haji fareed

د طیب اغا د وروڼو نیونه د پاکستان په ګټه نه ده، دا لا مشکلات پیدا کوي – له نن ټکي اسیا سره د حاجي فرید مرکه

نن ټکی آسیا: تېره پنجشنبه د غبرګولي اتمه د می میاشت ۲۹مه کابل کې د ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې په مرکزي دفتر کې د یوې خبري ناستې تابیا کړې وه، چې په ترڅ کې يې پر خپل پخواني دریځ یو ځل بیا ټینګار وکړ. د جبهې مشر، انجینر احمد شاه احمدزي، مرستیال یې، استاد محمد زمان مزمل، د رهبري شورا غړی، حاجي فرید او ویاند یې، وحید مژده ویناوې وکړې.

د نن ټکي اسیا خبري وېب پاڼې خبریال هم دغې خبري ناستې ته ورغلی و او د ولسي جرګې له پخواني استازي او د یادې جبهې د رهبري شورا له غړي، حاجي فرید سره د ټاکنو او سولې بهیر پر موضوعاتو یې مرکه کړې ده، چي دادی مونږ یې هم خپلو لوستونکو ته کټ مټ نشروو:

نن ټکی اسیا: کور مو ودان حاجي صاحب چې بلنه مو ومنله، که دا راته ووایاست، چې ستاسې جبهې تل د ناپېيلتوب دعوه کړې ده، پر دې مانا چې نه د دولت په طرف یاست او نه هم د طالب، په داسې حال کې چې د سولې لپاره هڅه کوونکي باید د طرفینو په خو ښه وي، تاسې د دولت نه یاست خوښ؛ خو د طالب له خوا څومره ډاډه یاست او خپلې هڅې د سولې په پروسه کې څو مره اغېزمنې بولئ؟

حاجي فرید: تر خپل عقل ـ فکر او د نیايي اصولو وړاندې راځئ چې لږ وړاندې لاړشو او قرآن ته توجه وکړو، قرآن صریح فرمايي چې د دوو جګړه کوونکو تر منځ تاسې سوله وکړئ! دا حکم قرآن له ښکېلو غاړو نه پرته بل چاته کړی دی، طبعي خبره ده، کله چې د جګړې ښکېلې غاړې په ذات البینی توافق دې ته راضي کېږي، چې باید سوله وکړي، نو یو څوک پخپله خوښه ټاکي او وايي چې دا آمین دی او پرې راضي کېږي. مګر کله چې د جګړې ښکېلې غاړې په جګړه ټینګار کوي، بیا نو باید یومنځګړی پخپله ورمخکې شي او د دوی ترمنځ خیر وغواړي.

په افغانستان کې روانه جګړه خارجیانو شروع کړې او لاسي غواړي چې قومیت ته يې ورټېل وهي، چې ښه نمونه يې د اربکیانو راپیداکول دي. د دې تر څنګ امریکایان دعوه کوي، چې دوی د (جهادي قوت) تر نامه لاندې غواړي د طالبانو په وړاندې یو بل مقاومت د جګړې په تمه رامخکې کړي.

دا زموږ خاوره او عزت دی او د خدای د حکم په اساس پر موږ باندې فرض دی چې د خدای او د هغه د پیغمبر لاره ونیسو. خدای وايي چې په سوله کې خیر دی. موږ سوله غواړو، مګر زموږ د سولې شرایط او اصول هم ښکاره دي. موږ د امریکایانو په مو جودیت کې داسې سوله نه غواړو چې طالبان راشي او په دولت کې د تفاهم په اساس ورشریک شي، که خدای نخواسته داسې وهم شي؛ نو موږ به يې بیا هم مخالف یوو.

موږ اول له دې خاورې نه د خارجیانو پوره وتل غواړو، له هغه وروسته دې دیارلس کلن جنګ ځینې عقدې وزېږولې، کله چې مکه معظمه فتح شوه، نو یو صحابي نارې کړې، چې نن د غچ ورځ ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وپوهاوه؛ نو له دې جګړې وروسته هم موږ ډارېږو، چې کله امریکا ماتې وخوري، د دوی د کروندې له لاسه داسې یو څه وشي، چې هغه د داخلي جګړې سبب شي. نو د دې کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره باید مخکې له مخکې یو درېیم ګړی موجود وي، مسایل حل کړي.

بل طالبانو هم په خپلو اعلاميو کې واضح کړې ده، چې د بهرنیانو له وتو وروسته به دوی مشارکت ومني، خو د قدرت انحصار نه مني؛ دا د انحصار نه منل دې نورو ته یو ډول ډاډ ورکول دي، چې تاسې څوک له دې هېواده نه وباسي.یا هم غچ نه اخلو، چې دا ښه زېری دی.
خو د دې ډاډ د تامین لپاره موږ باید له خلکو سره روابط ولرو، چې د امریکا پرځای خدای ته پناه وروړئ او له خپل ورور سره مشکل حل کړئ او دې جګړې ته د پای ټکی کېږدئ.

نن ټکی اسیا: د سولې په پروسه کې ستاسو په نظر پاکستان څومره رول لري؟ځکه چې تاسې په ننني مطبوعاتي کانفرانس کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر طیب اغا د وروڼو نیونه د سولې په لاره کې خنډ وګاڼه؟

حاجي فرید: دې دولت، امریکا او نورو بړېڅو دا اوازې ګډې کړې دي، چې طالبانو له پاکستانه ظهور کړی او اوس هم له هماغه ځایه حمایه کېږي او خپل نظامي عملیات د هغوی په دستور ترسره کوي، د دې خبرې د وضاحت لپاره موږ دا مسئله خلکو ته رسوله، چې دا څنګه دستور دی، چې هم د ده دستور عملي کوي او د هغه په دستور جنګ کوي، او هم يې با زنداني کوي او وژني يې! طالبان که د دوی خلک وای، نو بیا ولې بندي کېږي؟

بل دا چې د افغانستان په قضیه کې ګاونډي پوره رول لري او د دوی پوره همکاري ته اړتیا ده، امریکا او د افغانستان دولت په پاکستان دا فشار اچوي، چې هر ډول وي طالبان سولې ته وهڅوي که رښتیا هم د پاکستان دا کار له وسه وي، دا ښه کار دی او د دوی په خپله ګټه هم دی. ځکه چې هلته دوی هم له ورته جګړې سره مخ دي.

نو بیا خو دا په هیڅ بشري قانون کې نشته، چې د یو په جرم دی بله محاکمه شي، نو دا چې یو څوک په یو څه متهم کوي، او بیا د هغه وروڼه زنداني کوي او وهي يې او بیا د ډیموکراسي او تمدن دعوه هم کوي!؟

نو دا پخپله د سولې بهیر ټکنی کوي او د اعتماد فضاله منځه وړي.

نن ټکی اسیا: تاسې وویل چې د سولې په پروسه کې ګاونډي پوره رول لري، د دې لپاره چې طالبان له دې سيمې پوره وتلي وي، او دا يې ثابته کړې وي چې دوی د چا تر سلطې لاندې نه دي، ځکه خو يې دفتر په قطر کې خلاص کړ، مګر پر دې سربېره د پاکستان له خوا د طالبانو دسیاسي دفتر د مشر د وروڼو نیول څه مانا؟

حاجي فرید: ګورئ! داسې تصور باید ونه شي، چې طالبان د پاکستان په اختیار کې خلک دي؛ نو پاکستان ځکه پوره رول لري، په هغه خاطر يې زه رول مهم نه بولم. روسان او چینایان خو له طالبانو سره د عقیدې او هرڅه په خاطر جوړ نه دي، مګر د ګاونډیو رول ځکه مهم دی چې همدا ګاونډیان کله کله د دې باعث ګرځي، چې دلته حرج و مرج پېښ کړي. نو ځکه موږ وایو چې د افغانستان له دې بحراني حالت په ویستلو کې له موږ سره ټول همکاري وکړي.

موږ له چا نه په دې خاطر د همکارۍ تمه نه لرو چې ګواکې هغه په کومې ډلې تسلط لري، دغه اوس طالبان عملاً د پاکستان له حکومت سره په جګړه کې دي، دا څنګه تسلط دی؟ دا اصلاً د امریکا د سې آی اې، ایم آي شپږ، ایف بې آی او د افغانستان د ادارې خبرې دي، چې ګواکې طالبان په پاکستان پورې مربوط دي.

طیب اغا اوس په قطر کې د طالبانو سیاسي غړی دی، نظامي شخص نه دی؛ او په سیاسي برخه کې تفاهم او ډیالوګ ته اړتیا ده، نو کله چې یو څوک دې ډیالوګ ته حاضرېږي، او بیا يې وروڼه نیول کېږي، طبعي خبره ده چې دا د هغه لپاره اخطار دی، چې ګواکې هغه هم مصؤون نه دی.

دا کار د پاکستان په ګټه نه دی، دا مشکلات لاپیداکوي، سره بې اعتباره کېږو. موږ پوهېږو چې پاکستان ځکه داسې وکړل، چې ګواکې طالبان ولې په یو درېیم هېواد کې خبرو ته حاضر شول دوی باید زموږ تر واک لاندې وای. مګر دا پخپله د طالبانو خودمختاري ثابتوي. خو پاکستان ته پکار نه دي، چې دغسې مشکلات راپیدا کړي، نه یواځې پاکستان، په ایران او پخپله دلته چې څوک د طالب او القاعده په نوم زنداني کېږي، دا بیا سوله نه راوړي دا بیا جنګ زېږوي.

زموږ تاکید پر دې دی چې تاسې خلک مه ځوروئ، بلکې سیاسي، اقتصادي همکاري لا ورسره وکړئ، او د افغانستان امن د نړۍ امن دی.
کنه اور خو له دې ځایه بلېږي. ټول د لته درګیر دي.

نن ټکی اسیا: یعنې په پاکستان کې جګړه هم د افغانستان د جګړې له اغېزې ده؟

حاجي فرید: ګورئ! طالبان په نړۍ کې اسلامي نظام غواړي، ښکاره خبره ده چې د پاکستان قانون غیر اسلامي دی، د طالبانو تر تحریک وړاندې لا په سوات، منګوره او باجوړ کې د پاکستان د دولت پر ضد د (تورپټکیو) په نامه ډله راپورته شوې چې د اسلامي نظام دعوه يې کوله، کله چې بیا هغوی طالبان ولیدل چې له ټولې نړۍ سره د جګړې زور لري او خپل حق غوښتی شي، نو هغوی هم پر دې بنیاد دې تحريک تر قیادت لاندې شرعي نظام غواړي او هغه دې په جګړه بوخت دي.

که پاکستان رښتیا هم سوله غواړي او دښمني نه غواړي، نو پرې دې ږدي، چې افغانان سره جوړ شي، اوس چې هغه خلک هلته ناست دي او دوی يې دلته وروڼه نیسي، دا خو له انصافه ډېره لرې ده. دا اصلاً نوره بې باوري راپیداکوي او خبره د خیر پر ځای شر ته وځي.

نن ټکی اسیا: تاسې څه فکر کوئ، د طیب آغا د وروڼو خلاصون به د سولې په بهیر څه اغېزه وکړي او چې نیونې يې څه تاوان کړی؟

حاجي فرید: طبعي خبره ده، چې کله څوک ونیول شي هغه عقده اخلي، هلته نه یواځې د اغاصاحب وروڼه نیول شوي، بلکې د هغوی په زندانونو کې د طالبانو لوی لوی مشران د تحریک د دفاع وزیر پکې شهید شو، استاد یاسر پکې شهید شو او نور. نو دا په کل کې ښه خبره نه ده، مسلمان له مسلمان نه متضرره کېدل ډېره دا غټه جفا ده، که له کافر نه متضرره شي دومره نه د افسوس وړ نه ده، لکه له مسلمانه؛ د اغاصاحب د وروڼو په خلاصېدو ممکن روابط حسنه شي، انسان دی خطا کېږي؛ دا نو دا مانا هم نه لري، چې که خوشي هم شي او طالبان بیا هم وايي چې نه اوس هم موږ عقده کوو، دا مناسبه نه ده. باید تفاهم او نږدېکت ته لاره جوړه شي، په لرې کېدو کې خیر نشته.

نن ټکی اسیا: تاسې د تېرو ټاکنو نه مخکې هم ناسته کړې وه او په ټاکنو کې مو ګډون ونه کړ ویل مو، چې دا د حل لاره نه ده، مګر بیا هم ټاکنې وشي او که چا پنځوس جمعه یو رايې پوره کړې وای اوس به واکمن و، اوس هم تاسې ناسته وکړه او په ټاکنوکې مو د نه ګډون خبره وکړه او تاسې وویل چې موږ د هیڅ نوماند نه مخالف یو نه موافق؛ بلکې خپله لاره لرو، مګر بیا به هم ټاکنې کېږي او داسې څوک به راځي چې د تړون د لاسلیک وعده يې هم کړې ده، نو ستاسې هڅې څومره اغېزمنې بولئ؟

حاجي فرید: هو، دا د امریکا فشار دی، او امریکا خپلو خلکو ته دا ورښيي چې ګواکې دوی په خپلو تېرو شویو کلونو کې خلکو ته دومره څه کړي چې ټاکنې دي، ډیموکراسې ده او داسې نور..

مګر دا ټولې نړۍ ته معلومه ده، چې دا هم ځان غولوي او هم خپل ملت، دلته نه ټاکنې شته نه سوله؛ دغه تېرې ټاکنې هم دوی د میډیا په زور وپړسولې ما په غونډه کې هم وویل چې دا رسنیو په هغه ورځ ویل چې خیر وخیریت دی وروسته يې بیا ویل چې سلګونه حملې شوې دي، دا هسې د خلکو په سترګو کې خاورې ورشیندل دي، دا انتخابات نتېجه نه ورکوي.

چې هر نظام په دې تمه راشي، چې د خارجیانو وتل نه غواړي، دا به تر اخره یو ناکام نظام وي. موږ خپلو مسلمانانو ته دا پیغام رسوو، چې وروڼو دې کې خیر نشته.

دغه اوس تاسې له دې دوو پاتې کاندیدانو پوښتنه وکړئ، چې تاسې دا تړون د څه لپاره امضاء کوئ، څه خیر دی پکې؟ تاسې که ځانونو ته مسلمانان وایاست، نو دا قرآن دا حدیث دا خو يې مخالف دي، ته په کوم جرئت دې ته جواز ورکوې؟؟ دا بې له دې چې د یو چا عقاید خراب وي او د اسلام له دايرې نه وتي وي، بل څوک دا جواز نه شي ورکولای، مسلمان خو دا کار نه شي کولای. اوس چې ته دې ته جواز ورکوې او په ځان د دوزخ اور لوروې، نو زه خو لېونی نه یم چې په تاپسې روان شم، پیغمبر خو دا وايي چې یا سمه خبره وکړئ، یا چوپ کېنئ.

یا هم که مو چېرته بدي ولیده، په لاس يې منع کړئ، که مو په وس نه و په خوله ورته ووایاست او که نه په زړه کې يې بد وګڼئ! چې دا ضعیف ایمان دی.

نو هغه د لاس وس خو مو نشته، په خوله به يې هم ترهغو بد ګڼو تر څو چې مو خولې رابندې کړي، لکه دغه اوس چې يې زه له ټولو رسنیو منع کړی یم. نو هغه د کمزوری ایمان خو باید حفظ کړم، که اوس زه هم په دې کفر او ناروا ورګډ شم!؟ زه حیران یم چې دغه خلک چې حج ته ځي خدای ته څه شی وايي؟ چې ستا کور ته راغلی یم او هلته مې په وطن کې ستاپه ضد ستا دښمن پرې اېښی!؟ ستا کتاب مې د دښمن د سپي پښو کې پرې اېښی!؟
زه د دې خلکو جرئت ته حیران یم!

موږ وایو چې دا انتخابات په ګټه نه دي، مګر په هغه صورت کې چې ووايي چې که زه وټاکل شوم په لومړۍ ورځ به دا خارجیان باسم، نو اول به زه رایه ورکوم، که څه هم ځینې علماوو ښه نه ده ګڼلې، خو د دې مجبوریت له مخې به زه دا کار وکړم. مګر دوی يې نه کوي.

نن ټکی اسیا: نو هغه څوک چې تړون هم امضا کوي، بهرنیان هم نه وباسي او په ټاکنو کې هم بریالی شي، ستاسې دریځ به د هغوی په وړاندې څه وي؟

حاجي فرید: زموږ دریځ به د دوي په وړاندې داسې وي لکه د کرزي په وړاندې چې و، موږ به د دوی نظام ته نظام ونه وایو، بلکې ښکاره به ورته ووایو چې تاسې غلامان یاست او افغانستان یو اشغال شوی ملک دی.

نن ټکی اسیا: کور ودان حاجي صاحب.

حاجي فرید: ډېره مننه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د