واشنګټن پوسټ: امریکا باید همدا اوس له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): واشنګټن پوسټ د مشهور لویديځ لیکوال ریچارډ کوهن مقاله خپره کړې، چې پکې يې پر امریکا غږ کړی چې ژر له افغانستانه پښې سپکې کړې.

لیکوال د ویتنام جګړې ته اشاره کړې او پر امريکايي چارواکو يې غږ کړی چې دا کار يې لا باید کلونه پخوا کړی وای.

کوهن باوري دی، چې د امریکا تېښته د طالبانو د بريا په مانا ده، خو په وینا يې د طالبانو د بریا «خطر» باید ومنل شي او امریکا همدا اوس ځان وباسي.

لیکوال وړاندې زیاتوي چې امریکا له وتلو پرته بله چاره نه لري، که څه هم له وتلو وروسته يې ښايي افغان پلویانو ته ستونزې جوړې شي، خو پر دې هم باید سترګې پټې کړي.

د مقالې د لیکوال په باور دا جګړه نه یوازې، د افغانانو لپاره بلکې د امریکا لپاره هم خونړۍ ده، ځکه خو باید ژر ځان وباسي.

وړمه ورځ نېشنل انټرسټ امریکايي مجلې هم پر امریکايي چارواکو غږ وکړ، چې دا جګړه به کله هم ونه شي ګټلی.

نېشنل انټرسټ لیکلي، چې امریکا او متحدينو يې ويل، چې د نشه يي توکو کرکيله او سوداګري او ترهګري به له منځه يوسي او په مقابل کې به يې په افغانستان کې يو سالم حکومت راولي، خو د اوولس کلونو په تېرېدو لا هم نه ترهګري ختمه شوې او نه هم د نشه يي توکو سوداګري او کرکيله کمه شوې، بلکې طالبان د افغانستان په اويا سلنه خاوره کې پراخ فعاليتونه لري.

مجله زياتوي، چې اوسمهال په افغانستان کې څوارلس زره امريکايي پوځيان د افغان عسکرو د روزنې تر څنګ د طالبانو پر ضد په جګړو بوخت دي، خو دغه جګړه، چې په تېرو کلونو کې يو لک او پنځوس زرو امریکايي عسکرو ونه ګټله، نو څو زره به يې څنګه وګټي.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په مناسبت څرګندونې کړې، چې طالبانو يې هم هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د دوی د سیاسي دفتر دروازې يې پر مخ خلاصې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د