افغانستان

کندز: د تروریزم دمدير په ګډون ګڼ پولیس وژل شوي

طالبان وايي چې ملګرو يې پرون نږدې ټوله ورځ د کندز په چهادره ولسوالي کې له پولیسو او اربکیانو سره جګړه کړې ده.
رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ذبیح الله مجاهد وايي، چې په یاده اوږده نښته کې يې د علی اباد د تروریزم مدیر عبدالحیمد هزاره په ګډون څلور پولیس او اته اربکیان وژلي دي. یاده جګړه چې پرون له غرمې مخکې پیل او د شپې تر اوو بجو يې دوام وکړ، پکې ګڼو پولیسو او اربکیانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده. 

خبرپاڼه لیکي: «د دې اوږدمهالي نښتې په ترڅ کې د علي اباد ولسوالۍ د تروريزم مدير عبدالحميد هزاره په شمول 4 تنه پوليس او 8 اربکيان ووژل شول او د چهاردرې ولسوالۍ د امنيې قومندان محي الدين په ګډون 5 پوليس او 12 اربکیان مرګوني ټپيان شول.
له دې علاوه ماښام ناوخته د دښمن يو زغروال ټانګ او رينجر موټر په ماينونو والوزول شول چې پوره تخريب شول او پکې ناستو 5 عسکرو ژوند له لاسه ورکړ.»
یاده دې وي، د طالبانو په سږنیو عملیاتو کې تراوسه لسګونه افغان امنیتي مسوولین له منځه تللي او لسګونه پوستې يې د طالبانو لاس ته لوېدلې.
د شنونکو په باور د طالبانو سږني خورا تېز عملیات لوړپوړي امنیتي چارواکي هم په اندېښنه کې کړي دي، چې ښايي په راتلونکو ټاکنو به پوره تاثیر ولري.
افغان امنیتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x