دیني، سیرت او تاریخ

د ایمان د کمزورتیا نښې او وسایل کوم دي؟

راټولونه: لطف الله “یوسفزی”

۱- د صالحو او نيک عمله کسانو څخه لرېوالی:

د نيکو او صالحو کسانو د ملګرتيا په وجه صالح عمل او ايماني قوت لاس ته راتللی شي او د هغوی د عمل، اخلاقو او ښو صفاتو څخه سړی ګټه تر لاسه کولای شي؛ خو که چېرې څوک له دا ډول نيکو او صالحو خلکو څخه لرې شي، په زړه کې د سختۍ احساس کوي.

صحابه کرامو د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته څو حالته احساس کړل چې خپله داسې بيانوي:

(زمونږ زړونه معيوب او تغير شول) هغوی داسې تنهایي او وېرې وپوښل چې، بيان يې ناممکن دی، هغوی خپل مربی، معلم او مشر له لاسه ورکړ او هغوی په داسې حالت کې وو لکه (بې چوپانه رمه) په توره او باراني شپه کې.

مګر رسول الله صلی الله عليه وسلم پر خپل ځای داسې ملګري پرېښودل چې، هر يوه يې د هغه صلی الله عليه وسلم پر ځای د ځای ناستي غوره لياقت درلوده. نن هم مسلمانان تر بل هر وخت يو داسې مشر او لارښود ته ضرورت لري چې د تقوی، اخلاقو او عدل نمونه وي، تر څو ټول مسلمانان پرې را ټول او نږدې شي.

الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته حکم کوي چې، د نيکو او صالحو سره ملګرتيا غوره کړئ:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ» (التوبه: ۱۱۹)

ژباړه:
-ای مؤمنان له الله څخه وويريږئ او له صالحانو خلکو سره ملګري شئ!

۲- زيات وخت له ايماني ماحول څخه لريوالی:

د ايماني ماحول څخه لريوالی د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي، الله تعالى فرمايي:

«أَلَمْ یَأْنِ لِلَّذِینَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا یَکُونُوا کَالَّذِینَ أُوتُوا الْکِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَکَثِیرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ»
(حدید: ۱۶)

ژباړه:
-آيا مؤمنانو ته هغه وخت نه دی را رسيدلی چې، د الله ذکر او نازل شوي حق ته یې زړونه نرم شي؟ او د هغو کسانو په شان نه شي چې وړاندې کتاب ورکړ شوی وو؛ خو چې اوږد وخت پرې تير شو، نو زړونه يې کلک او ډير له دوی څخه فاسقان دي.

دا آیت شريف په ښه شان دې مطلب ته اشاره کوي چې، د ايماني ماحول څخه زيات وخت لرېوالی په زړه کې د ايمان د ضعف سبب ګرځي، د مثال په ډول يو کس چې زيات وخت له خپلو ديني وروڼو او ملګرو لرې وي، ګواکې له ايماني ماحول څخه چې دا د هغه تر سيورې لاندې ژوند کولو او د هغوی څخه يې د زړه قوت او ايماني نور اخيست لرې دی.

مؤمن يو خاص صفت لري هغه دا چې، معمولاً د ځان د مشغولتيا پر ځای د نورو مسلمانانو سره د ناستې او ملګرتيا تابيا لري.

حسن بصری رحمه الله وايي: زمونږ په نزد زمونږ وروڼه زمونږ د اهل او کور نه زيات ارزښت او ګټه لري؛ ځکه زمونږ اهل مونږ ته د دنيا ياد کوي مګر زمونږ وروڼه مونږ د آخرت طرف ته متوجه کوي.

نو هر کله چې سړی د سفر يا کوم دنيوي مصروفيت يا بل څه وجه زيات وخت د ايماني ماحول څخه لرې شي، د هغه په زړه کې د همغه شغل محبت ځای نيسي زړه يې کلک او تور ګرځي او د هغه په زړه کې د ايمان نور کمزوری ګرځي، دا حالت معمولاً هغه وخت منځ ته راځي چې، سړی په لرې سفر چيرته تللی وي، يا يې بل ځای ته کوچ کړی وي او د دنيا په چارو زيات مشغول شي.

۳- د ديني علومو د زده کړې او مطالعې څخه لرېوالی:

له نيکمرغه زيات اسلامي کتابونه وجود لري چې، د هغه په لوستلو د مسلمان ايمان قوي او د ايمان ولولې په جوش راځي چې، ددې ټولو کتابونو په سر کې قرآن مجيد قرار لري. هغه کتاب چې پر لوستلو يې د مؤمن ايمان قوي کيږي او پس له هغه څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو کتابونه او د هغه څخه وروسته د امت د علماؤ د پند او نصيحت کتابونه دي.

د شرعي کتابونو په زده کړې او مطالعې سره مؤمن د اسلامي شريعت له احکامو خبريږي، حرام او حلال پېژني، د مؤمن او منافق صفات پيژني، د نفس، شيطان، مال او د اسلام د دوښمنانو سره د دوستۍ خطرناک عواقب پيژني، معاملات، د ژوندانه په ټولو چارو کې د اسلامي شريعت آداب او اخلاق پيژني چې ددې په پيژندلو انسان خپل ځان ته متوجه کيږي او هر وخت د خپل ځان د اصلاح او الله جل جلاله د صحي رجوع په فکر کې وي، چې الله جل جلاله هم داسې بنده خوښوي کوم چې غواړي ځان په شرعي مسائلو پوه کړي او په هغه باندې عمل وکړي:

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ…»
(بخاري: ۳۱۱۶)

يعنې: چاته چې الله تعالی د خير اراده وکړي؛ نو په دين کې پوهه ور په برخه کړي.

۴- د ګناه او معصيت په ماحول کې اوسيدل:

دا چې اوس مهال د اکثرو ټولنو او ولسونو ماحول د فتنو او ګناهونو څخه ډک دی، هر طرف ته د ګناهونو طوفان روان دی په علني ډول د سود او قمار ګرم بازار، د رشوت او غصب چور، موسيقي او فحشاء، هر لور ته بې شرمه تصويرونه او بې شرمۍ طرف ته دعوت، بې حجابي، د نارينوو او ښځو تر مينځ اختلاط، غيبت، بهتان او دروغ، د مال د زياتولو سيالۍ او په هر مجلس کې د دنيا خبرې او بحثونه چې، د الله جل جلاله هيڅ ياد پکې نه وي، تجارت، انتخابات، حقوق بشر، قدرت او منزلت د هر مجلس د خبرو رأس ګرځيدلی او دين په اړه هيڅ بحث او احساس نشته.

دا مو د ټولنې حال دی، د کور حال مو تر دې هم بد دی د ښځو لخوا د نارينوو د حقوقو تر پښو لاندې کول او د نارينوو لخوا د ښځو د حقوقو تر پښو لاندې کول، د بې شرمه او فاحشو فلمونو او سريالونه کتل، د نامحرمو ښځو او نارينوو تر مينځ اختلاط، د کفر او الحاد تقليدونو د مسلمان کور پر سر اخيستی دی، نن ځنې مسلماني کورنۍ په علني توګه د مشرکينو، يهودو او نصاراوو د باطلو عقائدو او عاداتو تقليد کوي او په هغه باندې افتخار کوي.

چې د ټولنې او کورنۍ د فسق او ګناهونو ډک ماحول د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي.

۵- د دنيا په کارونو کې له حده زياته مشغولتيا:

د ايمان د ضعف يو سبب دا دی چې، انسان د دنيا په چارو کې ځان دومره مشغول کړي چې بيا کار او شغل د ځان لپاره اصلي هدف ګڼي او عبادت د هغه يو فرعي جز ګني.

نن اکثره مسلمانان په همدې مرض اخته دي، د مثال په توګه يو کس په کار مشغول دی، کوښښ کوي خپل کار تمام کړي خير که لمونځ آخر هم شي، چې په دې سره يې کار اصلي هدف وګرځولو او لمونځ د هغه فرع وګڼلو.

بلکي مؤمن بايد عبادت اصلي هدف وګرځوي، مثلاً لمونځ د الله جل جلاله د جانبه په ټاکل شويو وختونو کې يو فرضيه ده، ټول کارونه او مشغولتياوې به د لمانځه تابع ګرځول کيږي، نه دا چې لمونځ د نورو مشغولتياوو تابع جوړ شي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د دينار بنده هلاک شو د درهم بنده بدبخته شو.
(بخاري: ۲۷۳۰)

دغه کس دوه تاوانونه وکړل عبادت يې صحي اداء نه کړ او د ځان لپاره یې کارونه سخت کړل؛ ځکه په قدسي حديث شريف کې راغلی دي:
«يقول‌ الله‌ تعالي: يا بني‌آدم!‌ تفرغ‌ لعبادتي‌ أملأ صدرك‌ غني‌ وأسد فقرك‌ وإن‌ لم‌ تفعل ‌ملأت‌ صدرك‌ شغلا ولم‌ أسد فقرك‌.
(مسند احمد او ابن ماجه)

ژباړه:
-(الله جل جلاله فرمايي: ای د آدم زويه! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتاجۍ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم که چيرې داسې ونه کړې، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم).

همدارنګه په حديث شريف کې له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی:

«من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌.
(ابن ماجه او سلسلة الصحيحة)

ژباړه:
-څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي، الله جل جلاله دده کار ده ته تيت کړي او دده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس رانه وړي، مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي، او د هر چا چې نيت آخرت وي، الله جل جلاله به دده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به دده طرف ته راځي.

ښکاره ده چې نن خلک د دنيا په جمع کولو کې څومره چالاک او سرګردانه دي چې، هيڅ بس نه لري په هر ډول چې کيږي بايد مالداره او شتمن شي.

چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې قول مصداق ګرځي چې فرمايي: الله جل جلا له فرمايي: مونږ مال او دارايي د لمونځ او زکات د اداء او قيام لپاره نازل کړل، که انسان د مال او ثروت څخه يو ډکه دره هم ولري، هغه ددې آرزو هم لري چې، دوهمه هم ولري او که د دوو درو لرونکی وي؛ نو ددې آرزو لري چې، دريمه هم ولري، د انسان خيټه بغير له خارو په بل څه نه ډکيږي (د انسان حرص او آرزو د مرګ بغير نه خميږي) پس الله جل جلاله د هر توبه کوونکي توبه قبلوي.
(روایت احمد: ۵/۲۱۹، صحیح الجامع: ۱۷۸۱)

۶- د مال، ښځو او اولادونو په محبت کې مشغولتيا:

د مال، ښځو او اولادنو سره تر داسې حده محبت او مشغولتيا چې، د الله جل جلاله څخه د غفلت سبب جوړ شي او د ديني امورو او احکامو د نيمګړتيا سبب شي، دا عامل هم د ايمان د کمزورتیا سبب ګرځي.

لقوله سبحانه وتعالی:

«وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أَمْوَالُکُمْ وَأَوْلاَدُکُمْ فِتْنَةٌ»
(انفال: ۲۸)

ژباړه: او پوه شئ چې مالونه او اولادونه مو آزمېښت دی (د تاسې د هلاکت سبب ګرځي که چېري د هغه محبت ته د الله او د هغه د رسول پر محبت باندې ترجيح ورکړۍ).

همدارنګه الله جل جلاله فرمايي:

«زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوٰتِ مِنَ النِّسَآءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنٰطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعٰمِ وَالْحَرْثِ ۗ ذٰلِكَ مَتٰعُ الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا ۖ وَاللَّهُ عِندَهُۥ حُسْنُ الْمَـَٔابِ»
(سُوۡرَةُ آل عِمرَان: ۱۴)

ژباړه:
-د خلكو لپاره نفسي غوښتنې ، ښځې، اولادونه، د سرو سپينو زیرمې، نښه شوي (کره) اسونه، څاروي او كروندې د ډيرې مینې وړ ګرځول شوي دي. خو دا هر څه د څو ورځني دنيوي ژوندانه وسايل دي. په حقيقت کې چې، كوم ډېر ښه استوګنځى دى، هغه له الله سره دى.

او که د ښځو او اولاد سره محبت د شريعت په اساس وي چې، د الله جل جلاله د اطاعت څخه سړی غافل نه کړي ښه او غوره کار دی.

ډير خلک د ښځو او اولاد سره د زيات محبت په وجه د الله تعالی په اطاعت کې پاتې راغلي او په ګناه کې اخته شوي دي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: اولاد د غم، وېرې، جهل او بخل سبب دی. (طبراني: ۲۴/۲۴۱، صحیح الجامع: ۱۹۹۰)

د حديث تشريح:
-دا چې اولاد د بخل سبب کيږي، دا دی چې هر کله انسان د الله تعالی په لار کې د انفاق او صدقې قصد وکړي؛ نو دغه وخت شيطان انسان ته خپل اولاد ور يادوي، نو انسان له ځانه سره وايي له دې څخه مې خپل اولاد ښه حق دار دی چې، بايد هغوی ته مال او دارايي پرېږدم؛ نو انسان ددې ډول وسوسې څخه د الله تعالی په لار کې د انفاق څخه مخ اړوي بخل اختياروي.

او همدارنګه اولاد د ويرې سبب دی، کله چې انسان د انفاق في سبيل الله قصد وکړي؛ نو خپل اولاد يې ور په ياد شي چې، هغوی مال او ثروت ته ضرورت لري داسې نه چې، د لوږې سره مخ شي، يا که د جهاد قصد وکړي شيطان هغه ته وسوسې ور اچوي چې ته به ممکن په جهاد کې شهيد شې او ستا اولادونه به يتيمان او بې سرپرسته پاتې شي؛ نو دا هغه څه دي چې انسان د هغه په وجه د زکات، صدقې او جهاد څخه مخ اړوي.

اولاد د جهل او ناپوهۍ سبب دی، پلار د خپل اهل عيال د ژوند د ضرورياتو په کوښښ کولو کې د علم د زده کړې، مطالعې او ديني مجلس څخه پاتې کيږي.

اولاد د غم او پريشانۍ سبب دی، کله چې اولادونه مريضان شي مور او پلار په غم اخته کوي يا داسې څه غواړي چې، د مور او پلار په وس پوره نه وي، مور او پلار په غم اخته کوي يا کله چې لوی شي او بيا د مور او پلار نا فرماني وکړي مور او پلار په غم اخته کوي.

دې خبرې ته مو پام وي چې، د خپل اهل عيال نفقه او تربيه يو ستر مسئوليت دی؛ خو بايد د اولاد پالنه او تربيت سړی دومره مشغول نه کړي چې د ګناه سبب شي او د انسان بايد دې ته پام وي چې، دا هر څه د الله تعالی د جانبه آزمېښت دی، او انسان به هميشه کوښښ کوي چې، د اهل عيال د ژوند او ضرورياتو پوره کولو په لار کې د اطاعت د ترک او ګناه سبب نه شي.

او بل د مال فتنه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه داسې فرمايلي دي: د هر امت لپاره فتنه وه (د آزمېښت اسباب وو ) او زما د امت د پاره فتنه (د آزمايښت اسباب) مال دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: که دوه وږي ليوان پر رمه کډ شي دومره زيان او خرابی نه لري لکه پر مال باندې حرص کول چې، د دين لپاره زيان لري. (ترمذي: ۲۳۷۶، صحیح الجامع: ۵۶۲۰)

۷– اوږدې هيلې او اميدونه:

اوږدې هيلې او اميدونه چې، زه به په دنيا کې ډير وخت ژوندی وم او د مرګ څخه غفلت کول هم د ايمان د کمزورتیا سبب دی، الله جل جلاله فرمايي:
«ذَرْهُمْ یَأْکُلُواْ وَیَتَمَتَّعُواْ وَیُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ»
(حجر: ۳)

ژباړه:
-پرېږده هغوی چې خوراک وکړي، ګټې تر لاسه او اوږدې هيلې يې ښه مصروف وساتي ډير ژر به پوه شي.

حضرت علي رضی الله عنه وايي: هغه شی چې زه ستاسو په باره کې ورڅخه وېره لرم د هوا او هوس پيروي او اوږدې هيلې او آرزوګانې دي چې، انسان له حق څخه غافله او آخرت يې له ياد څخه وځي.
(فتح الباري: ۱۱/۲۳۶)

په يوه روايت کې راځي:
څلور شيان د انسان د بدبختۍ علائم دي:
-د سترګو وچوالی (هغه سترګې چې د الله د ويرې او د آخرت په ياد کې هيڅ اوښکې نه تويوي).
-د زړه سختوالی.
-اوږدې هيلې او آرزوګانې.
-د مال دولت حرص.

همدارنګه اوږدې هيلې او آرزوګانې د ښو کارونو د تر سره کولو د ځنډ سبب کيږي او انسان د توبې په ايستلو کې غافله کوي، د مرګ او آخرت څخه يې غافله کوي.

۸- زيات خوب، زيات خوراک او څښاک، زياته جماع او زياتې خبرې، د زړه د سختوالي او د ايمان د کمزورتیا سبب کيږي، ډير خوراک انسان درنوي، د انسان د بدن د سستۍ سبب ګيږي چې بيا عبادت ورته سخت او ګران تماميږي، په دې اړه علماء وايي: څوک چې زيات خوراک کوي؛ نو زيات څښاک هم کوي د زيات خوراک او څښاک نتجه زيات خوب کول دي، چې بلاخره د عبادت څخه محروم ګرځي.

زياتې خبرې زړه کلکوي او زړه وژني، زيات مجلسونه سړی د خپل ځان د فکر او محاسبې څخه غافله کوي، زيات خندل په زړه کې د ايمان روښنايي کمزورې کوي او زړه وژني. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ډير مه خاندئ چې ډير خندل زړه وژني.
(ابن ماجه: ۴۱۹۳) صحیح الجامع: ۷۴۳۵)

۹- په عبادتونو کې سستي کول د ايمان د کمزورتیا سبب ګرځي.

په عباداتو کې سستي کول د انسان د هلاکت سبب ګرځي؛ لکه جومات ته نه تلل په کور کې لمونځ کول، لمونځ په خپل وخت نه اداء کول بلکي د هغه ځنډول، په تيزۍ سره لمونځ کول، د قرآن کريم د تلاوت او ذکر ترک کول او نور…

ليکنه: شيخ محمد صالح المنجد

سرچینه: آن لاين اسلامي لارښود.

ګرانو ورونو او خویندو!
د ایمان کمزورتیا یو داسې مرض دی چې، هغه د مؤمن زړوه توروي او دا له خطرناکو مرضونو څخه دی او له دې څخه انسان په ګناهونو کې واقع کیږي او له دې څخه سستي نده پکار، بلکي په واجباتو کې راځي چې، خپل ایمان به له دغه ضعف څخه ساتې. او په دې سره زړه سختیږي او سینه تنګیږي او د انسان طبیعت او مزاج ورسره تغیر خوري او د قرآن کریم د ویلو تاثیر ختموي او انسان د الله جل جلاله له ذکر څخه غافله کوي؛ نو له دې مرض څخه د خلاصون لاره نشته مګر دا چې، انسان په هغو اسبابو کې کوښښ وکړي چې، هغه د ایمان د قوت اسباب دي او د ایمان قوت هغه وخت راځي چې، د ضعف د اسبابو څخه لرې شو، چې پورته مو ذکر کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x