افغانستان

لېوال: حکومت دې د سولې وړاندیز تر مخه خپله خپلواکي ثابته کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): افغان سیاستوال او د پښتو ټلویزون مشر نورالرحمن لېوال د کابل پروسې د ناستې هرکلی کړی؛ خو د حکومت له لوري د سولې ژمنې یې بابیزه ګڼلي دي.

ښاغلي لېوال پر خپله فېسبوک پاڼه حکومت ته وړاندیز کړی، چې لومړۍ دې خپله خپلواکي ثابته کړي او بیا دې د سولې وړاندیزونه کوي.

ده افغان حکومت ګرم بللی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې یې نورو ته د لاسوهنې زمینه په لوی لاس برابره کړې ده.

«خو حکومت چې د کابل پروسې ميلمنو ته به خپله دا غوښتنه وړاندې کوي چې طالبانو سره سوله کول غواړي دا څرګندوي چې د کابل حکومت چارواکي ذهني خپلواکي او د هېواد د چارو د مديريت توان نه لري. د کابل پروسې ميلمانه د کوربه په چارو کې د لاسوهنو حق نه لري او د کابل حکومت په لوى لاس هغوى ته د لاسوهنو لاره پرانیزي.»

د لېوال په باور، حکومت په سوله باور نه لري؛ ځکه د سولې اړوند طرحه باید له ملت سره شریکه شوی وی؛ نه له بهرنیانو سره.

«که د کابل حکومت ملي واى او ولسي بنسټ يې درلوداى نو خپل د سولې تفصيلي وړانديز به يې لومړى ملت سره شريکولو نه بهرنيانو سره، زموږ خلک اوس هم پردې نه پوهېږي چې سياست ځايي دى.»

نوموړي د ملي یووالي حکومت دواړه چارواکي په خپل کړیو ژمنو کې پاتې بللي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې یوازې ملت ته ژمنې ورکړي، خو د کار یې کوم څرک نه لګېږي.

«ريئس جمهور خپل رسنيزخبرليک کې ليکي چې “په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کال کې ٧٥٠٠٠ پنځه اويا زره افغانان شهيدان شوي” او د خواشينۍ ځاى دى چې په ٢٠١٧ کې به دغه شمېره تردې ډېره وي، تېرو درې کلونو کې د هېواد هرې ديرشمې کورنۍ يو شهيد ورکړاى خو د کابل حکومت تپلشوي چارواکي بيا هره ورځ د هېواد د پرمختګ ډنډورې غږوي.»

لیوال له عامو خلکو هم غوښتي، چې پر حکومت فشار راوړي چې ټاکنې رڼې ترسره کړي او د روانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

«موږ په ولس غږ کوو چې تاسې د حکومت او پرديو د ګټو قرباني ياست، حکومت مجبور کړئ چې ټاکنې ترسره کړي، راځي موږ او تاسې په په ګډه هلېځلې وکړو چې ټاکنې رڼې او د ولس په ګټه ترسره شي.»

نن په کابل کې د سولې اړوند ناسته ترسره شوه، چې د نړۍ د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو ادارو استازو پکې برخه اخیستې وه.

افغان چارواکو دا ځل طالبانو ته د خبرو وړاندیز وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د سولې په خبرو کې هېڅ شرط نه وړاندې کوي.

طالبانو د کابل د نننۍ ناستې په اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې له افغان حکومت سره د سولې هر ډول خبرې رد کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لیوال صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! ستاسی لیکنی ته هم اړه نه وه همدغه ستا د لیکنی په عنوان کی ټول اهداف نغښتی چه د کابل حکومت د سولی د وړاندیزو په ځای دی لمړی د خبلی خپلواکی غم وکړی. لیوال صاحب ، هغوی وایی چه دغه وړاندیزونه هم راته دستور او قومانده راکول شوی ، مونږ هغه وایو او هغه کوو چه مونږ ته یی د کولو یا نه کولو قومانده راکول کیږی. هغوی وایی چه مونږ د بادارانو له اجازی غیره د خبلو میرمنو سره د پریوتو او خلوتو اچازه هم نه لرو او ډیر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x