امریکا: د افغانستان بحران يوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي تيار، خو هيله يې ښکاره کړې، چې په لنډ وخت کې به داسې حالت هم راشي، چې طالبان د سولې خبرو لپاره چمتووالی ښکاره کړي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند هيدر نويرټ په واشنګټن کې رسنيو ته ويلي، چې د طالبانو له لوري د سولې په تړاو د هغوی خپور شوی ليک يې کتلی دی.

نوموړې زياته کړه، چې د افغانستان بحران يوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي، د سولې دغه خبرې بايد د افغان حکومت په مشرۍ تر سره شي، خو «له بده مرغه اوس داسې نه ښکاري، چې طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي.»

اغلې نويرټ ويلي: «دې پايلې ته رسېدلي یو، چې د افغانستان بحران له پوځي لارو نه حل کېږي، وروستی حل به يې له سياسي لارو تر لاسه کيږي، خو دا به هغه مهال کېږي، چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي او يوازې له همدې لارې افغانستان کې امنيت او ثبات راتلی شي.

نن په کابل کې د ګډ حکومت په ابتکار د سولې لپاره «کابل پروسه» غونډه وه، چې د ۲۵ هېوادونو استازو په کې ګډون درلود.

د ګډ حکومت اشرف غني دغې غونډې ته په وينا کې د پخوا په پرتله ډېرې نرمې خبرې وکړې، له طالبانو يې وغوښتل، چې له هغوی سره د سولې لپاره هېڅ شرط نه لري او غوښتنه يې وکړه، چې طالبان بايد د جګړې پر ځای د سولې دريځ غوره کړي او په کابل کې خپله ډله د سياسي ګوند په توګه رسمي کړي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د سولې په اړه د افغان حکومت د هڅو ستاينه کړې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

امریکا په افغانستان کی د شوری اتحاد په شان ماته شوی صرف د هغه ځنګل د مسافرو کانی پری شوی چه قران یی قیصه یاده کړی . چه د دوی مثال د هغه مسافرو په شان دی چه په یو ګڼ ځنګل ، طوفانی شپه کی سفر لری لیاره خطا کړی حیران پاتی چه په کومه خوا ولاړ شی خبل مرګ ورته هره ثانیه کی متصور دی خو کله چه زوراوره بريشنا وشی دوی خوشاله شی چه ګوندی لیار مو وموندله حرکت پیل کړی مګر یوه ثانیه وروسته چه بریشنا تیزه رڼا زایله شی د هغوی د سترګو لیدنه تر… نور لوستل »