غزل/ جلال امرخېل

په دردونو ګونګه ژبه مې ګویا کړه

ستا له نوم سره مې چغه د الله کړه

د رحمان بابا خبره مې معنا کړه

چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه

شاعرۍ وه د عشق تل ته کوزه کړې

ګل مې وغوښته خولګۍ یې راته راکړه

زه غم مړ کړم او ستا اوښکې په مخ راغلې

ما خبره پټوله تا رسوا کړه

زندګي وه لکه کډه د کوچیانو

تیریدله مورې! ما یې تماشا کړه

بې خوبۍ! ته خفه مه شې دا دی راغلم

تنهایۍ سره مې ستا په سر سلا کړه

د ارمان پاڼه مې وچه شوه جلاله

د غربت سیلۍ هغه هم په هوا کړه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د