نظــر

غلچکى راتگ او آمرانه چلند!! / مصمم

له کومه چې د ثور کرغيړنې کودتا له کبله د هېواد  محدوده ماته او د کمونستي بلاک پرمخ در او دروازې خلاص پاتې شوى بيا تر نن ورځې پورې د هر تاړاکگر ځواک پر وړاندې پرانستى دروازې پروت دى، روسانو او د هغوى مزدورانو په خپل تور دور کې هغه جنايات وکړل چې سارى يې په تاريخ کې ډير کم موندل کيږي، بيا هم قهرمانو مجاهدينو په خپلو بې دريغه قربانيو سره د وخت دا وحشي ځواک داسې مات کړ

چې د شوراگانو هيواد دړې وړې او کمونستي مفکوره محوه او تر خاورو لاندې شوه د افغان مومن او مجاهد ملت دې بري جهان ولړزاوه، په خپلو کې رقيب ځواکونو (شرق او غرب يا کمونيزم او کپيټاليزم) د اسلامي انقلاب د بري د قيام او خوريدو له ويرې يو له بل سره نږدې شول، په گډو توطيو او دسايسو يې لاس پورې کړ، د کمونيزم پاتې شوني د روسانو پرځاى د امريکايانو او نورو غربيانو د غلامۍ حلقه غاړي ته واچوله د روس د وخت ايتلاف گر مجاهدنما څيرې او له غربي کاوبارو او هوټلونو کې روزل شوي جاسوسان راټول له يوه دور گډوډي او سياسي مانور وروسته امريکا له خپلو موتلفينو سره د شهيد اسامه او القاعده په بهانه نيولو سره د ځمکې او هوا له لارې وحشيانه يرغل وکړ د فوځ  ځمکنۍ دنده د جبل السراج په معاهده کې نغښتو کسانو په پوره صداقت سره مخته بوتله، افغان خاوره اشغال شوه امريکا او غربي هيوادونو د خپلو وحشتونو او جناياتو په ترځ کې خپلې نوې موډرنې وسلې پکې استعمال او وه آزمويلې، فساد د هيواد په سطح خپور شو، د اشغالگرو ترجغ لاندې کسان په رشوت، چور چپاول، لوټمار د دولتي او شخصي جايدادونو په غصب او لاندې کولو باندې مشغول د ډالرو په پيداکولو کې يې له هيڅ رنگ ذلت څخه مخ وانه ړاوه، مافيايي بانډونو د حکومت په ټولو برخو کې ريښې وځغلولې داخلي مافيا له بهرنيو مافيايي بانډو سره اړيکې ټينگې کړلې، مزدور عناصر په همدغو برخو کې مشغول د اشغالگرو اشغال يې د خپلو ناولو هيلو او آرمانونو د پوره کولو لپاره لوى غنيمت وگاڼه د اشغالگرو لخوا د مظلومو هيوادوالو وژل، دردول، شکنجه او تعذيب يې د ځان لپاره د لارې هموارول وبلل د چوپړ گرو همدا سپک کړه وړه وو چې د خپلو بادارانو په وړاندې يې حيثيت او اعتبار له صفر سره ضرب شو.

د اوباما غلچکى او پټ په پټه راتگ د بگرام په هوايي ډگر کې له اشغالگرو جنايت پيشه عسکرو سره ليده، کاته او خبري ددې معنى ورکوي چې هغوى افغان خاوره خپله مستعمره گڼي، د کابل په حکومت کې راټول کړى شوي بړيڅي خپل غلامان، اوباما په خپل آمرانه حرکت سره چې هغه کرزي ته د خپل سفارت له لارې بگرام ته د ورتگ امر وکړ، دا امر ددې خبرې شاهد او گواه دئ چې هغوى د کابل واکمنو ته له ولسمشره نيولې حتى تر واليانو پورې د نوکر او چاکر په سترگه گوري، دا معمولي خبره او حرکت ندئ، اوباما په دپلوماتيکو رموزونو او حرکاتو ښه پوهيږي کرزئ سره لدې چې د هغوى د لاس نيالگى دى دپلوماتيک کړنې ايجابوي چې اوباما جمهوري رياست ماڼۍ ته د ورتگ تکليف گاللى وى او کرزي ته يې په دومره سپکه نواى کتلي، دا چې کرزئ پدې وخت کې چې د اقتدار دور يې ختم او پاى ته رسيدلى ولى يې د اوباما امر په ځمکه وغورځاوه او وره نه غى دا جلا خبره او بيل بحث ته ضرورت لري د حيرانتيا او تعجب خبره د کرزي د اميدوار ځاى ناستي، هغه غلامانه هڅې، د خپل سراپا تسليمۍ زيگنالونه دي چې اوباما ته په دغه ناڅاپي سفر کې ورسول شول ، د هغوى غوښتنو منلو او عملي کولو ته يې آمادگۍ وښوده ويې ويل چې د واک ترلاسه کولو په صورت کې به د امنيتي سند امضا کولو ته لومړيتوب ورکړي او دا سند به امضا کړي.

امنيتي سند چې افغان مسلمان ملت له لاسه د درنده ليوانو په خوله کې ورکوي د افغانانو مقدرات رسماً امريکايانو ته سپارل کيږي د مزدورو عناصرو د خوش خدمتۍ او تسليمۍ بيلگه او نښه ده، په چا کې چې زره قدرې ايمان، غيرت او افغانيت موجود وي د امنيتي سند د امضا کيدو خبره نکوي ددې سند په استعماري ماهيت چې سر تر آخره د افغانانو په تاوان او د امريکايانو گټې پکې پرتې او نغښتې دي ووړ او زوړ ته معلوم دئ.

که څوک عزت او خپله راتلونکې روښانه ليدل غواړي دا د امريکايانو په غېږ کې ابداً نشي ترلاسه کولى، شرم څه چې د مرگ خبره ده چې د ناتو پيمان هيوادونو لوړ رتبه کسان افغان خاورې ته د لارې د سر د هوټل غوندي بې له کوم تپوس او پوښتنې راځي په کوم ځاى کې يې چې زړه وغواړي هماغلته کښته کيږي، خپل نصب کړى شوي واکمن هلته ور احضاروي، کرزي ته باگرام ته د ورتگ او حاضريدو امر د اشغالگرو يوازينى يا لومړنى کار ندى بلکه کله يې چې غوښتي تر خپل جلب لاندې واکمن يې وربللي، دوى کله هم د خپلو بادارانو امر او قومانده په ځمکه نده غورځولې.

د اشغال محصول بړيڅو ته خپل وزن او اندازه معلومه ده خپله بقا د اشغالگرو په موجوديت کې ويني هغوى پدې معامله کې د خپلې خپلواکۍ او عزت سودا کړې، مادياتو او مزدورۍ منصب يې د بصيرت سترگې ور ړندې کړي، د خود اراديت روحيه پکې وژل شوې، هغوى دا خبره د يوه حقيقت په توگه تسليم کړې چې د اشغال په پاى ته رسيدو د دوى جنازه بار ده همدا اوس هم د دوى حرامې شتمنۍ بهرنيو هيوادونو ته انتقال کړى شوي له افغان خاورې سره د زړه تړاو نه لري، څوک چې له افغان او افغان خاورې سره علاقه لري او دا هيواد خپل هيواد بولي کله هم د اشغالگرو ځواکونو پاتې کيدل نه غواړي، د امنيتي سند (د هيواد پلورنې د وثيقې) د امضا کيدو ټټرونه، نه وهي، په امضا کيدا کې يې دا دومره تلوار او بيړه د څه شي غمازي کوي؟!

د پرديو په غلامۍ او د مسلمانو افغانانو په در بدرۍ کې کيوتې څيرې بايد په خلاصو غوږونو واوري چې دا ملت مسلمان، مجاهد، په آزادۍ او خپلواکۍ مين ملت دئ، له وحشي اشغالگرو او د هغوى په چوپړ کې له ولاړو څيرو سره جهاد د خپل ديني او ايماني فرض په توگه په وياړ او افتخار سره پرمخ بيايي، پدې لار کې ستړيا هډو پيژني نه، تاسې اشغالگرو ته په نظامي اډو ورکولو او امنيتي سند په امضا کولو سره يوازې د ملت لپاره ستونزې او مشکلات زياتولئ، په لا زياتو کړاوونو اړولاى شي، په روغ زړه د غلامۍ چوپړ له همدا اوسه له زړه وباسئ، د تاريخ په اوږدو کې د پرديو په خدمت کې بدنامې څيرې تيرې شوي په تورمخ له منځه تللي تور تاريخ يې نسلونو ته د پيغور په توگه پاتې شوى يوازې په خپلو غلامانه او چاپلوسانه کړو وړو سره افغانستان څه چې د دنيا په هر گوټ کې به د امريکا او انگريزانو د اجنټانو په نومونو ياديږئ نيواکگرو که نن په سر د شاباس لاس راکاږي او د ملت په دښمنۍ کې آفرين درته وايي د استعماري اهدافو د پلي کولو لپاره مو استعمالوي او کار در څخه اخلي د مقصد په پوره کيدو سره به مو په لغته وهي، د بې همته او بې ضميره کسانو په سترگه درته گوري.

راځئ لدې ذلته ځانونه وباسئ د پرديو د غلامۍ پرځاى له ملت سره ودريږئ د هيواد د پلورنې سودا مه کوئ، امنيتي سند مه امضا کوئ يرغلگرو ته د وتلو خبره وکړئ له هغه ناولي گردابه راووزئ کوم چې د دنيا او آخرت  رسوايي او شرمندگي په کې پرته ده، خپل ديارلس کلن غلامانه ژوند ته خاتمه ورکړئ دا د نيک بختۍ او سرلوړۍ لار ده، پدې پوه شئ چې امريکايانو ته خپله گټه مطرح ده نه تاسې، مخکې لدې چې ورټل شئ، خپله لدې پيغوره ځانونه خلاص کړئ يوه لحظه ژوند دې وي د خپل واکۍ آزادۍ او اسلامي سپيڅلي نظام تر سيوري لاندې ژوند.

دا واقعيت دى چې د ملت په وړاندې به ځانونه خجالت او شرمنده بولئ لدې شرمندگۍ ځان خلاصول پکار دي، لږه متره او ايمان غواړي د پرديو په خدمت کې ډالرې گټل د مردانو کار ندى، څومره د شرم خبره ده چې ځانونه په اشغالگرو ساتئ هغوى مو هم په ساتلو تنگ راغلي او دا تاسې يې چې له افغانانو پردي بهتره درته ښکاري، د ملت په مقابل کې د امريکايانو، انگريزانو او نورو کفارو تر جلب لاندې ځغليدل او د ملت په مقابل کې جنگيدل ښه او غوره بولئ، دا کار چې تاسې يې کوئ د مسلمان او افغان کار ندئ که د نن ورځې غلامۍ، عياشې له حرامو لارو د پيسو او ډالرو گټل، د اسلام او افغان د دښمنانو پلاس د واک په نامه لوبيدل ښه درته معلوميږي د سبا ورځې مختوري او رسوايي له ياده مه باسئ.

لیکوال: مصمم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x