افغانستان

کابل کې نن د «کابل پروسې» ناسته ترسره کېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): په کابل کې نن د کابل پروسې د سولې اړوند ناسته ترسره کېږي، چې د نړۍ د ۲۵ هېوادونو استازي به پکې ګډون وکړي.
په نننۍ ناسته کې به د پاکستان، هندوستان، روسیې، ایران، امریکا، چین، جاپان، منځنۍ اسیا، ملګرو ملتونو او د یو شمېر نړیوالو ادارو استازي برخه واخلي.
د ولسمشر غني د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د دفتر مرستیال محمد هارون چخانسوري وايي، د کابل نننۍ ناستې ته یې بشپړ چمتووالی نیولی او د افغان سولې بشپړه طرحه به د نننۍ ناستې استازو ته ورکړي.
د کابل پروسې د ناستې نه مخکې طالبانو یو ځل بیا له امریکا سره د سولې د مخامخ خبرو د چمتووالي خبره کړې وه.
تېره ورځ ارګ هم وویل، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې هېڅ شرط نه وړاندې کوي او له طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره چمتو دي.
ارګ له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو غوښتنه داسې مهال کړې، چې روانه اوونۍ د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړل کېدو غوښتنه کړې وه.
د روانو چارو کارپوهان وايي، امریکا او افغان دولت له طالبانو تسلیمي غواړي او د حزب اسلامي په شان د سولې لپاره چمتو دي، چې دغه ډول سوله طالبانو وړاندې رد کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x