلي د بمونو برسات
تاندي هیلي په باروتو لولپه سوې
درد و غم کړ ویر لړلی عرفات
غزنوي سلطانه لیچي دي رابډ وهه
زلزله شه پر ماڼۍ د سومنات
احمدشاه بګړۍ دي مه ایږده له سره
مرهټیان بیا قدم ږدي په خراجات
د معصومو ماشومانو پرقاتل بیا
ژر جاري کړه زموږ د وینو مجازات
په دردو یې کردګاره ګرفتار کړه
خوار احمد کوي باداره مناجات