افغانستان

بادغیس: لس تنه منسوبین د «نفوذي طالبانو» په نوم له دندو لرې کړل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د بادغیس امنیتي مسوولین وايي چې د پولیسو له لیکو يې لس تنه امنیتي منسوبین د «نفوذي طالبانو» په نوم له دندو لرې کړي.

د بادغیس امنیه قومندان عبدالروف تاج وايي، چې دا لس تنه ټیټ پوړي امنيتي منسوبین دي، چې له څه مودې راهیسې د دوی تر څار لاندې و.

د هغه په خبره دوی ډېره موده د دې کسانو، اړیکي، ناسته پاسته او حرکات څارل چې وروسته يې د طالبانو سره د اړیکو په تور له دندو لرې کړل.

هغه وايي دا ډېر امکان لري چې په نورو امنیتي ادارو کې هم طالبان کار کوي، خو د دې کسانو څار او معلومول د استخباراتي ادارو کار دی.

د پوځي شنونکو په باور په امنیتي لیکو کې د طالبانو نفوذ هغه څه دي، چې په امنیتي ځواکونو کې د باور روحيه خورا ضعیفه کړې ده.

په ورته وخت کې له حکومت سره د یو ځای شوي حزب اسلامي مشر، انجینر ګلبدین حکمتیار هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې، څوک چاودنې کوي د امنیتي ځواکونو په موټرو کې تر اهدافو رسول کېږي.

په پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ کې د زورورې چاودنې په تړاو هم، طالبانو دعوه وکړه چې داخلي همکارانو تر خپل دقیق هدف پورې رسولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x