نوکیا خپل دوه ویشت کلن مبایل یو ځل بیا له نویو ځانګړنو سره وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹ کب، ۱۳۹۶ل): نوکیا کمپنۍ خپل دوه ویشت کلن مبایل (8110) یو ځل بیا تېره ورځ د اسپانیا په بارسلونا ښار کې د موبايلونو په نړيوال کانګرس کې نندارې ته وړاندې کړ.

د نوکیا کمپنۍ دغه وړاندې شوی مبایل چې د (Banana phone) په نوم هم شهرت لري، د ایچ ایم ډي ګلوبل کمپنۍ ته بازار ته د خرڅلاو لپاره د وړاندې کولو حق ورکړی دی، چې شاید د پيرودونکو د پام وړ وګرځي.

نوکیا کمپنۍ همدارنګه له دې وړاندې خپل لومړی مبایل (3310) هم له یو شمېر نویو ځانګړنو سره وړاندې کړی و، چې ددې بریا ته په کتلو سره یې اوس د خپل زوړ مبایل (8110) نوی ورژن وړاندې کړ.

دغه مبایل کې د پخوا په نسبت یو شمېر نورې ځانګړتیاوې ځای پر ځای شوي دي، چې ددې په آپریټینګ سیستم کې به مختلف اپلیکشنې پرمخ بوتلل شي، په دې کې لا دمخه ګوګل نقشه (Google Maps) او فیسبوک اپلیکیشنې موجود دي.

ددې بله ځانګړنه داده چې دا نسبت تېر مبایل ته مضبوط او قوي دی، چې په پيډز کې یو سلائیډ لري او همدا ډول د 4G انټرنیټ چلولو وړتیا هم لري.

ددې مبایل یوه مهمه برخه داده چې په دې کې به د ټولنیزو رسنیو دوه اپلیکیشنې (ټویټر او واټس اپ) کار نه ورکوي.

د برتانوي خپرونې ادارې سره د خبرو پر مهال د نوکیا کمپنۍ سلاکار وویل چې په دغه نړیوال کانګریس کې د نوکیا دوه نور مبایلونه هم وړاندې شول خو ددې زوړ مبایل چې په نوي ورژن کې وړاندې شو بیه (۹۷) ډالره ده.

که څه هم نوکیا کمپنۍ په ځیرک مبایلونو کې له ډېرو نورو کمپنیانو وروسته ده، خو په دې وروستیو کې کوښښ کوي چې یو شمېر نوي ځیرک مبایلونه پیردونکو ته وړاندې کړي، او له همدې امله یې تېره ورځ د مبایل په نړیوال کانګریس کې دوه ځیرک مبایلونه وړاندې کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د