نړۍ

پاکستان وايي په کنړ يې د خپل دښمن د ځپلو لپاره بمبارې کړې

پاکستان وايي  چې د دوی الوتکو د ډیورنډ دواړو غاړو ته د خپل دښمن په پټنځایونو بمبارې کړې ده. او عامو خلکو ته يې تاوان نه دی رسولی.پاکستان دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې پرون په کنړ کې د پاکستاني الوتکو له خوا د بمباري خبرونه خپاره شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له خاورې نه تر دوو سوو زیات جنګيالي هغه خوا ور اوښتي وو، چې په خبره يې په باجوړ اجنسي کې يې په پاکستاني قرارګاوو حملې کړې دي. دوی د هغو بریدونو په غبرګون کې د دوی په پټنځایونو بمبارې کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت مرستیال وايي چې پاکستان دغه حملې د خپلو استخباراتو په مټ ساختګي جوړه کړې او غواړي چې پر افغان خاوره د بريد پلمې ولټوي.
دا په داسې حال کې دی، چې پرون د دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي وویل چې د پاکستان د بریدونو ځواب د ده کار نه دی او ولسي جرګه دې پخپله تصمیم ونیسي.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا د ډېورنډ په غاړو بریدونه ډېر شوي دي، چې په دې وروستۍ اوونۍ کې د پاکستان له خوا نږدې ۱۰۰۰ راکټونه یواځې پر کونړ توغول شوي دي. چې ترشلو ډېرو عامو وګړو ته پکې مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.
افغان دولتي مسوولین د نړیوالو همکارانو سره یو ځای د دې نږدې زرو راکټونو په وړاندې چوپه خوله دي.
د شنونکو په باور د ناټو په موجودیت کې د پاکستان دومره زړور توب د ناټو له همغږۍ پرته امکان نه لري او ناټو په دې توګه غواړي چې په افغان دولت فشار واچوي تر څو راتلونکی ولسمشر ورسره خامخا امنیتي تړون لاسلیک کړي. چې د یاد تړون اړوند د هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه مظاهرې وشوې او افغان ولس يې د نه لاسلیک غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x