ورزش

افغان ملي لوبډله به سبا پنجشنبه له هالنډ سره سیالۍ ترسره کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي لوبډله به سبا د پنجشنبې په ورځ د هالنډ ملي لوبډلې سره په زمبابوې کې د پنځوس اورونو دویمه تمریناتي لوبه ترسره کوي.

دغه لوبې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره تمریناتي لوبې دي، په غوراوي سیالۍ کې ټولې لس لوبډلې شرکت کوي چې په دوه ګروپونو ویشل شوي دي، او افغانستان به ګروپ بي کې ځای لري، له دغې لسو لوبډلو څخه یې دوه د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لپاره غوره کیږي.

افغان لوبډله په داسې حال کې د مارچ په لومړۍ له هالنډ سره په خپله دوبمه تمریناتي سیالۍ کې مخ کېږي چې پرون سې شنبه‌ یې وېسټ انډیز ته په غوره توپ اچونه ماتې ورکړه.

د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ لوبه د باران د اورښت له کبله، ۳۵ اورونو ته راکمه شوه چې افغان لوبډلې په‌کې ۱۶۳ منډې جوړې کړې، او په ځواب کې د وېسټ انډیز ټول لوبغاړي په ۱۱۰ منډو وسوځېدل، دولت ځدراڼ د هیټریک ترڅنګ څلور وېکټې او راشد خان او شرف ‌الدین دوه دوه وېکټې واخیستې.

د یادونې وړ ده چې له دې وروسته به افغانستان د غوراوي سیالیو پړاو لومړۍ رسمي لوبه د سکاټلنډ په وړاندې په څلورم مارچ ترسره شي، او همدا ډول نورې لوبې به د نیپال، زمبابوې او هانکانګ لوبډلو سره ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x