fbpx

جنرال رازق : طالبانو د یو تکتیک له مخي ۱۹ پولیس تښتولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کندهار ـ روزګان پر لویه لارطالبانو د ځانګړي تاکيتک له مخي ۱۹ تنه پولیس تښتولي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د پيښي د پخلي تر څنګ منلې چې طالبانو د شاوليکوټ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د کندهار ـ روزګان پر لويه لار ۱۹ تنه پوليس له ځان سره ژوندي وړي.

د امنیه قومندان په وينا د پولیسو له ډلي ۵ پولیس د ميانشين او نور يې د روزګان ولايت دي.

پېښه پرون ماپښين مهال د سرخ بېد په سيمه کې رامنځته شوې.

د روزګان د والي وياند نایاب تېره ورځ رسنیو ته د پيښي پخلی کړی او په وينا يې طالبانو د کندهار ـ روزګان پر لویه لار له موټرو ۳۰ تنه مسافر له ځان سره وړي.

تر دې مهاله طالبانو د نيول شويو کسانو اړوند رسماً څه نه دي ويلي.

ځايي سرچيني په ډاګه کوي چې طالبانو د ملي اردو له يونيفورم نه استفاده کړې ، لويه لار يې نيولې ، ۱۹ تنه پولیس يې له موټرو کښته کړي او له ځان سره وړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د