نظــر

رینجرز…!!

موسی فرهاد

دلته په کابل کې د ارګ د ټیم مربوط یو ویبسایټ دی؛ تاند نومیږي، که څه هم د اجرائیه ډلي سرسخت مخالف دی خو د ارګغني د ډلي یوازنی آواز دی. د ارګ میشتو ځوانانو او زړو اخلاقي څیره له خلکو سره وخت په وخت شریک کوي.

د دوی نشرات چې زه کله ګورم نو پوهیږم چې یاره دا 17مشر او ارګ ننوتي انډیوالان یې د څومره اوچت، ملي، اسلامي انساني او اخلاقي معیار څښتنان دي. ولي چې تاند یې ترجماني کوي. او تاند نور له هره پلوه په تول پوره ده، خو فقط دا پورتني معیارونه پکي یو هم نشته.

په هر صورت کیسه را نه اوږده شوه، خبره مي دا کوله چې :

تاند ویب پاڼې ښه موده مخکي راپور ورکړی و چې امریکایی کمپنۍ به افغان پولیسو ته په راتلونکو څو میاشتو کې د لسهاوو زرو رینجرو د ورکړي سلسله نوره هم ورزیاته کړي.

خو نن بی بی سي وویل: چې امریکا (د بی بی سي په اصطلاح نړیواله ټولني) پر افغان پولیسو له درېو کالو راهیسي د رینجرو ورکړه بنده کړي.

لامل یې غلا، فساد او حساب ته نه حاضریدل ښودلي دي. بی بی سي وایی اوس پولیس مجبور دي چې زاړه رینجر په اوبو مینځي د جنګ کرښي ته او یا نورو کارونو ته یی بیایي.

نو خبره مي دا کوله چې د ټرمپ په ستراتیژي کې خو افغان چارواکي دې ته خوشحاله وو چې پر ولس به بمبارونه زیات کړي؛ مګر دې اړخ ته یی پام نه وو چې پر دوی به هم ورو ورو خپل اکمالات را کموي.

څو ورځي مخکي د مالیې وزارت هم په کلنۍ بودیجه کې 375 میلیونه ډالره کسر یا کمښت اعلان کړ. دلیل یې دا وو چې نړیوالو ورسره مرستي نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ذ پسرلي زامنو له بېلمازۍ څخه جنابت ته ارتقا کړې ده
ټول شرم دې د انګریزانو په دا پښتو ژبیو تالیڅټو تاندوالو شي

اجمل

غوربندی صاحب
د حیواناتو ځآی په غوجلو او طویلو کی وی او بادارانو په ارداوه شخوند وهی د ناولو ځآی ناولیتا وی

masoom prince

تاند څه چې لا نور ډیر لاسپوڅی بې ضمیره تش فیسبوکی غلامان يې شته چې هر قسم چټیاتو باندې اخته دی شرم په داسې خلګو

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x