افغانستان

شنونکي: کابل پروسې ناسته کې د امریکا پوځي حضور ته هیڅ اشاره نه کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): کابل کې د ۲۵ هېوادونو د استازیو په ګډون د کابل پروسې ناسته نن روانه ده، چې په اړه يې شنونکي خوشبین نه ښکاري.

شنونکي پر دې باور دي چې که څه هم د حکومت په نظر کې تمایل لیدل کېږي، خو لا هم د جګړې اصلي علت (د امریکا پوځي حضور) ته اشاره هم نه کېږي.

د کابل پوهنتون استاد اسد وحيدي وايي «د ملي یووالي حکومت» د امریکا د پوځي اډو په اړه د نظر څرګندونو اجازه نه لري.

هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د کابل پروسې غونډه روانه ده، خو پر اصلي ستونزه بحث نه کيږي، د امريکايي ځواکونو حضور د جګړې د دوام اصلي لامل دی. لا هم امريکا په دې تړاو خبرو ته نه حاضريږي او د ملي يووالي حکومت هم په دې اړه د نظر څرګندولو اجازه نه لري، نو ځکه سوله ناشوني ښکاري.»

استاد وحيدي د حللارې په ډول وړاندیز کوي چې د جګړې درې سره ښکېلې غاړې، امریکا، طالب او حکومت باید پر یوه میز کښېنول شي.

«که رېښتیا د سولې اراده وي، حللاره اسانه ده، امریکایان، طالبان او حکومت دې درې واړه پر یوه میز کښیني او دلته د نورو چارو ترڅنګ د یو مهالوېش له مخې د امریکايي ځواکونو پر وتلو هم بحث کېدای شي.»

په ورته وخت کې د چارو شنونکی انجینر نظر محمد مطمئن، د طالبانو هغه موقف تاییدوي چې امریکا باید ورسره مخامخ خبرې وکړي.

هغه د طلوع نیوز په بحث کې وویل، طالبان دعوه کوي چې امریکا يې حکومت ور ړنګ کړی او باید له هغوی سره خبرې وکړي.

افغان حکومت چې تر دې وړاندې يې د جګړې له ډګره د سولې د راوړلو دعوه کوله، تازه پخپله څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی چې بې له کوم شرطه خبرو ته تیار دي.

ګډ حکومت د واک په دویمه له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې يې دلته امریکايي ځواکونه پخپلو اډو کې مېشت شول.

د ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره، امریکا هڅه کوي دلته لا هم خپل پوځي شمېر ډېر کړي.

د شنونکو په باور حکومت په دې لټه کې دی، چې دلته امریکايي حضور نادیده ونیسي او طالبان د اساسي قانون په منلو را ټینګ کړي.

ډاکټر غني په نننیو خبرو کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې اساسي قانون باید ومني، په داسې حال کې چې ګډ حکومت بشپړ د اساسي قانون پر خلاف اېښودل شوی او پر مخ روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x