افغانستان

پاکستاني چارواکي: روان کال کې به پر ډېورنډ کرښه اغزن سیم بشپړ شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): پاکستاني چارواکي وايي، په روان میلادي کال کې به پر ټوله ډېورنډ کرښه اغزن سیم بشپړ را تاو شي.

سپوږمۍ راډيو د پاکستاني رسنیو په حواله وايي، چې د بلوچستان ځايي چارواکو ويلي له دې ولایت سره په اوږدو کې د سیم غځولو کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

دوی وايي چې لس سلنه نور کار به ژر بشپړ شي او هڅه کېږي چې د روان میلادي کال تر پایه پر ټوله کرښه د سیم غځول بشپړ شي.

پاکستاني چارواکو د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې څوارلس نظامي کلاګانې جوړې کړې او وايي هوډ لري چې دا کلاګاني تر څلوېښتو پورې ورسوي.

پاکستان دعوه کوي چې په دې ډول غواړي د پولې دواړو غاړو ته د «ترهګرو» د اوښتو را اوښتو مخه ونیسي.

ډېورنډ کرښه که څه هم ظاهراً رسمي نه بلل کېږي، خو ځينې سرچينې تاييدوي چې ګډ حکومت د واک په لومړیو کې له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه منلې ده.

د سرچينې په وینا ځکه خو له دې کرښې هغې خواته د اوښتو لپاره وېزه رسمي کړای شوه.

تر دندې وړاندې ډاکټر فاروق وردګ هم په یوه تلویزوني بحث کې ویلي و، چې ډېورنډ کرښه د اویامیلیونه ډالر په بدل کې رسمې منل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینر صلاح الدین خروټی

داسی ویل کیږی زاخیلوال لوی سفیر افغانستان په پاکستان کی داغزن سیم په سر لویه معامله کړی او فعلا اشرف غنی خبر شوی او دزاخیلوال دتبدیلی کلک هوډ یی کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x