افغانستان

حکمتیار: څوک چې چاودنې کوي، د امنیتي ځواکونو موټرو کې راوستل کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): له حکومت سره د یو ځای شوي حزب، مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، څوک چې چاودنې کوي د امنیتي ځواکونو په تورو ښيښو موټرو کې راوستل کېږي.

هغه دا څرګندونې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له قومي مخورو سره په یوه ناسته کې وکړې.

د نوموړي د ګوند له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حکمتیار پر خلکو غږ کړی، چې حکومت د امنیت په ټینګښت کې ناکام دی، ځکه خو باید خلک پخپله لاس پکار شي.

حکمتیار خلکو ته ویلي، هغوی چې دلته بريدونه کوي، د حکومت له داخله ورسره مرسته کېږي.

انجینر ګلبدین حکمتیار، چې نږدې څوارلس کاله يې د امریکا او حکومت پر ضد د جګړې دعوه کړې، یو ځل بیا ټینګار کړی چې جګړه د «اسلام او هېواد په ګټه نه ده.»

ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې حکومت له بریدګرو سره همکار بولي، چې پخپله له همدې حکومت سره یو ځای کېدل مناسب او نېک کار بولی او څو ځلې يې پر طالبانو هم غږ کړی چې د ده لار ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x