
طالبانو په پکتیکا کې خپل تلفات رد کړل
پرون د کورنیو چارو وزارت له خوال په خپره شوې اعلاميه کې دعوه شوې وه، چې د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالي اړوند يې پخپلو عملیاتو کې پنځه ویشت طالبان د څلورو تنو لوړپوړو قومندانانو په ګډون له منځه وړي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې وايي، چې دښمن د خپلې وارخطايي د پټولو لپاره داسې اوازې خپروي.
خبرپاڼه کاږي: «پرون ماښام مهال د اومنې ولسوالۍ د سپینه په پوسته پراخ برید وشو چې پوسته له دښمن څخه ونیول شوه، تر ۱۰ پورې اربکیان قتل شول، ۳ تنه ژوندي ونیول شول او یوتن هم ټپي شو، دښمن هڅه کوي چې د خپلو دغو درنو تلفاتو پرده پوشي وکړي او په عوض کې يي د مجاهدینو د تلفاتو آوازه په دروغو سره خپره کړي. دښمن په ټول هېواد کې د خیبرعملیاتو له ګړندي جریان څخه سخت وارخطا شوی اوس هڅه کوي خپلو مورال بایلوو ټوپکماروته په داسې دروغجنو ادعا وو سره روحيه ورکړي.»
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي وو، چې افغان ځواکونو په یاده سیمه کې د یحی خېلو ولسوالي مسوول مولوی عبدالقدیر او د اومنې ولسوالي مسوول مولوي محیب الله حماس هم له منځه وړي دي، طالبانو دغه خبره بې بنسټه ګڼلې او له خپلو مسوولینو سره يې د مخابروي اړیکي غږونه هم خپاره کړي دي:
«په پکتیکا کې د پيښې د جزئیاتو په اړه مو هلته په سیمه کې له نظامي مسئول مولوي حماس او مولوي عبدالقدير سره مخابروي تماس کړي چې دښمن د دغو دواړو مسئولینو د شهادت خبرونه هم خپاره کړي وو، لاندې تاسو د دواړو نظامي مسئولینو په غږ کې په سیمه کې د پيښو په اړه جزئیات اوریدلي شئ:
مولوي حماس صیب په غږ کې:http://www.firedrive.com/file/417C2703EDD9A9BE
مولوي عبدالقدیر صیب په غږ کې: http://www.firedrive.com/file/D5A9669C996C7C22»
د شنونکو په باور دولتي مسوولین د راتلونکو ټاکنو لپاره د زمېنې د برابرۍ لپاره د طالبانو د تلفاتو راپورونه ډېر خپروي، چې طالبانو پرلپسې رد کړې دي.او د ژورنالیستانو اړوند يې د ځینو سیمه ایزو طالبانو غوسه راپارولې ده.