fbpx

کوټه: د پولیسو د مشر پر موټر برید شوی، دوه پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د کوټې په سمنګلي سړک نا معلومه وسله والو د پوليسو د مرستيال (ډي ايس پي) حمدالله پر موټر بريد کړی.

پوليس وايي، په دغې بريد کې د پوليسو مشر حمدالله بچ شوی خو د هغه دوه ساتونکي پولیس وژل شوي دي.

د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه رسنيو ته ويلي، پېښه نن سهار د نواحې سيمې د سمنګلي پر سړک هغه مهال رامنځته شوه کله چې د پوليسو د مشر (ډي اس پي) حمدالله موټر له سيمې څخه د تېرېدلو په حال کې و او غوښتل يې چې خپل دفتر ته ولاړ شي.

بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي خو پوليس وايي په سيمه کې يې د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

تر اوسه پورې د دغې بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

د روانې فرورۍ مياشتې په څوارلسمه نېټه هم په کوټه کې په مليشه ځواکونو وسله وال بريد وشو، چې په ترڅ کې يې څلور کسان ووژل شول او بريد کوونکي يې وتښتېدل.

په وروستيو کې په کوټه کې په پوليسو وسله وال بريدونه او چاودنې زياتې شوي چې د ځينو چاودنو مسئوليت يې پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د