نړۍ

نیویارک ټایمز: امریکا د افغانستان په سوله کې ناکامه شوه

نیو یارک ټایمز په خپله نوې سرمقاله کې ويلي دي، چې امریکا په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ناکامه شوه او په خبره يې په خپله ولسمشر بارک اوباما هم په دې معترف دی. نیویارک ټایمز لیکلي دي، چې په دې دیارلسو کلونو کې ثابته شوه، چې نه هم سل زرو عسکرو او نه هم بې شمېره مالي مرستو په افغانستان کې سوله راوسته.

په یاده سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکايی عسکرو د دوه نیم کاله نور پاتې کېدو ته په اشارې سره ویل شوي دي، چې د اوباما دا نیت چې غواړي په افغانستان کې دوه نیم کاله نورهم پاتې شي، په دې هېواد کې سوله نه شي راوستلای.
بارک اوباما افغانستان په ناڅاپي سفر کې اعلان وکړ ، چې د دې کال ترپایه به له خپلو دوه دېرشو زرو عسکرو یواځې اته زره نهه سوه تنه پرېږدي، چې د ده په خبره یاد عسکر به د القاعده ممکن خطرونه خنثی او افغان ځواکونو ته به زده کړه ورکوي.
طالبانو د اوباما یادې څرګندونې او افغانستان ته پټ ناڅاپي راتګ  غندلی او په خپله پاڼه کې يې د دې څرګندونو اړوند خپل غبرګون ښوودلی، چې ګواکې د دوی په مبارزه به د اوباما څرګندونې کومه اغېزه ونه لري.
افغان ولس د امریکایي عسکرو دلته پاتې کېدل د جګړې د اوږدېدو په مانا بولي او هیله مند دي چې د بهرنیانو له ماتې وروسته به بین الافغاني تفاهم سره وشي.
د شنونکو په باور د امریکا يي عسکرو پاتې کېدل یواځې دجګړې د اوږدېدو مانا لري، کنه په دیارلس کاله کې باید امریکایانو افغان امنیتي ځواکونه بشپړ رزولي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x