fbpx

ثمامة بن أثال حنفی رضی الله تعالی عنه

Sahaba-07 د هجرت په شپږم کال نبی کريم ﷺ  دا عزم وکړ چي د خداي ﷻ  لورته د دعوت لمن نوره هم ويړه کړي ؛ نو يي د عربو او عجمو واکمنانو ته ليکونه وليکل او ور ويي ليږل او په هغو کي دوي د اسلام لورته دعوت کړل.

د هغو خلګو په لړ کي چي ليکونه يي ورليږلي وو، يوهم (ثمامة بن أثال حنفي) وو.

داهيڅ د تعجب وړ خبره نه ده ، چي ثمامة د جاهليت په دوره کي د عربو رئيس ؤ، او د بنو حنيفه په وتلو سردارانو کي يو سردار ؤ، همداراز د يمامه په واکمنانو کي يوداسي واکمن وو چي د ده نافرماني هيڅ نه کيده.

ثمامة د رسول الله ﷺ  له رسالې سره د احتقار او اعراض چلند وکړ، خپل عزت يي پرګناه باندي باعث کړ، د حق او خير له دعوت اورېدلو څخه يي غوږونه کاڼه شول، ورپسي شيطان نور هم ورباندي مسلط سو، او د رسول الله ﷺ  د وژلو او د ده د تاند دعوت تر خاورو لاندي کولو قصد يي وکړ، نوموړي له دي سره سم نور فرصتونه څارل ترڅو په ناګهاني ډول پر حضرت محمد ﷺ  برلاسي ومومي او خپل نيت ته د عمل جامه ور واغوندي ، که چيري د ثمامه له ترو څخه يو تن په آخره لحظه کي دی له خپل عزم څخه ايسار کړی نه واي ، نژدي وو، چي خپل هغه شوم هدف او جرم ته عمل جامه ور واغوندي، خداي ﷻ نبي کريم ﷺ  د ده له شر څخه محفوظ کړ ، ثمامه که څه له رسول الله ﷺ  څخه لاس واخيست ، خو د صحابه وو له کړولو يي لاس نه ؤ اخيستی ، دوي ته به يي فرصتونه څارل آن چي پر يو شمير صحابه وو بريمن شوی هم ؤ او په ډيره بي رحمه توګه يي په شهادت رسولي وو ، ځکه خو نبي کريم ﷺ د ده ويني مباحي ګرځولې وې او دا اعلان يي خپلو ملګرو ته په ډاګه کړی وو.

يوه ورځ چي ثمامة مدېنې ته نژدې په لاره  کي ؤ يوه داسي پيښه ور وشوه چي ده يی هيڅ فکر او خيال نه وو کړی ، هغه داسي : د رسول الله ﷺ  له ګزمو څخه يوه ګزمه په سيمه کي د دې ويري له کبله ګرځيده چي هسي نه د شپې له لوري څوک مدينې ته داخل شي او يا څوک د بدي اراده ورباندي عملي نه کړي ، د ګزمې مجاهدينو ثمامه په داسي ډول اسير کړ چي پيژندی يي نه ، او مدينې ته يي راوست ، د مسجد په يوه ستنه پوري يي په دي نيت وتړی ترڅو نبی کريم ﷺ په خپله د اسير په اړه پوه شي او د ده په اړه خپل امر وکړي.

کله چي نبي کريم ﷺ  د مسجد په لور ووت او مسجد ته د ورننوتلو نيت يي وکړ ، ثمامه يي په داسي ډول ترسترګو شو چي په ستنه پوري تړل شوی وو، نو نبي کريم ﷺ  خپلو ملګرو ته وويل: تاسو پوهيږئ څوک مو نيولی دی ؟!  دوي وويل: نه ! ای د خدای ﷻ  رسوله !

محمدص  وويل: دا ثمامه بن أثال حنفی دی تاسو نيکه معامله ورسره وکړئ ! وروسته نبي کريم ﷺ  خپل کورته ولاړ او خپل لهل ته يي وويل: کوم څه خوراک چي درسره دی هغه سره راجمع او ثمامه ته يي ور وليږئ! وروسته يي امر وکړ چي سهار او بيګا اوښه ور ولوشئ او شيدې يي ده ته ور وړئ، دا عمل تر هغه وړاندي ورسره وسو چي دی له رسول الله سره مخامخ کيدی او خبري يي ورسره کولې.

وروسته نبي کريم ﷺ  په دي نيت ورته راغلی چي ثمامه اسلام ته را وبولي او ورته ويي ويل: ای ثمامه ! ستا په وړاندي څه دي؟  ده وويل: ای محمده ﷺ ! زما په نزد خير دی، که مي وژني يو قاتل به دي وژلی وي او که ښه راسره وکړې له يو شاکر سره به ښه وکړې ، او که د مال غوښتنه کوې؛ نو وغواړه هغه څه به درکړم چي ستازړه وي.

رسول الله  ﷺ  نوموړی پر خپل حال دوې ورځې پرېښود خوراک او څښاک يي ورته راوړی او د اوښې شيدې يي ورته راليږلې ، وروسته ورته راغلی او ورته ويي ويل: ای ثمامه ! ستا په وړاندي څه دي ؟ ثمامه : زما په وړاندي هغه څه دي چي وړاندي مي درته وويل: که ښه کوي له يو شاکرسړي سره به ښه کوي او که مي وژني ، يو قاتل به دي وژلی وي، او که د مال غوښتنه لرې؛ نو ويي غواړه چي زړه دي وي هغه به درکړم.

بيا رسول الله ﷺ  همداسي پريښود چي کله راتلونکې ورځ ورته راغلی ورته ويي ويل: ثمامه! ستا په وړاندي څه دي؟

ثمامه : زما په وړاندي هغه څه دي چي وړاندي مي درته وويل: که ښه کوي له يو شاکرسړي سره به ښه کوي او که مي وژني ، يو قاتل به دي وژلی وي، او که د مال غوښتنه لرې؛ نو ويي غواړه چي زړه دي وي هغه به درکړم.

رسول الله ﷺ  خپلو ملګرو ته وکتل ، او ورته ويې ويل: ثمامه پريږدئ ، دوي هم لاسونه ورخلاص کړل او پرې يي ښود.

ثمامه د رسول الله تر  مسجد تير شو آن چي هغه خرماوو ته ورسيد چي د مدينې په څنډه کي نقيع ته نژدې شنې ونې وې ، هلته اوبه وې ، د هغو په وړاندي يي خپله اوښه «خې» کړه هلته يي ښه اودس تازه کړ ، لږ وروسته يي بيرته د مسجد لورته د خپلې اوښې واګې راتاو کړې ، هلته له ور رسيدو سره سم د يوې ډلې مسلمانانو په وړاندي ودرېد او ويی ويلک اشهد ان لااله الاالله و اشهد ان محمداً عبده ورسوله ، ورپسې يي د رسول الله  ﷺ  لورته مخ ور واړاوو او ويي ويل: ای محمده! والله که د دې ټولې مځکې پر مخ ستا تر مخ بل مخ راته ډير مبغوض وو، خو اوس ستا مخ تر ټولو مخونو ماته محبوب دی ، والله  که ستا تر دين بل دين منفور دين راته معلوميدی خو اوس ستا دين تر ټولو اديانو راته قدرمن دی ، والله که ستا تر ښار بل ښار راته مبغوض معلوميدی خو اوس تر ټولو ښارونو راته محبوب دی ، ورپسي يي زياته کړه : ما ستا د ملګرو ويني توي کړي وې د هغه په اړه څه راته توجيه کوې؟ نبي کريم ﷺ  ورته وويل: ای ثمامه ! نن ورځ پرتا ملامتيا نشته ، ځکه اسلام تر ده مخته هرڅه له مينځه وړي، او نوموړي ته يي د هغې نيکمرغۍ په اړه  بشارت ورکړ چي لوي خدای ﷻ  يي د اسلام له امله په برخه کړه د ثمامه >  د تندي ګونځي وغوړېدې او ويي ويل: والله به په مشرکينو کي د هغه په پرتله څو چنده قتل وکړم ، کوم چي مي ستاپه ملګرو کي کړی دی ، له دې وروسته به هرومرو ځان ، خپله توره او هرهغه څه چي زما په ولکه کي دي ستا او ستا د دين د مرستې په لاره کي په کار واچوم ، وروسته يي وويل: ای رسول الله ﷺ ! زه چي کله  ستا سپرو نيولم هغه وخت ما د عمرې نيت کړی ؤ اوس راته ووايه چي څه وکړم؟  نبي کريم ﷺ  ورته وويل: خپلې عمرې ته ولاړشه ! خو د خداي ﷻ  او د ده د رسول ﷺ  پر طريقه ، نوموړي ته يي هغه څه ور وښودل چي په مناسکو کي يي بايد ترسره کړي.

ثمامه >  د خپل هدف په لور وخوځيد چي کله د مکې مينځ ته ورسيد، ودرېد او په خپل لوړ او هيبتي ږغ يي داسي وويل: اللهم لبيک ، لبيک لاشريک لک لبيک، ان الحمد والنعمة لک والملک، لاشريک لک لبيک.

نوموړی د مځکې پر سر اول مسلمان ؤ چي مکې ته د تلبيې په حالت کي ورداخل سو.

قريشو د تلبيه ږغ واورېد په وارخطايي او قهرسره په داسي ډول په منډه د ږغ لورته ورغلل چي توري يي له تيکو ايستلي وې ، ترڅو پرهغه چا بريد وکړي چي دوي يي په خپل ږغ سره زورولي وو.

خلګ چي ثمامه >  ته ورغلل ، ده د تلبيه ږغ پورته کړ، او په ډيره لويي او همت سره يي دوي تر نظر لاندي نيولي وو، د قريشو د ځوانانو له ډلې يو ځوان اراده وکړه چي نوموړی په غشي ووژني، خو قريشو يي لاس ونيو او ويي ويل: خوارشي! ته پوهيږي داڅوک دی؟! داثمامه بن أثال د يمامه واکمن دی، والله که مو ده لره څه بد ورسول، د ده قوم به پر موږ خوراکه بنده او موږ به له لوږي ومرو، ورسته قوم په داسي حال کي ثمامه >  ته راغلل چي توري يي په تيکو کي اچولي وې او ورته ويي ويل: آياته  ګمراه شوې ، خپل دين او دپلرو دين دي پريښود؟!! ده ورته وويل: ګمراه شوی نه بلکي د غوره دين تابع شوم ، د محمد ﷺ  دين مي خوښ کړ، ورپسې يی زياته کړه؛ او ويي ويل: د همدې کور په رب مي دي قسم وي کله چي زه يمامه ته ستون شوم ؛ نو تر هغوبه نه د يمامه دانه غنم او نه بل غوره شئ تاسو ته ورسيږي ترڅو چي ټول د محمد ﷺ  د دين پيروان شوي نه ياست.

ثمامه بن أثال > د قريشو په مخ کي په هغه ډول عمره سرته ورسوله چي رسول الله ﷺ يي په اړه امر ورته کړی وو، قرباني يي خداي ﷻ ته د نژدې والي په منظور وکړه نه د بتانو او غيرالله لپاره ، نوموړی خپلې سيمې ته ستون شو او خپل قوم ته يي امر وکړ چي پر قريشو خوراکي توکي بند کړئ ، دوي يي امرته لبيک ووايه او پر اهل مکه يي ټول دګټي وټې شيان بند کړل.

هغه بنديز چي ثمامه >  پر قريشو لګولی وو، ورځ تربلي سختېدی ، نرخونه لوړشول ، لوږه په خلګو کي خوره شوه او قريش په ډير تکليف اخته شول آن چي د خپلو ځانو او اولادو پر هلاکت وويرېدل چي له لوږي به مړه شي ؛ نو يي رسول الله ﷺ ته ليک واستاوو، او ورته ويي ليکل: موږ په تا باور درلود چي ته صله رحمي کوي ، او نورهم دې ته هڅوي ، خو دادی اوس تا رحم قطع کړ، پلرونه دي په تورو ورته ووژل او زامن يي په لوږه ور وژنې، ثمامه بن أثال >  له موږ څخه  خوارکي توکي بندکړي او موږ ته يي ډير ضرر رسولی ، که دي زړه وي چي يو ليک ورته وليکې ترڅو موږ ته خوراکي توکي راپرېږدي؛ نو داکار وکړه ، رسول الله ﷺ  هم ثمامه > ته ليک وليکی او ترې ويي غوښتل چي دوي ته خوراکي توکي ورپريږدي هغه هم ور پرېښودل.

ثمامه بن أثال >  پاته ټول وخت له دين سره يو وفادار شخص وخوت او د خپل نبي د وعدو حافظ وو، کله چي رسول الله ﷺ  له رفيق الأعلی سره وصل شو، عرب د خداي ﷻ  له دين څخه ډلې ډلې او په انفرادي توګه وتل ، او په بنوحنيفه کي مسيلمة الکذاب راپورته سو او دوي يي پرخپل ځان د ايمان راوړلو ته بلل، ثمامه > د ده په مخکي ودرېد او د ده قوم ته يي وويل: ای بنوحنېفه ! ځان له دې تور تندر څخه چي هيڅ روښنايي پکښي نشته وساتي، والله دا دخداي ﷻ  له لوري هغه چاته شقاوت دی چي پرې اخته شوی او د هغه چالپاره بيا ستر ازمويښت دی ، چي پرې اخته نه دی، وروسته يي وويل: ای بنو حنيفه ! دوه شيان په يو وخت کي نه سره جمع کيږي ، محمد ﷺ  د خداي ﷻ  رسول دی چي تر ده وروسته نبي نشته او نه له ده سره په نبوت کي څوک شريک شته ، وروسته يي دا آيت ورته تلاوت کړ:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حم (40:1) تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (40:2) غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ ۖ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ ۖ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ (40:3)

وروسته يي وويل: د خداي ﷻ  د دې کلام نسبت د مسيلمه له دې قول سره څرنګه پرتله کيدای شي: «يا ضفدع نقی مانقينو لا الشراب تمنعين ولاالماء تکذرين»

ترجمه: ای چونګوښې پاک کړه هغه څه چي ته يي پاکوې، ته نه څښاک منعه کوې او نه اوبه ککړوې او خيرنوې.

وروسته دی او ورسره  پر اسلام پاته ملګري را وپاڅيدل د خداي ﷻ  په لاره کي او د ده د کلمې پرمځکه لوړولو په نيت يي له مرتدينو سره په جهاد لاس پوري کړ.

لوي خداي ﷻ  دي ثمامه بن أثال >  ته د اسلام او مسلمانانو له لوري نيکه بدله ورکړي او لوي خداي ﷻ  دي په هغه جنت کي درنښت ورکړي چي له متقيانو سره يي وعده کړې ده.


 له صور من حياة الصحابة نومي کتاب څخه

را أخيستنه: مولوي ميرزامحمد شکيب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د