نظــر

هغه ځوان چې د تاريخ پاڼه يې د کندوز فاتح بولي

لیکوال : صبغت الله صفت

دا د طالبانو له لوري د عزم په نوم عملياتو لومړنۍ شپې او ورځي دي ، موږ د هلمند په جنوب کې دېره يو ، استوګنځي ته مو دا ځل د مېلمنو په ټولۍ کې يو تن هغه سړی چې ما له دې وړاندي يوازي او يوازي يو ځل لیدلی و راغلی ، قد يې ټيټ ، رنګ او څهره يې نوراني ، خبري يې پستې وې ، په نرمه لهجه يې خبري کولې ، مجلس يې خوږ او کرار و ، کړه وړه ټول يې پر شرعي تول برابر و ، با وقاره او متقي انسان ښکارېده.

دا د هیواد په شمال کې د طالبانو هغه برجسته او قوي غړی و چې تاريخ به يې وخت په وخت يادونه پر خپل ټټر لکه غمي ټومبي.

دا د کندوز فاتح شهيد ملا عبدالسلام بريالی و.

له خاطرو او ښو اخلاقو يې دا کیسه زما په زړه کې ځای لري:

هغه مهال چې دوی له موږ سره د خپلي مېلمستيا شپې او ورځي سبا کولې ، زه مریض شوم ، په يوه ورځ کې درې ځله هغه کوټې ته زما د مريضۍ د پوښتني په موخه راغئ چېرته چې زه پروت وم ، هر ځل به يې پوښتنه وکړه : … جانه مريضي دي څنګه ده ؟

ما به ورته وويل چې لله الحمد اوس خو بیخي ښه يم.

نو ده به ويل چې لا بأس طهور إن شاء الله

د نوموړي راتګ او زما د مريضۍ حال احوال اخیستلو به پر ما ډېر ښه تاثیر کاوه او وار په وار به مي له دې شخص سره د زړه مينه زياتېدل.

هوکې …

دا د کندوز فاتح شهید الحاج ملا عبدالسلام بریالی و ، هغه بریالی چې ريښتيا هم بریالی شو.

دا شهيد د هغه خلګو له جملې و چې خپله کړې ژمنه يې له الله جل جلاله سره بشپړه کړه ، دښمن يې په شهادت د خوښۍ اظهار وکړ ، دوستان يې په فراق غمجن او جهادي جذبه يې له پخوا څو چنده پياوړې شوه.

که څه هم د نوموړي شهادت د ناټو پوځي مشر جنرال جان نيکولسن د افغانستان په شمال کې خپله يوه لويه لاسته راوړنه وبلل خو په دې اګاه نه و چې لارویان یې لا هم په پياوړې روحيه او پاکه اسلامي جذبه د کندوز د بريالي شهيد لاره تعقيبوي.

پوره يو کال وړاندي په همدې ورځ (۲۰۱۷/۲/۲۶) د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اشغالګرو امریکايانو په یوه ناځوانمردانه هوايي برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید. انالله واناالیه راجعون

یاد يې تل او روح دې ښاد وي!

۲۰۱۸/۲/۲۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجیب الله

سلامونه
ستاسو له دی ویب ادرس نه ماته زیات مسیجونه رازی
مهربانی به مو وی که دا راته غیر فعال کو

عبد الله

# اداره: د ایمیل له لاری اړیکه ونیسئ.. او نور معلومات راکړئ چې څرنګه مسیجونه درځي.. مننه

مجيب الرحمان

وروره نوټيغيکېشن برخه يې اوزګاره کړئ بيا به نه درځي

عبدالولی (فهیم)۰

انالله و انااله راجعون الله دی ورته ښکلی جنتونه ورکړی شهادت یی د غیرت شهادت وه او ریښتیا چی تاریخ به یی غیرتی فتحه هیره نکړی الله دی همت راکړی چی ددی غازیانو غچ له غلیم څخه واخلو انشاالله.

masoom prince

اناالله و انااله راجعون الله پاک دې خپل دربار کې د ده شهادت قبول کړی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x