نظــر

طالبانو ته پرانیستی لیک / امریکايي دیپلوماټ او لیکوال

ژباړه: نن ټکی اسیا

ضروري یادونه: دا لیک امریکايي ولس ته د طالبانو د لیک په ځواب کې لیکل شوی، کوم چې د لیکنې په پای کې موندلای شئ. د طالبانو لیک چې په نړیواله سطحه یې انعکاس وموند او ډیرو رسنیو باندي کالمونه خپاره کړه، د خپل ارزښت له امله پخوانی امریکايي دیپلوماټ او منل شوی سیاسي کارپوه دې ته اړ کړ چې هغه ته په خپل انداز ځواب ولیکي.

پرته له دې چې نن ټکی اسیا ددغه نظرونو سره موافقه او یا مخالفت وښيي، کیدای شي ډیری نور سیاسي تحلیلګران او د طالبانو سیاسي مفکرین د ښاغلي بارنټ روبن سره د پيښو پر تسلسل، تورونو او لیدلوري باندي مخالف نظر ولري، خو د افغانستان د معضلې او اشغال د ختمېدو لپاره په امریکايي لیدلوري باندي د لوستونکو او اړوندو جهتونو پوهېدنه هم خورا اړینه ده.

طالبانو ته پرانیستی لیک:

لیکوال: بارنټ روبن – پخوانی امریکايي دیپلوماټ او د افغانستان – جنوبي اسیا په اړه پيژندل شوی سیاسي تحلیلګر

د لیک اصل متن: https://www.newyorker.com/news/news-desk/an-open-letter-to-the-taliban

هغه پرانیستی لیک چې تاسو امریکايي ولس ته د کال ۲۰۱۸ فروري میاشتي پر ۱۴مه لیکلی وو، او د امریکايي ولس څخه مو غوښتي وه چې د واقعیتونو په رڼا کې په افغانستان کې خپل د عسکرو شتون وارزوو.

زه کولای شم چې یوازي له خپله ځانه درته ځواب ولیکم، د یو اکاډومیک شخصیت په توګه او د امریکا د پخواني دیپلوماټ په توګه، څوک چې له تیرو ۳۵ کلونو راهیسي غواړي د افغانستان په روانو چارو ځان پوهه کړي.

ډیری افغانان دا فکر کوي چې د لیک ځواب مو باید تاسو ته در نه کړل شي، بلکې د پاکستان جنرالانو او استخباراتي کړیو ته ورکړل شي څوک چې ستاسو د تحریک ساتنه کوي. زه ورسره موافق نه یم.

زه ستاسو سره مخامخ او د پردې تر شاه د کال ۱۹۹۷ جنوري میاشتي راهیسي ښکېل پاته شوی یم، له هغه راهیسي کله چې ما په لومړي ځل د کولمبیا د پوهنتون له اړخه د هغه پلاوي سره ملاقات وکړ کوم چې تاسو نیویارک ته را لیږلی وو تر څو ستاسو حکومت په ملګرو ملتونو کې په رسمیت وپيژندل شي.

زه دې پایلې ته رسیدلی یم چې ستاسو مخالفین ستاسو استقلال او وړتیاو سمه نه ارزوي، او تاسو هم د هغوی سره ورته چلند کوی.

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان حکومت د کابل کانفرانس دوهمه ناسته کوي، چې د سولې د خبرو لپاره یوه هڅه بلل کیږي، په دغه کانفرانس کې به ۲۳ هیوادونه ګډون کوي.

ملګرو ملتونو د روانې میاشتي په پیل کې راپور خپور کړ، چې په کي راغلي، تېر کال ۲۰۱۷ کې تر ۱۰ زره زیات افغان ملکیان مړه او ټپیان شوي دي، چې په هغو کې د درو څخه دوه برخې د حکومت ضد کړیو ته منسوب شوي دي.

تاسو د ملکي تلفاتو د زیاتېدو لامل د امریکايي الوتکو بمبار بولئ ، د ګوانتنامو شرم او امریکايي عسکرو او د هغوی کورنیو ته د اوښتو تلفاتو یادونه کوئ.. خو زه به بلمقابل ستاسو د بریدونو او سرتیرو بریدونو کې د زرګونو ملکي تلفاتو پيښو ته اشاره وکړم.

د نړیوالي جرمې محکمې له خوا په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه په تېر مني کې ثبتونې پیل شوې، تر درو میاشتو په کمه موده کې ۱.۱۷ ملیونه جرمونه ورسره ثبت شول، خو زه تر دې خبرو تیرېږم، او غواړم دلته د خبرو اترو لپاره ستاسو غوښتنې ته ځواب ووایم.

کیدای شي ځیني کسان د افغانستان د معضلې د سوله ییز حل لپاره ستاسو د مذاکراتو د غوښتنې سره موافق نه اوسي، دوی فکر کوي چې دا ناممکنه ده.

د جنوري پر ۲۹مه ستاسو تحریک یو موټر چې د امبولانس په رنګ رنګول شوی وو، په چاودنه کې وکاراوه، چې له امله یې نیژدې سل کسان ووژل شول. ولسمشر ټرمپ وویل: «زه فکر نه کوم چې اوسمهال د طالبانو سره مونږ د مذاکراتو لپاره تیار یو». دغه یو عکس العمل وو، د امریکا مستقله تګلاره نه وه. ځکه چې تاسو خپله ولیده ، د امریکا متحده ایالاتو په دوشنبه اعلان وکړ چې د طالبانو سره د خبرو لپاره یې دروازه پرانیستلې پرې ایښې.

مذاکراتو لپاره ستاسو په غوښتنه کې غلطي داده چې یوازي مو امریکایان مخاطب کړي، ستاسو خپل افغانان په کښي نه دی مخاطب شوي. تاسو پر افغانانو تور پوري کوی چې هغوی د خپل ملت په وړاندي غداري کوي، که څه هم د افغانستان حکومت، په فساد ککړ او ډیر پاشل شوی دی، خو دغه حکومت په نړۍ کې د هر بل هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی دی، یوازي امریکا او د هغه ایتلافیانو نه دی پيژندلی.

د امریکا د حکومت سره ستاسو خبرې کله هم د افغان حکومت سره د خبرو ځای نه نیسي، او نه هم د هغو ملیونونو افغانانو ځای چې ستاسو له بیا راتګ او بریدونو څخه په ویره کي دي.

د مذاکراتي پروسې څخه د هغوی ایستل به د داسي یوې غلطۍ تکرار وي، لکه څرنګه چې امریکایانو په لومړي سر کې ستاسو په نفي کولو سره وکړه.

د کال ۲۰۰۱ راهیسي په افغانستان کې د سولې د فرصتونو د ضایع کېدنې لیسټ خورا اوږد دی، د کال ۲۰۰۱ دیسمبر میاشتي پر شپږمه نیټه، ستاسو مشرانو د حامد کرزي سره یو تړون وکړ، څوک چې تازه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د بون په کانفرانس کې د افغانستان د انتقالي حکومت لپاره مشر ټاکل شوی وو، تاسو پر اوربند باندي ورسره موافقه وکړه او د کرزي حکومت ته مو څلور هغه ولایتونه وسپارل چې تاسو لا باندي واکمن واست. تاسو په ځواب کې د حکومت څخه د ځانګړو حکومتي مناصبو غوښتنه هم ونه کړه، یوازي مو معافیت وغوښت چې تاسو یې په ترڅ کې وکولای شئ باعزته ژوند وکړئ.

د جورج ډبلیو بوش ادارې د افغانستان د نوي حکومت په تشکیل کې ستاسو د ګډون مخه ونیوله، د امریکا دفاع وزیر ډونلډ رامسفیلډ اعلان وکړ چې ستاسو سره به نه مذاکراتي لاره غوره کوي او نه به درته معافیت درکوي.

ستیف کول په خپل وروستي کتاب «سکرټریټ ایس» کې بربنډه کړه، چې کله ستاسو ځینو مشرانو د بون کانفرانس په رڼا کې د سوله ییز حل لپاره د ګډون موافقه وکړه، د هغه وخت مرستیال ولسمشر ډیک چیني امر وکړ چې دغه کسان دي په ګوانتنامو او بګرام کې زندانیان شي.

درې نیم کاله وروسته د امریکا د سفیر زلمی خلیلزاد په هڅو د طالبانو یوه پلاوي د حکومت سره پر یوې هوکړي خبرې پیل کړې، خو په واشنګټن کې د خلیلزاد مشرانو د سولې د بهیر سره یو ځای کېدونکو طالبانو ته د امنیت ورکولو څخه ډډه وکړه.

تاسو وایاست چې تاسو بله لاره نه لرئ بېله دې چې په پاکستان کې د خپلو خوندي ځایونو څخه جګړې ته ادامه ورکړئ، هغه هیواد چې پوځ یې د خپلو ګټو لپاره ستاسو سره همکاري کوي، د امریکا له لوري ستاسو سره د خبرو ردول ددې سبب شوه چې تاسو د پاکستان د پوځ په لاس برمته شئ.

په کال ۲۰۰۷ کې لکه څرنګه چې ستاسو یوه چارواکي ماته وویل، تاسو دومره قوت محسوس کړ چې پر اساس یې د امریکا سره مذاکراتي عمل ته داخلیدای شئ، تاسو د معتصم اغا جان په مشري یو کمیسیون جوړ کړ، او هغه مو سعودي ته ولیږئ، تر څو د امریکا سره د خبرو لپاره لاره جوړه کړي. د ریاض سره خبرې په کال ۲۰۰۸ کې پیل شوې، خو هغه وخت له بندوبست سره مخ شوې کله چې تاسو د سعودي هغه وړاندي شرطونه رد کړه کوم چې هغوی پر تاسو تپل غوښتل.

په ۲۰۱۰ کې، کله چې ما د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي ریچارډ هولبروک سره په بهرنیو چارو وزارت کې کار کاوه، مونږ خبر شوو چې د طالبانو نوي استازي طیب اغا په دوبۍ کې د جرمني دیپلوماټانو سره لیدلي دي. د حامد کرزي او اوباما سره تر مشورې وروسته امریکايي دیپلوماټانو د مونشن ښار (جرمني) څخه دباندي د ۲۰۱۰ نومبر میاشتې پر ۲۸مه نیټه د طیب اغا سره پټ ملاقات وکړ.

طیب اغا امریکایي چارواکو ته د مذاکراتو لپاره د طالبانو تګلاره روښانه کړه چې د یو لړ اعتماد جوړونې په اقداماتو پيلیده. امریکا به د ګوانتنامو څخه یو شمیر بندیان خوشي کوي، بندیزونه به لیري کوي.. او په مقابل کې به یې طالبان په ښکاره اعلان کوي چې دوی د نړیوال تروریزم څخه فاصله نیسي او د سوله ییز حل لپاره به سیاسي پروسه پیلوي. بیا به طالبان په قطر کې دفتر پرانیزي، له کومه ځایه چې به دوی د امریکایانو او افغانانو سره مذاکرات کوي چې په هغو کې به د افغانستان حکومت هم شامل وي. کله چې دفتر خلاص سي، طیب اغا وړانديز وکړ چې بیا به ددواړو لورو تر منځ محدود اوربند کیږي.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې ابتدائي خبرې پوره ۲۰۱۱ کال روانې وي، چې په منځ منځ کې د بندوبست سره مخ کېدلی، خبرې یې بیرون وتلې او متقابلو وژنو ادامه لرله.

د افغان چارواکو سره د خبرو اترو اوږد ځنډ د ولسمشر حامد کرزي شکونه را وپارول او داسي فکر یې وکړ چې په نړیواله سطحه دده پيژندل شوی حکومت له دغې پروسې ګوښه ساتل کیږي.

د کال ۲۰۱۱ دیسمبر کې امریکا د کرزي هغه غوښتنه ومنله چې د طالبانو سره به هغه وخت مذاکرات کوي کله چې تاسو (طالبان) د افغان حکومت سره خبرو ته چمتوالی وښیاست. د هغو کوششونو باوجود چې مونږ غوښتل د پرمختګ لپاره یو فارمولا ولټوو، تاسو د کال ۲۰۱۲ په مارچ میاشت کې مذاکرات ودرول.

ددې لپاره چې بندوبست مات شي، قطر وړاندیز وکړ چې په ترتیب کې دي بدلون راشي. طالبانو ته دي د قطر دفتر پرانیستل شي چیري چې به طالبان د نړیوال تروریزم سره خپله فاصله اعلانوي او د افغانستان د جګړې لپاره به پر سوله ییز او سیاسي تګلارې ټینګار کوي، د امریکا سره به د اعتماد جوړوني پروسه پر مخ بیايي، او بیا به د افغان حکومت د چارواکو سره خبری کوي.

د ۲۰۱۳ اپریل میاشتي پر ۲۳مه نیټه، د قطر امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني په شخصي توګه د امریکا ولسمشر باراک اوباما ته د هغې اعلامیې ډرافټ وښودی چې د دفتر د خلاصون پر مهال به تاسو خپروله او اوباما د وړاندي تګ اجازه وکړه.

د امریکا دیپلوماټانو په ۲۰۱۱ کې موافقه وکړه چې تاسو به په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر په نامه دفتر خلاصوی، اوباما حامدکرزي ته اطمینان ورکړی وو چې سیاسي دفتر به د افغانستان د حکومت حاکمیت نه ګواښي. د کال ۲۰۱۳ جون میاشتې پر ۱۳مه نیټه، تاسو په قطر کې دفتر خلاص کړ او د خلاصون مراسم مو پر تلویزونونو رسنیز کړل، په کوم کې چې تاسو د افغانستان د اسلامي امارت بیرغ اوچتول ښکاره کړل، په داسي توګه لکه تاسو چې یو تحریک نه، بلکې د افغانستان یو بدیل حکومت یاست.

ستاسو له لوري د افغانستان د اسلامي امارت د لوحې کارول مونږ دې ته اړیستلو چې په رسمي توګه دفتر در بند کړو، ما څو میاشتي وروسته د کال ۲۰۱۳ په اکتوبر میاشت کې د امریکا د حکومت سره مخه ښه وکړه.

خو بیا هم د امریکا حکومت د اعتماد جوړونې لپاره ځیني اقدامات وکړل، غیر مستقیمو اړیکو کې تاسو په کال ۲۰۱۴ کې د امریکا نیول شوی پوځي باو برګډال خوشي کړ، په ځواب کې امریکا د ګوانتنامو څخه پنځه طالب مشران قطر ته انتقال کړل.

ځکه چې د ملګرو ملتونو له لوري پر تاسو لګېدلی بندیزونه د افغانستان د سولې او امن ته د ګواښ له وجې لګېدلي او دا د نړیوال تروریزم له وجې نه دي، دا کیدای شي چې د سولې مذاکراتو لپاره لیري شي، خو تاسو بیا هم ټینګار کوی چې امریکا باید تاسو او په قطر کې ستاسو دفتر په رسمیت وپيژني، او تاسو بیا هم د افغان حکومت سره د خبرو نه کولو په اړه پخوانی موقف تکراروی، د ګټورو خبرونو پرته د کلونو په تیرېدو ځیني خلک داسي فکر کوي چې تاسو په اصل کې رسمیت غواړئ، نه دا چې سولې ته لیوال یاست.

د امریکا څخه ستاسو غوښتنه چې جګړې ته د پای ټکی کښيږدي، به هغه وخت ډیر موثر وي چې لومړی تاسو خپله جګړه پریږدئ، تاسو دې ته اړتیا نه لرئ چې خپل تشکیلات او قوت ختم کړئ، صرف د پيښو ترتیب بدل کړئ، امریکا او د افغانستان حکومت چلینج کړئ، ددې تر مخه چې په رسمي ډول دفتر پرانیستل شي، پر یوه موقت اوربند باندي هوکړه وکړئ، پرته له دې چې څوک دا اونۍ یا را روانه اونۍ څومره ولسوالۍ په کنټرول کې لري.

د ټرمپ اداره په خپل اړخ کې باید د مذاکراتي حل په اړه خپله واضحه تګلاره روښانه کړي او همداسي د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو مهالویش څرګند کړي، دغه اداره باید له هغو خیالونو تېره شي چې اضافي پوځونه به دوی په مذاکراتو کې د قوي موقف څخه برخمن کړي.

تاسو لیکئ چې تاسو تر هغو جګړې ته ادامه ورکول غواړئ تر څو چې په افغانستان کې بهرني پوځونه وي، مګر تاسو د ۱۹۸۹ کال د شوروي د وتلو څخه وروسته د ګډوډي رامنځ ته کیدو بیا تکرار په اړه حقیقت ته نیژدې اندیښنې هم منئ. مثلا تاسو د کال ۲۰۱۱ په اختریز پيغام کې وعده وکړه چې «راتلونکی بدلونونه او پرمختګونه به د کمونیزم له مینځه وړلو وروسته پرمختګونو ته ورته نه وي، کله چې د هیواد هرڅه لوټ شول او د هیواد زیربنا په بشپړ ډول له منځه ولاړه».. ددې لپاره چې د ژوند او افغانستان زیربنا ساتنه وشي، د بهرنیو ځواکونو وتل باید یوازي هغه وخت تر سره شي کله چې افغانان پر دې هوکړه وکړي چې څرنګه به د خپل هیواد د لاسته راوړنو ساتنه کوي.

په اوسط ډول هره ورځ په افغانستان کې د جګړې له امله نهه ملکیان وژل کیږي. تاسو خپله ټینګار کړی چې هیڅ چا ته به اجازه نه ورکوی تر څو د افغان ځمکې څخه پر نورو هیوادونو بریدونه وکړي. تاسو وایاست: «مونږ یو انحصاري حکومت نه غواړو». اوس چې په روانه اونۍ کې په کابل کې دیپلوماټان را ټولیږي، څرګنده کړئ چې مذاکراتو او استقلال ته ستاسو لیوالتیا پر حقیقت مبني ده، واشنګټن او کابل ته چلینج ورکړئ چې پر یوه موقت اوربند درسره موافقه وکړي، له ډېره وخته د سولې ځنډیدلې خبرې پيل کړئ کوم ته چې افغانان اړتیا لري.

پای.

د طالبانو هغه لیک چې د امریکايي ولس په نامه یې پر خپله پاڼه خپور کړی وو او د رسنیو د سر ټکی ګرځېدلی وو:

طالبانو د افغان جګړې اړوند امریکايي ولس ته لیک لیکلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غازي

مونږ په هيواد کې سوله او امن غواړو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x