افغانستان

د سولې په اړه د غني نرمو خبرو کې د بحران پر اصلي ټکي خبرې ونه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): نن يو ځل بيا په کابل کې د ګډ حکومت په ابتکار کې د «کابل پروسه» دوهمه غونډه روانه ده، چې يو شمېر څارونکي يې هيله بښونکي بولي، خو ځينو نور کارپوهان بيا وايي، چې په دغه ناسته کې د بحران پر اصلي ټکي خبرې نه کيږي.

ولسمشر اشرف غني دغې ناستې ته په خپلې وينا کې وويل، که طالبان د سولې خبرو ته چمتو کيږي، بايد له بهرنيو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي، د ښځو د حقونو درناوی یقيني کړي، د ملي اردو ملاتړ وکړي.

د ښاغلي غني دريځ د پخوا په پرتله نرم و او ټينګار يې وکړ، چې له طالبانو سره د کابل په ګډون په هر ځای کې خبرو ته چمتو دي، د سولې لپاره بايد له طالبانو سره په ګډه يو چوکاټ جوړ شي، دواړه لوري بايد په ګډه د اساسي قانون د تعديل لپاره کار وکړي، د سولې لپاره زمينه جوړول يې اړين بللي او غوښتنه يې کړې، چې طالبان بايد د سياسي ګوند په توګه خپله ډله رسمي کړي او په مقابل کې يې بايد طالبان افغان حکومت په رسميت وپېژني او د کډوالو د راستنېدو په اړه به حکومت او طالبان په ګډه کار وکړي.

غني دا هم وويل، چې د سترو اقتصاد او ملي پروژو لپاره بايد د طالبانو او حکومت ترمنځ همغږي وي او وړانديز يې کړی، چې حکومت چمتو دی د طالبانو نظر او دريځ ته درناوی وکړي.

د ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د پخوا په پرتله ډېرې نرمې وې.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم ويلي، چې د ولسمشر غني په څرګندونو کې نرمي او انعطاف ښکارېده او د پخوا په پرتله په خبرو کې رښتینولي ښکارېده.

د ښاغلي خادم په وينا د دغو خبرو سربېره بايد افغان حکومت د سولې په اړه خپل کورني جوړښت ته پاملرنه او له نړيوالې ټولنې سره هم جدي خبرې وکړي او که داسې ونه شي دا خبرې به يوازې خبرې پاتې شي او په عملي توګه به يې کومه پاپله ښکاره نه شي.

په ورته وخت کې د سياسي چارو بل کارپوه او د کابل پوهنتون استاد اسد وحيدي بيا ويلي، چې د ولسمشر غني په خبرو د روان بحران اصلي ټکي ته اشاره نه ده شوې، چې هغه د امریکايي پوځيان د وتلو مهالوېش دی.

د سياسي چارو کارپوه انجينر نظر محمد مطمين هم وايي، چې د سولې د نرمو خبرو سربېره پر يو شمېر مهمو مسائلو لکه د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د حکومت په جوړښت خبرې نه دي شوي.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو څېړونکي ډاکټر فیض محمد ځلاند ليکلي، چې د کابل پروسې نننۍ غونډه کې سیما ثمر او مولوي کشاف څنګ په څنګ ناست دي او غني له طالبانو هم داسې سوله غواړي، چې لوڅ سر ښځې او سړي يو ځای ناست وي، چې دا کار د افغانستان ملي او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی دی.

ښاغلی غني په خپلو خبرو کې نرم و، خو په عملي توګه داسې څه نه ښکاري، چې دغه خبرې رښتيا هم د سولې لپاره يو ګام ثابت شي.

ولسمشر غني په داسې حال کې د سولې په اړه خپل دريځ نرم ښودلی، چې د هېواد په شمال، جنوب او ګڼو نورو سيمو کې د دولتي عسکرو او بهرنيو عسکرو له لوري ځمکني عمليات او بمبارۍ په بې ساري توګه زياتې شوي، د ګډو ځواکونو له لوري په چاپو کې د خلکو مرګ ژوبله زياته شوې، په زندانونو کې هم له بنديانو سره د چارواکو ناوړه چلند، ځورونې او شکنجې هم دومره زياتې شوي، چې د بشري حقونو ټولنو او يوناما هم په بار بار په خپلو راپورونو کې خپرې کړي دي.

ولسمشر نن د کابل پروسې په ناسته کې د سولې پر خبرو ټينګار وکړ، خو تر څو، چې حکومتي چارواکي په رښتينې توګه په خپلو چارو او دريځ کې بدلون را نه ولي، له بنديانو سره او په جګړو کې د زياتوالي پر ځای پر کمښت او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي، دا ډول رسمي خبرې به کومې ګټې ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x