د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه عظمت او خاکساري ‎

راټولونه او زیاتونه : عزام حقاني

کله چي الله جل جلاله دمسلمانانو وړوکي ټولۍ ته پر فارسیانو دقادسیې په میدان کی ستره فتحه ورکړه،

نو سعد بن آبي وقاص رضی الله عنه یو قاصد دسعد بن عمیله په نوم دفتحي او بري له لیک سره آمیر المؤمنین حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ولیږه ، څو د مسلمانانو امام له دی ستر او لوی بري څخه خبر کړي،

دادی د سعد رضي الله عنه قاصد دمدینې منورې حدودو ته را ورسیده او دمدینې منورې دخرما دباغونو په لیدلو سره یې زړه له خوښۍ په ټوپونو شو، ځکه هغه سپیڅلي ښارته دننوتلو په حال کي وو چي اوسیدونکو ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوربتوب ویاړ په برخه شوی وو،

ده پر ټوله لار د فاروق اعظم د څیرې او بڼې او دخلافت د دربار دشان او شوکت په اړه مختلف تصویرونه په خپل ذهن کي راوستل ، او په لمړي ځل دهغه ستر انسان د لیدو او له هغه سره دخبرو سعادت ورپه برخه کیدی چه دختیځ او لویدیځ دمغرورو شاهانو غرور یې په خاورو کي را وغورځاوه ،

روان دی چی یو ناڅاپه یې لاري ته نژدي دیو غونډۍ په څوکه یو یوازي انسان ولید ، چه ده ته یې دلاسه په ښورولو د ودریدلو اشاره وکړه، خو” سعدبن عمیله” غوښتل یوه شیبه هم ضائع نه کړي او زر تر زره آمیرالمؤمنین ته ځان ورسوي ،

نا اشنا سړی په منډه له غونډۍ را کوز شو او پر اوښ دسپاره لار یې ونیوله او ویې پوښتل:

ته له کومه ځایه راغلی یې؟
هغه په بې پروایي ځواب ورکړ:
له قادسیې څخه.

او بیایې له دریدو پرته اوښ ته متروکه ورکړه ”

نا اشنا له هغه سره په منډه روان شو ترې ویې پوښتل:

دالله بنده له هغه ځایه دي څه خبر راوړی دی؟

الله مشرکینو ته ماته اوشکست ورکړ.

ته سعد بن وقاص را استولی یې؟

هوکې ؛

الله دي تاته خیر درکړي، ما له ډیرو ورځو راهیسي ستا لاره څارله ماته دجګړې کیسه وکړه !

قاصد بې له دي چي ودریږي نا اشنا سړی ته یې وکتل ، له ډیري ساده جامې سره د هغه په څیره کي یو رعب وو چه پر ده یې اغیزه وکړه ”

له لږ ځنډ وروسته یې دقادسیې دجنګ کیسه پیل کړه،

“سبحان الله “!

د ناپیژندوی د خوښۍ دا حال وو چه دښار تر کوڅو پوري یې د سعد بن ابې وقاص له قاصد سره منډي وهلې ، کله کله به یې دجګړې په باب د پرلپسې پوښتنو څخه پر اوښ سپور پریشانه سو او په خپل زړه کی به یې پوښتل دا به څوک وي؟

کله چي هغه ولیدل چه هغه کس چی زماسره یې منډي وهلې خپله عمر بن الخطاب رضی الله عنه دی او خلک سلام ورته کوي،

نو دي وخت کې په سعد بن عمیله باندي د پښیمانۍ خولې را ماتی شوې او ویې ویل:

آمیر المؤمنینه ما وبخښه !

تا خپل نوم راته ونه وایه، که نه له ما به دا ګستاخي نه کیده.

آمیر المؤمنین په ډاډه زړه ځواب ورکړ:

زما وروره هیڅ خبره نه ده، ته خپلو خبرو ته دوام ورکړه! ابن عمیله هڅه وکړه چه له اوښ څخه کښته شي، خو هغه منع کړ او همدغسي یې په خبرو تر هستوګنځي ورسره ولاړ ، بیایې د حضرت سعد بن وقاص رضي الله عنه دلیک له لوستلو او شاوخوا ته راټولو کسانو ته دفتحي له مبارکۍ ورکولو څخه وروسته وویل:

مسلمانانو ؛ زه باچا نه یم چی ستاسو دغلام کولو هیله وکړم، زه پخپله د الله غلام یم ، که زه ستاسو خدمت وکړم او تاسو ارام ویده شی نو دا زما نیکمرغي ده.

که زما دا هیله وي چه تاسو دي زما دروازې ته و دریږی نو دا به زما بدمرغي وي، زه تاسو ته په خبرو نه بلکي غواړم په عمل تعلیم درکړم.

دا وو دمسلمانانو اسلاف او اتلان چي په خوشحالي او غم دواړو کي له مسلمانانو سره وو. زما ځان دي تر قربان وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

عزام حقانی صاحب کور دی ودان به څومره ښکلی قصیه دی پوه کړو الله ج دی اجر درکړی

mha
میلمه
mha

I hope the corrupt people learn from this. Most of the Parliament Representatives spent their vacation time in Dubai, India and Europe instead of meeting their voters and hear their problems.
I was director and not able to live in Kabul for one week. I am wondering where do these people get that much money from???? may be all thieves???