نظــر

دوهم پړاو ټاکنې او د مصلحت پالنې، امتیاز اخیستنې او د “الراشی و المرتشی ” ګواښ

عموما د نړۍ په کچه وروسته پاتې هېوادونو د ډېموکراسۍ د پروسې له لارې ولسواکو حکومتونه ته په درې ډوله لاره مومي؛ یا خو په طبیعی ډول د خپل سیاسي نظام د نوښت له لارې، په داسې حال کې چې کورنی او بهرنی چاپیریال یې د نوموړي نوښت سره همغږی وي، یا خو د ولس د غوښتنې له لارې، په داسې حال کې چې مدني ټولنې او بنسټونه د نوموړې غوښتنې لپاره اغیزمن فشارونه رامنځه ته کړي او یا خو د بهرني ملاتړ له لارې،

په داسې حال کې چې یا واکمن نظامونه ډېموکراتیک بدلون ته هڅوي او یا له بهرنه ورباندې له بېلابېلو لارو داسې فشارونه واردوي، تر څو د ډېموکراسۍ بدلون ته غاړه کېږدي.

خو په افغانستان کې بیا د ډېموکراسۍ تجربه له دغو دریو پېژندل شوو ډولونو څخه هم یو څه متفاوته ده، د ډېموکراسۍ ټیکداران د جرمني هېواد په بون ښار کې راټول شول، تر څو د افغانستان لپاره د ډېموکراسۍ له اصولو سره سم یو ولسواک حکومت را منځه ته کړي!، خو له کومه ځایه چې د دوی موخه په افغانستان کې د یو ريښتني ولسواک حکومت را منځه ته کول نه وو، بلکې دوی پر ځای د دې چې د افغانانو د احسان پور ادا کړي د افغانستان د هضمولو په لټه کې شول، نو ځکه یې د مصلحت پاللو او امتیاز ورکولو له لارې د ډېموکراسۍ تر شعار لاندې د جوړښتونو حکومت را منځه ته کړ!.

     په داسې حال کې چې پر افغانستان باندې د سره لښکر د خونړي یرغل پر مهال  او تر هغه وړاندې، چې کوم د وحشت او بربریت څخه ډک ظلمونه او کړاونه تېر شول، او تر نن پورې یې بهیر روان دی، دافغانستان ویاړلی او باتور ملت، چې د تاریخ په اوږدو کې یې چا ته د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی، دچا اسارت  ته یې  غاړه نه وه ایښیې، یې په بار بار د غم په تغر کینولی، د هرډول معیار پر بنسټ تر هغه وهمې “هولوکوست”  څخه کم نه وو، چې د نړیوال بشریت وجدان دې ته اړ کړي، تر څو  افغانانو ته خپل حقوق ورکړي، سرښندنې ته یې د درناوی په سترګه  و ګوري، ځکه چې افغانانو بشریت د هغه کمونستی خونړي زبرځواک څخه وژغوره، چې ټوله غربي نړۍ، د کمونستی نظامونو په کړۍ کې  میشت ملتونه او  پاتې نړۍ یې د ظلم او وحشت څخه په وېره کې وه، افغانانو یوازې د خپل ځان لپاره دغه ټول ظلم او بربریت ونه زغامه، بلکې د مقابلې لپاره یې په پوره زړورتیا او متانت ور و دانګل،  د خپل خدای ورکړی خوی له کبله چې د خپلواکۍ په لار کې هر ډول سر ښندنې ته تل تیار وي ور و دانګل او دهغه لوی هدف لپاره، چې  “إعلاء كلمة الله” او دکمونستي نظام نړول او له منځه وړل وو، ور ودانګل.

لوېدیځ په ډېره ځیرکتیا سره د افغانانو د شهامت او ولولې څخه ګټه پورته کړه، او د افغانستان په لوړ غرو کې چې د میړانې او اتلولۍ د صحنو شاهد دي، یې خپل خونړی دښمن په ګونډو کړ، کوم چې په هکله یې په افغانستان کې د روسانو دې یرغل پر مهال د جنګ قوامندان ګروموف د افغانستانه د وتلو پر مهال داسې ویلي:” موږ د افغانستان په دې تورو غرونو کې د خپل تاریخ سره سره خپله جغرافیا هم له لاسه ورکړه”.

له شکه پرته او په ډېر ډاډ سره دا ویلی شوو، چې افغانانو ټول بشریت د هغه کمونیزم له شره وژغورل، چې له اوږدې مودې راپدیخوا يې ژوند له ګواښ سره مخ کړی ؤ، ختیځه اوروپا د لوېديځه اوروپا سره بېرته و نښته، د کمونیزم په کړۍ کې ګڼ شمېر هېوادونه د خپلواکۍ څیښتنان شول، خپلواک هېوادونه بېرته را منځه ته شول.. دا ټول د افغانانو د سرښندنې او میړانې پایله وه او ده.  خو له بدمرغه د هماغه مهاله چې کمونیزم د افغانستان په دنګو غرونو کې ونړید، هغه هېوادونه چې پکار وه د افغانستان د کړېدلی ملت د ایثار، سرښندنې او مېړانې قدر یې کړی وی، د افغانستان د هضمولو په لټه کې شول، لوېدیځ د نظامي یرغل له لارې د افغانستان د مقدراتو د خپلولو په موخه افغانستان ته د دوو مکرجنو او غولونکو شعارونو( د دیموکراسي خپرول او تروریزم ځپل) تر عنوان لاندې مخه کړه.

د دریو لسیزو جګړو او کړاونو څخه وروسته چې افغانانو د ټول بشریت په مخ کې د نړۍ د خونړي کمونیزم پر وړاندې وزغمل، د جرمني په بون ښار کې د ډېموکراسۍ علم بردارنو راټول شول تر څو د افغانانو لپاره د ډېموکراسۍ له اصولو سره سم یو ولسواک حکومت را منځه ته کړي!. خو یو ځل بیا د ډېموکراسۍ ټیکدارانو د ډېموکراسۍ تر شعار لاندې  لکه چې د تاریخ په اوږدو کې یې دا چلند خپل کړی دی، د خپلو ګټو او مصلحتونو د خوندی کولو لپاره د امتیاز اخیستلو  او مصلحت پاللو پر بنسټ یو حکومت را منځ ته کړ، چې په پایله کې د افغانستان ګڼ شمېر سیاسي او نظامي ځواکونه له پامه وغورځول شول، له هغه مهاله تر اوسه د ډېموکراسۍ د مظاهرو ( ټاکنې) په لړکې د ډېموکراسۍ د اصولو خلاف امتیاز اخیستل او مصلحت پالل یو مشروع عمل کڼل کېږي، چې له بدمرغه د افغانستان پر سیاسي جوړښت( حکومتدارۍ) باندې یې خپل ناوړه اغېز پرېږدي، د افغانستان د حکومت سیاسي، اقتصادی  او ټولنېزې پرېکړې یې یرغملوي.

هغه ژمنې چې ولسمشرٍۍ ته یو نوماند یې د امتیاز ورکولو او یا مصلحت پاللو په پایله کې بېلابېلو سیاسي اړخونو او یا وګړو ته مني، هرو مرو په پای کې د عامو خلکو دچارو په تنظیمولو او د پرېکړو په اخېستلو کې د نوماند خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه هغه بیا د ژمنې په پایله کې پړ دی، چې ورکړې ژمنې پلې کړي او په داسې حال کې بیا عامه مصلحت د څو اړخونو او یا وګړو د مصلحت تر اغېز لاندې لاهو کېږي. په افغانستان کې د ډېموکراسۍ تر شعار لاندې را منځه ته شوې حکومتونه د دغه ستونزې سره مخ دی او اغېز یې د افغانستان کړېدلی ملت له ګواښ سره مخ کړی دی.
اوس که د افغانستان د سرلوړی ملت سیاسی شعور او پوهه دومره لوړه شوې وي، چې هرو مرو لوړه ده، باید هغه نوماند ته خپله رایه ورکړي، چې د امتیاز ورکولو او مصلحت پاللو پر بنسټ خپل سیاسي راتلونکې نه تضمینوی، بلکې پر برنامه او د افغانستان د هر اړخیزې پراختیا لپاره د پروګرام په شتون  ټینکار کوي، نو به یې له دغې ستونزې څخه ځان ژغورلي وي، او که هغه نوماند ته رایه ورکړي،  چې د امتیاز ورکولو او مصلحت پاللو پر بنسټ خپل ټاکنیز فعالیت سمبالوي، نو به همدغه حالت برلاسی وي او هیڅ ډول بدلون او اوړون به د افغانستان په سیاسي زعامت، برخلیک او راتلونکې کې رامنځه ته نه شي.

له بل اړخه د افغانستان په ټاکنو کې د “الراشي و المرتشي” قضیه هم ډېره څرګنده ده، کومه قضیه چې د انساني ټولنې د تباهۍ او فساد لپاره ډېره اغیزمنه ده، هغه ښکارنده چې دین او دنیا، ټولنه او وګړی، حاکم و محکوم په یوه ډول فاسدوي، ځکه چې رشوت عموماٌ د حق د باطلولو لپاره ورکول کېږي، نه دحق د تر لاسه کولو لپاره، له دې ځای الله تعالی او د الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم په رشوت ورکونکي اورشوت اخیستونکي باندې لعنت ویلی دی.

په چارو کې د امانت ساتل ډېر ستر مسؤولیت دی، او دا لوی او ستر مسؤولیت انسان په غاړه اخیستی دی او د دې لپاره چې انساني ټولنه د فساد او تباهۍ څخه خوندی پاتې شوې وي، باید انسانان د خپلو ژوندانه په ټولو چارو کې امانت وساتي او په خپلو راکړو او ورکړو کې امین و اوسي. او کله چې د چارو د سمون لپاره مسؤولیت سپارل کېږي، وړ کس ته مسؤولیت وسپاري(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ) ، ترڅو د خلکو حقوق او د ټولنې د سلامتیا ضمانت شوی وي.

د افغانستان ورستۍ ټاکنې، که څه هم چې پېلې، بریالۍ او پيغام لرونکې ټاکنې وې، خو د ګڼ شمېر ستونزو او نیمګړتیاوو سره هم لاس  اوګریوان وې، یوه لویه ستونزه چې دخپلواکو کمېسیونو او ولسمشرۍ ته محترمو نوماندانو پرې اعتراف وکړ، هغه د رشوت اخیستنه او ورکونه قضیه وه. د افغانستان کړېدلی ملت د ټول عزم اوسپېڅلې ارادې سره را ووت، تر څو خپل برخلیک د ډېموکراسۍ د معاصر اصولو سره سم په خپل لاس وټاکي، ټول شته ګواښونه یې و منل او نړۍ ته یې دا پيغام په دغرده ورکړ، چې افغان ملت یو متمدن ملت دی، که د تورې شرنګ یې د نړۍ تر ګوټ ګوټ رسېدلی، نو د قلم، معرفت، علم او …په ډګر کې هم تر هیچا کم نه دی، خو ستونزه همدا ده، چې نوموړی ملت د داسې مشرتابه او بهرنيو دسيسو سره مخ دی، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د دوی په برخلیک لوبې کوي.

د چاپي ، برښنايي او انځوریزو رسنیو له لارې د انتخاباتو کمېسیون اعتراف وکړ، چې د دوی ۳۰۰۰ تنو د یوه او بل نوماند پر ګټه د تقلب او تخلف په چارو کې لاسوهنه کړې ده، او روښانه ده، چې یاده لاسوهنه د رشوت اخیستلو په بدل کې د حق د پټولو لپاره او یا د باطل د احقاق لپاره تر سره شوې ده، او یاد چارواکی او مسؤولین حتما د یوه او یا بل نوماند له اړخه دې ته هڅول شوي دي، چې دا لعین کار وکړي.

فساد په خپله عامل نه بلکې معلول دی،  له بنسټیزو عواملو څخه یې یو عامل رشوت دی، که د افغانستان په اسلامي هېواد کې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره هر نوماند د دغه کار محرک وي، آیا هغه به د دې وړ وي، چې د افغانستان کړېدلي ملت ته خدمت وکړي، د فساد جرړې له منځه یوسي، په داسې حال کې چې پخپله په داسې مهمه او حساسه مساله کې د ټولنې د فساد هغه عوامل کاروي،چې الله تعالی پرې لعنت ویلی، ورنه ګټه پورته کوي تر څو ولسمشرۍ ته ورسېږي!؟.

 د مساله حل په دې کې نغښتی دی، چې د افغانستان کړېدلی ملت د خپل برخلیک په ټاکلو کې خپل ایماني او وجداني مسؤولیت د دینی ارزښتونو په پام کې نیولو سره تر سره کړي، خپل رایه په امانت سره وکاروي او وړ کس ته رایه ورکړي، هغه کس ته چې په نسبي ډول د افغانستان په ګټه کړنې په پام کې لري.

عبدالرحمن فرقانی
FORQANI_604@HOTMAIL.COM

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x