نظــر

د پخواني امریکايي دیپلوماټ لیک ته د ذبیح الله مجاهد ځواب (پښتو متن)

یادونه:

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه امریکايي سیاسي تحلیلګر او پخواني امریکايي دیپلوماټ د طالبانو په ادرس یو ځواب لیکلی وو، نن ټکی اسیا د نوموړي ځواب پښتو ته وژباړه او نشر ته یې وسپاره، د نوموړي په ځواب کې ذبیح الله مجاهد پر ټویټر باندي بارنټ روبین ته ځواب په انګریزي کې ورکړی، چې لاندي يې کټ مټ پښتو ژباړه ده:

—-

ښاغلي بارنټ روبین!

ستاسو ځواب مو ولوست، مننه کوو چې موږ ته مو د ځواب ویلو هڅه کړې.

خو څو اساسي ټکي درڅخه هیر شوي دي

* که چیرې ستاسو هیواد (متحده ایالات) موږ اشغال کړی وای، د ځمکې او هوا اختیارات مو درڅخه اخیستی وای او په ورځ کې مو ګڼ شمیر امریکایان په خپلو کورونو کې په خوب ویده وژلی ممکن چې بیا به ستا دريځ او نظر دغسې نه وای لکه نن، نو هیله ده چې واقع بین ووسئ.

* زموږ هیواد اشغال شوی، د اشغال په ترڅ کې یو تش په نوم افغان امریکايي ډوله نظام پرموږ تپل شوی او تاسو وايي چې باید له هغو سره خبرې وکړو او په رسمیت يې ومنو عین هغه خبره چې امریکایان يې د جګړې د ګټلو لپاره په نظر کې لري.

* تاسو ویلي چې موږ په فدايي بریدونوکې ستاسو په ګمان عام خلک وژنو، لومړی خو دا خبره د مکث وړ ده، لویه جګړه روانه ده، اکثره ملکيان ستاسو د ځواکونو په عملیاتو او بمبارونو کې وژل کیږي، او که ومنو چې زموږ په عملیاتو کې هم خلکوته زیان اوړي نو تاسو ووایئ چې داسې بریدونو ته موږ څه شي اړ کړي یو؟ ستاسو به دا هم یاد وي چې موږ د شوروي اتحاد څخه د آزادۍ د ترلاسه کولو لپاره یونیم میلیون افغانان له لاسه ورکړل، خو دا هرڅه مو د یو لوی هدف لپاره وزغمل چې هغه د اشغال څخه د آزادۍ نعمت وو.

* تاسو وايي چې فرصتونه له لاسه مه ورکوئ، موږ فرصتونه له لاسه نه دي ورکړي خو دسیسو ته فرصت نشو ویلی، د کابل دجریان په نامه غونډه او نورې ورته هڅې له اسلامي امارت څخه د تسلیمۍ غوښتنه کوي په داسې حال کې چې اسلامي امارت بې له شکه داسې قدرت دی چې امریکا غوندې نړیوال استکباري قوت یې له خپلو ټولو متحدینو او دار او دستې سره ماته کړی، آیا ستاسو منطق دا خبره سمه ګڼي؟

* تاسو ویلي چې د کابل حکومت باید ومنل شي ځکه ټولې نړۍ منلی !!!؟

په ۲۰۰۱ کال کې ټولې نړۍ زموږ پر ملک باندې امریکايي تجاوز هم پرځای کار باله حمایت يې ورڅخه کاوه او منلی وو نو آیا موږ هم باید اشغال منلی وای؟

په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال هم د ملګروملتونو د سازمان په ګډون د نړۍ مطلق اکثریت هیوادنو د هغه وخت د کابل حکومت منلی وو او په رسمیت یې پيژاند، آیا دا سمه ده چې هغه مهال افغان مبارزینو هم باید همدا کار کړی وای؟

* اساسي خبره داده چې ممکن ټوله نړۍ له امریکا څخه ویره ولري، خو موږ له امریکا څخه ویره نه لرو، موږ د امریکا هرڅه وزن کړي، موږ د هغوی سره په جګړه کې ډير څه زده کړي، امریکا هغه هیواد نه دی چې باید په نورو هیوادونو کې د حکومت نوعی او بڼې وټاکي، که تاسو همداسې یوه نظریه لرئ، دا به ځکه وي چې تاسو یو امریکایي یاست، کنه هيڅ آزاد انسان داسې جسارت او مداخلو ته اجازه نشي ورکولای.

د خبرې جرړه داده چې د امریکا اساسي ستونزه څه ده، آیا ريښتیا هم تروریزم؟

که نه د افغانستان د معادنو استخراج، دلته د خپل ماډل نظام تپل، د اسلامي حکومت مخنیو او له دې ځایه په سیمه کې خپل استعماري سیاستونه پلی کول؟

که لومړی مسئله وي موږ يې د حل لپاره په پوره صداقت ژمن یو موږ د هيچا په چارو کې مداخله نه لر او نه هم د امریکا په ګډون له کوم هیواد سره دښمني غواړو. امریکايي حکومت، ولس او پارلمان ته مو مکرر لیکونه استول هم په دې منظور وو چې دغه پيغام ورسوو.

او که دوهمه خبره وي، بیا نو دا ملت داسې نه دی لکه نور هغه ملتونه چې امریکا همدا اوس لاندې کړي، ګټې يې خوري، استعماري اهداف په کې تعقیبوي او مخامخ د هغو په کورنیو چارو کې مداخله کوي، په داسې صورت کې موږ د امریکا هيڅ پروا نه لرو، نه خبرې ورسره کوو، نه جګړه دروو او نه هم ورڅخه ستړي کیږو، بیا تاسو امریکا يي کار پوهان او څيړونکي د زیانونو شمیر ونیسي چې څوک ډير زیانمن کیږي او څوک جګړه بایلي؟

مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

له مجاهد صاحب څخه په مننه او ستاینه ! مونږ ته زمونږ یو دوست د دغه امریکایی ډیپلومات په انګلیسی ژبه ( طالبانو ته د پرانستلی لیک ) په نوم لیک راایمیل کړی وو چه د امریکا د هغه لیک په ځواب کی یی ښودلی وو چه طالبانو څه وخت دمخه امریکا ته لیږلی وو . مونږ یی د لیک یوه برخه ولوستله داسی نه معلومیده چه برنارت رابین دی یو خبلواک دیپلومات یا لږ تر لږه خپلواک ژورنالیست وی نوم یی هم د یهودانو دی کوم چه امریکا او اروپا یی اشغال کړی او اوس د ټولی نړی د… نور لوستل »

کریم

استاده، د ځوابي لیک لیکل ډیر مهم دي، که یې ولیکئ ښکلی کار به وکړئ.

جابر

بیانزی صاحب د ځوابي خط لیکنه ډیره ضروري ده، باید ولیکل شي

محمد أنصار

ماشاءالله ، له مجاهد صاحب څخه نړۍ مننه !
روبن ليکلي چې د طالبانو د ليک ځواب بايد پاکستاني جنرالانو ته ورکړل شي ، مجاهد صاحب هم بايد ورته ليکلي وای چې ښه خو به دا وای چې د روبن د ليک ځواب مو هغه يهودانو او صهيونستانو ته ورکړی وای چې امريکايان د نانځکو په څير لوبوي او هرې خواته يې تيري ته هڅوي او امريکايان هم د صهيونستي رژيم د بقاء لپاره قرباني ورکوي .

ابو حنيفه

له مجاهد ورور څخه یو جهان مننه ځی د يو مسلمان په صفت یي د زړه له کومی ځواب اووايه

نا پيژاند

د مجاهد صىب الله حافظ اوناصر شه د جواب هره جمله کى زړه ته لا اىمانى او اسلامى قوت ورکى
وىشف صدور قوم مومىنىن

MehrboddinRasooly

هرچه چی لیکلی شوی ده صلح په باره کی ده خبره وازی که وی چی چوگ صلح غوری اوچوگی نه غوری

افغان

خبره بل طرف ته مه وړۍ ؟ زه يو سوال لرم هغه دا چي هغه جرمني مو څه کړوو ؟؟ سور ګيري ملا يادوم مړه ؟؟ هغه سره ږيره يي چه وه حقيقت به ووايي تاسو هر ځل ووايي چي مونږ سره بهرنيان نشته ؟؟ نو دا مو د کومه راوستي وو ؟؟ يره نو چي حقيقت ووايي بيا درباندي مرتد ټاپي او څه نور بلا نومونه درباندي کيږدي .حيران پاتي شو ستاسو کارونو ته چي دا څه روان دي خدايه .

جمال

نوم مو افغان په ځآی ایښی او داسی خبری کوی لکه د انګریزانو ژباړن . حیرانوونکی خبری کوی مسلمانان هم دا اسلامی هیوادو کی دی غربی هیوادونه کوم چه ستاسی باداران دی زمونږ هیواد یی اشغال کړی هلته مسلمانان نشته او نه به پکی څوک مسلمانیږی ، که سپین مخی به کله هم نه مسلمانیږی ، تاسی ته یی زور درکړی چه سپین مخی یا ستا خبره سور ږیری او سور بریتی به یواځی د تاسی د پاره پراټی پخوی او تاسی به یی په ارامه او مړه خیټّه خوری خو یو سور ږیری ته هم اجاره نه ورکوی چه… نور لوستل »

pattang

په سلګونو ژیړ ګیري زيړ ویښتانه مسلمانان شته چې ډیر مشهور یې په جرمني کې( پير پوګل) نامی دی چې هره انۍ اسلامي تبلیغ کوي او که د جرمني اناث ورسره ګډ ې کړو نو شمیر یې زرګونو ته رسیږي !!
دا خو کومه حیرانونکې خبره نده چې يو جرمنی ، انګلیسی او او له طالبانو سره یو ځای کیږي ! دلته خو دحق او ناحق جنګ دی !
خو زه دځینو ځوانانو سیاسي شعور ته حیران یم !

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx