ورزش

ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې راشد خان سره نوی تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان نامتو سوکه توپ اچونکی او اوسمهاله لوبډلمشر «راشد خان» د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا د دوه نورو کالونو لپاره تړون لاسلیک کړ.

د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې په خپله ویبپاڼه لیکلي دي چې راشد خان به لږ تر لږه د بیګ بیش سیالیو نهم پړاو تر پایه (دوه کاله) په دغه لوبډله کې لوبیږي.

همدا ډول د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې پخپله فیسبوکپاڼه د راشد خان یوه خبري ویډیو خپره کړې چې په کې نوموړي په یاد لیګ کې د دوه نورو کالونو لپاره د تړون لاسلیکولو په پار خوښي څرګنده کړې ده.

راشد خان چې د بیګ بیش لیګ په ۲۰۱۷/۲۰۱۸م (اووم پړاو) کې په لومړي ځل د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا ولوبېده او خپله وړتیا یې ثابته کړه چې په غوره توپ اچونه ددې سیالیو زیاتې ویکټې اخیستونکی (۱۸) نومول شوی و او لوبډلې یې هم په لومړي ځل د بیګ بیش سیالۍ اتلولي وګټله، چې ښایي همدا علت وي چې ددې لوبډلې لخوا یو ځل بیا د دوه کالو لپاره ورسره تړون لاسلیک شو.

راشد خان چې اوسمهال د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر دی، زمبابوې ته د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځني جام غوراوي سیالیو لپاره لوبډلې سره په تمریناتي لوبو بوخت دی.

نوموړي په تېرو څو کلونو کې خپلې لوبډلې لپاره او په ځانګړي ډول په تجارتي لیګ سیالیو کې یو شمېر ریکارډونه پخپل نوم کړل او د نړیوالو په زړونو کې یې ځانګړی محبوبیت موندلی دی، او اوسمهال د کرېکټ نړیوالې شورا په یو ورځني او شل اوریزو لوبو توپ اچونکو په درجه بندۍ کې په لومړي نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x