خبرتیاوی او پیغامونه

د ازادو شوو بندیانو د مذاکراتي ټیم له مشر، مولوي نیک محمد سره د نن ټکي اسیا ځانګړې مرکه – ډېر ژر

نن ټکی آسیا: پرون د غبرګولي پر لسمه، (د می میاشت پر ۳۱مه ۲۰۱۴) د قطر حکومت په منځګړیتوب د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سید محمد طیب اغا په مشرۍ د قطر مېشتو طالب دیپلوماتانو او امریکايي لوري تر منځ خبرې اترې یوې رڼې پایلې ته ورسېدې.

طالبانو په خوست ولایت کې خپلو سرتېرو ته امر وکړ، چې نیول شوی امریکايي سرتېری امریکانو ته وسپاري.

امریکایانو قطر حکومت ته پنځه لوړ پوړي پخواني طالب چارواکی وسپارل. دا پېښه په سیاسي او عسکري لحاظ په تېرو دیارلسو کلونو کې د طالبانو بې ساري بریا ګڼل کېږي.

نن ټکي اسیا خبري وېب پاڼې پتېيلې ده، چې د همدې موضوع پر تیارو څنډو په قطر کې د بندیانو د خلاصون په باب، د طالب مذاکراتي ټیم له مشر، مولوي نیک محمد سره مرکه وکړي.

نن ټکی سیا او همکاران یې له ښاغلي مولوي نیک محمد څخه مخکې مخکې مننه کوي، چې زموږ پوښتنې يې ترلاسه کړي او له بوختیاوو او ستړیاوو سره سره يې د ځوابولو ډاډ راکړی. د دې مهمې مرکې په اړه مو ستاسو درنو لوستونکو مخکې له مخکې خبرېدنه اړینه وبلله. د مرکې لپاره له نن ټکي سیا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x