
کندهار : طالبانو د روزګان د والي وياند ژوندی نيولی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل):پرون ماپښين د کندهار ـ روزګان پر لویه لار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې طالبانو د ځانګړي تکتيک له مخي د روزګان د والي وياند او ۱۹ پولیس ژوندي نيولي.
د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د پيښي پخلی کړی او په وينا د هغوی د ژغورني په پار يې په سيمه کې عملیات پيل کړي.
طالبانو منلې چې د شاوليکوټ ولسوالۍ په اردو بلاغ سيمه کې يې ۱۷ تنه پولیس او د روزګان د والي وياند نيولي.
د طالبانو په وينا وياند او ۱۷ تنه عسکر چې غوښتل يې د ۴ موټرو په مرسته سفر وکړي د دوی د ځانګړو استخباراتي معلوماتو له مخي يې په لومه کې ښکېل شوي.
دوی وايي نيول شوي کسان او وسائط يې تر خپلو خوندي ځايونو رسولي ، همدار راز يې د نیول شويو کسانو دوسيې خپلو شرعي محاکمو ته سپارلي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ وياند دراني ويلي چې د نيول شويو کسانو د ژغورني په عملیاتو کې ۱۱ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دولتي چارواکو لا هم د روزګان والي ویاند د نیولو اړوند څه نه دي ويلي.
پولیس په هر صورت ، مګر د والی د ویاند په نیولو ډیر خوشاله شوم ، له دی وروسته به د طالبانو ویاند وی که خیر وی