افغانستان

د برېښنايي تذکرو وېش، بیا ځنډول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د برېښنايي تذکرو د وېش اداره وايي، د دې تذکرو وېش یو ځل بیا ځنډول شوی دی.

د دې ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، تر څو چې ولسمشر پخپله تذکره نه وي اخیستې، دوی يې بل چاته نه شي ورکولی.

هغه وايي په ارګ کې يې د ننه د بایومیټریک پروسه هم ځنډولی او ټولټال شاوخوا ۶۰۰ تنو خپل ځانونه بایومیټریک کړي دي.

د اجراییه ریاست په ګډون ځينې کړۍ د تذکرو له وېش سره مخالف دي او د قوم او ملت پر نومونو نیوکې لري.

مسیر ورځپاڼه د ازادۍ راډيو په حواله وايي چې ارګ کې ورته ځينو سرچینو ویلي، چې د ټاپي پروژې پرانیستې ته د ولسمشر تګ د بایومیټریک لړۍ درولې ده.

په ارګ کې بایومیټریک پروسې له پیل سره ویل شوي و، چې دوه ورځې وروسته به ډاکټر غنې، د هغه مېرمن او سروردانش خپلې تذکرې واخلي، خو لا هم د تذکرو اخیستل تر نامعلوم وخته ځنډول شوي دي.

د برېښنايي تذکرو وېش د ګډ حکومت د جنجالي پروسو له ډلې هغه یوه ده، چې د حکومت له پیله تر اوسه نه ده غلې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x