افغانستان

د فراه ولايتي شورا: د بهرنیانو له شاتګ وروسته ولایت سقوط ته نږدې شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د فراه ولایتي شورا وايي، له دې ولایته د بهرنیانو تېښتې د ولایت د سقوط اندېښنې پیاوړې کړې دي.

د دې شورا غړې شهلا ابوبکر وايي، د ولایتي چارواکو ډېرې هیلې په بهرنیانو پسې تړلې وې، چې د هغوی په تګ سره د ولایت د سقوط اندېښنه را پیدا شوې ده.

په فراه کې له سختو نښتو وروسته هلته مېشت ايټالوي ځواکونه له ولایته ووتل او اوسمهال د طالبانو پر وړاندې افغان عسکر یواځې پاتې دي.

د ولایتي شورا دغه غړې وايي، له ولایت سره د ولسوالیو نښلېدلې لارې ټولې د طالبانو په واک کې دي.

د فراه چارواکي هم هلته د امنیتي ځواکونو کمزوري مني، خو نوی والي بصیر سالنګي د نا امنیو عامل امنیه قومنداني او په یاد زون کې ۲۰۷ ظفر قول اردو بولي.

طالبانو په فراه کې د خپل تازه کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړی، خو ويلي يې دي چې د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې يې درې تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.

تر دې وړاندې د فراه په بالابلوک کې طالبانو د اوو تنو بهرنیو عسکرو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړی و.

ویل کېږي له دې نښتې وروسته ایټالوي ځواکونو فراه پرېښوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x